چې د دښمن د پوځ، پوځي شي
جدا له موره اجنبي شي
د ځناور غوندې وحشي شي
پر ځان مین او ځانځاني شي

خائن یې بوله، چې وطن خپل خرڅوینه


کړکۍ د خونې پرانیزئ کوربه مینه په کور کړئ
انګړ د بڼ کې جوړ د بلبلانو شور ماشور کړئ
غمونه له زړه وباسئ نظر پر روڼ سبا کړئ
روښان د زړه په تل کې بیا د مینې نوی اور کړئ
کړکۍ د خونې پرانیزئ چې وړانګې د لمر را شي
بیا سرې غوټۍ د هيلو د نرګس په لیمو خپور کړئ
د غرونو له سرونو  سپینې وړانګې ويلې کېږي
خپرې دا پلوشې د مړاو زرونو پر حجرو کړئ
یو دوه ورځې دنیا ده  تېر وې ولې په غم کې
د غم بوټی را وباسئ د غم ماڼۍ نسکور کړئ
بیا وخت د پسرلي دی توتکۍ په نڅا راغلې
 د هیلو کړکۍ پرانیزئ د غم ريښې په اور کړئ 
نن ستا سترګو کې یاره بیا ښکلا د پسرلي ده
د ساه تنګو رګو کې نوې ساه د ژوندون خپور کړئ
د ژوند اصلي مانا پرته  په مینه او دوستي ده
د زړه مړاوې دنیا کې یو نغمه د مینې خپور کړئ
که و کرې دانه ، یوه دانه سل او هزار شي
د مینې دانې و کرۍ هر زړه د مينې کور کړئ
چې اوبدي توتکۍ ځالې د مینې په تارونو
غښتلي دغه مزی د رښتیا په سرو اورو کړئ
 عبدالملک پرهیز

زموږ د واک داسې کیسه ده
د بل په لاس مو فیصله ده
خوله مو تړلې په قیزه ده
راکړې لاس کې یې  نیزه ده
ځکه بار، بار یو د بل وينې تويونه
 زلمی نصرت

راغلی سپین ږیرتوب دی د ځوانۍ وختونه تېرل شول
اوس یخ شمال لګېږي د سپرلي وختونه تېر شول
یو خوب ؤ یو خیال ؤ د ارمان ستړی کاروان ؤ
لحظې د پسرلي ول د بريښنا په بیړه تېر شول
شیبې د مړاویتوب دي د ارمان غوټۍ رژېږی
د هیلو پسرلیو غوړېدو وختونه تېر شول
چې وخت د پنځونې او مستۍ ؤ او د مینې
زموږ ښکلي وختونه ډک له غم او کړاو تېر شول
وخت واخیستل له موږ د محبت او عشق شیبې
د هیلو لوی کاروان مو ناهیلۍ دریاب کې تېر شول
شیمه په پښو کې نشته کمزورۍ سیلاب اخیستی
چې بم د انرژۍ وم د طاقت وختونه تېر شول
ژوندون پړاو پړاو دی ترې نه خوند واخله تیریږی
سبا نه خبر نشته، پام چې نن در څخه تېر شول

زیاتې مقالې …