پاکستان ولې د لر او بر یو افغان نارې څخه وېره لري؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان د توقع خلاف په دومره قوت او طاقت کې راڅرګند شو، چې د پاکستاني مقاماتو زړونه څه چې ان د نظام ستنې یې هم ولړزولې، ځکه د دغه غورځنګ د پلویانو له لوري د لر او بر یو افغان شعار او نارې پاکستاني مقامات سخت وارخطا کړي دي.

پاکستان د خپل پیدایښت له ورځې د لر او بر یو افغان نارې د وژلو او کرارولو لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کړي. هر ډول پلان او پروګرام یې تطبیق کړی. له هیڅ توطیې او دسیسې یې مخ نه دی اړولی. د دوستۍ او دښمنۍ دواړه لارې یې کارولي. د وېرولو، تهدیدونو، اخطارونو او مرګونو په چاره یې صرفه نه ده کړې.

پاکستان غواړي چې د ډیورنډ کرښې هغه غاړه پښتون دې د افغانستان پرځای پنجاب او اسلام اباد ته مخ ور واړي او د ډيورنډ دې غاړه پښتون دې هم د ډیورنډ له هغې غاړو پښتنو څخه مخ راواړوي. دوی دې خپل علایق او ارتباطات سره وشلوي. کوزني پښتانه دې په پنجاب پورې خپل زړه وتړي. پاکستان دې خپل وطن وګڼي او د افغانیت پرځای دې پاکستانیت خپل اصلیت او هویت ومني.

پاکستان د همدې لپاره په افغانستان کې څلور لسیزې جنګ جاري وساته. د ډیورنډ دواړه غاړو کې یې ترهګریز فعالیتونه ترسره کړل. ترهګر یې وروزل. قبایلي سیمو کې یې پاکستاني پوځیان ځای پرځای کړل. خلک یې وځورول، محدودیتونه یې ور باندې وضعه کړل. تهدید یې کړل، وې وژل او د ظلم مېچنې یې ورباندې وګرځولې. دوی داسې ګڼله چې په زور، ظلم او وحشت به پښتانه ووېروي له خپل هویت او اصلیت به یې واړوي، مګر داسې ونشول.

د پاکستان د دغه بې انتها ظلمونو او وحشتونو پر وړاندې د پښتنو یوه څپه د یو نوي انقلاب په بڼه راڅرګنده شوه. دغه نوي انقلاب زاړه شعارونه له ځانه سره لېږدول. دوی د عدم تشدد او د لر او بر یو افغان ناره کوله. دوی خپل حقونه او ازادۍ په سوله ییزه توګه غوښتې. دوی د پاکستان حکومت ته ویل چې په زور یې نشي اېل کولی او نه یې هم له خپل اصلیت او داعیې څخه ګرځولی شي، نو پنجاب او پاکستانی پوځ دې له قبایلو ووځي. قبایل پښتانه دې خپل ارام ژوند ته پرېږدي. دوی دې نه ځوروي. د دوی مشران دې نه تهدیدوي. له کورونو څخه وړل شوي او تری تم کړای شوي مشران او ځوانان دې بېرته خپلو کورونو ته ور پرېښودل شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دپاکستان په بېلابېلو ښارونو کې خپلې منظمې غونډې وکړې، داسې غونډې چې لسګونه زره ګډونوال او مینه وال یې لرل. دوی پاکستان ته خپل طاقت په ډېره سوله ییزه توګه مخې ته کېښود او دوی پاکستان ته دا ثابته کړه چې پښتون په ظلم او وحشت نه ورکېدلی شي، نه تابع کېدلی شي او نه هم له خپل اصلیت څخه منکرېدلی شي.

پاکستان ته ښایي چې په خپلو تېرو کړنو پښېماني وښیي. د پښتنو حقونو ته درناوی وکړي. نور پر هغوی له ظلمونو لاس واخلي. که چېرې پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ برحقه غوښتنې وانه وري او عملي یې نه کړي، نو باور دی چې پاکستان به داخلي ناورین ته لاړشي او هغه مهال به یې بیا کنټرول د پاکستاني مقاماتو له وسه هم وتلی وي.