انجینیر زلمی نصرت
غزل
خیاله په خیال کې مې د یار سره خبرې کوم
کله د گل کله د خار سره خبرې کوم
د پرون ژوند چې شي را یاد او دا د نن خبرې
کله د روغ کله بیمار سره خبرې کوم
د سحر باده ما زر یوسه د مشرق په لورې
چې په څیله کې د بهار سره خبرې کوم
چې له پروازه شوم را ښکته د ٫٫ روښان٬٬ پر ځمکه
نیت مې پوره شو٬ ننگرهار سره خبرې کوم
نصرته خوږ ترنم بیا راځي د یار له کلي؟
که تصور کې د سیتار سره خبرې کوم
انجنیر زلمی نصرت
۰۳.۰۴.۲۰۲۴
دنمارک ـ وایله
یادونه:
د منلی شاعر ښاغلی صدیق ٫٫ ننگ٬٬ د لاندې څلوریزې څخه په الهام سره.
څلوریزه
خیاله ښکل یې کړه گلونه مخ د یار مې په زړه اوري
د نارنج او د نرگسو ښکلی هار مې په زړه اوري
له خزانه مې پروا نه شته هسې شین چې په خندا یم
د بهار منت به څه وړم ننگرهار مې په زړه اوري.
صدیق ننگ
لونگبي ـ دنمارک