{slide= دلته}***
دلته د سپوږمۍ او د لمر مزار
هرسهار وختي د سپین سهار مزار
دلته د رڼو اوښکو زمزم چینې
سپینې سپینې پرښې د سپین غر مزار
***
نه چې بیا چا د توبې په دار کړ پورته
چې یې دواړه سترګې پټې کړلې تېر شو
ما په اوښکو وو وینځلی لا وچ نه وو
د جانان دستمال مې جب کې رانه هېر شو
***
کاشکې چې هر بابا مې خذر وای او مرګ یې نه وای
د پښتنو پېغلو پلوبه اغیار نه لټوو
که د ګرېوان تړانګه هغه جانان نه پلورله
زما د زړه ثبوت به وږي ریبار نه لټوو
***
کابله چې په سرو وینو دې وینځي له غېرته
جشنونه دې نمانځي په آتڼ درته نڅیږي
د پېغلو او ځوانانو د مستۍ ښکلیه کابله
چې راشي پښتانه درته پښتو ترېنه هېریږي
***
څومره پیمخې ده د یار ونه
لکه دېره کې د چنار ونه
چې ؛ورا؛ یې سیوري لاندې دمه نیسي
زموږ د کور مخ کې د دار ونه{/slide}{slide= نه ځي}له اوښکو سره حسن د ګرېوان په لاره نه ځي
له مونږ سره جانان هم د جانان په لاره نه ځي
د مینې په تودوخه د پتنګ وزرونه سوځي
له اور سره له وېرې بلبلان په لاره نه ځي
نسیمه که پلو له څڼو واخلې له ګل ستورو
سپوږمۍ پښه نیولې د اسمان په لاره نه ځي
د اوښکو په بڼو به پسرلی یوسم سوما ته
ځولۍ له ګیلو ډکه شوه ګلان په لاره نه ځي
خو نوره د ګیلو ژبه کړه ګونګه سنګرواله
د اور په لاره چا سره یاران په لاره نه ځي{/slide}