{slide=سپين ګلان }
زماغيرت چي يي ټپي کړو زړه مې تورشو
سم د واره مې د زړه پرهار په اور شو
دلته هلته بي عزتي وه د کورونو
رنګ مې واوښتو پشان لکه د سکور شو
چي مې ورونو د تکبير نعره کړه پورته
پروني اشنامې هم ټوپک ته لاس په ماشه سور شو
ما ويل مکړه اى نادانه دا دي خپل دي
ده ځان کوڼ کړو چي يو ځل د ډزو شور شو
سپين ګلان په وينو سره وه خزان راغې
دي اغيارو چي کتل زړه يي ټکور شو
د( خليل ) دسترګو اوښکې شوې روانې
شو بي تابه د يار غم ورباندى زور شو

س (خليل)
شمشتو نصرت مينه

{/slide}


{slide= ناز او نیاز }
خدایږو څه د سترګو جنګ و مازدیګر
چې آشنا مې ناست تر څنګ و مازدیګر
غماز نه وو، رقیب نه وو، اغیار نه وو
د سرو سپینو شرنګ و پرنګ و مازدیګر
بی غمی وه، خوشحالی وه، نازو نیاز وو
لری شوی د زړو زنګ و مازدیګر
د فراق او د بیلتون کاسه چپه وه
له وصاله ډک پالنګ و مازدیګر
اندېښنه وسوسه نه وه ډاډ کامل وو
د یار شوندی څه وی؟ بنګ و مازدیګر
لرو بر شا اوخوا واړه معطر وو
تور زلفان لا چې لونګ و مازدیګر
د خوندونو عشرتونو کمی نه وو
له مزو جوړ شوی ترنګ و مازدیګر
د بلبلو د توتیانو ترانی وی
په غماز چپه ګړنګ و مازدیګر
سر تر سره خوشحالی میلی چړچې وی
د غمونو بازار ړنګ و مازدیکر
هم پارسا او هم پادشاه وومه (سیلابه)
چې راغلی یار قشنګ وو مازدیګر

د سرطان ۱۱ شپږ بجی مازدیګر ۱۳۳۴
{/slide}{slide= ساقي ته }
راشه ساقي یو ځلی ډک د میو جام راکړه
خمار د عشق نیشه جذبه د انتقام راکړه
خدایږو دنیا نه یم مایوس سترګی می تاته اوړي
نسیمه پریږده تغافل نوی پیغام راکړه
څو به خوږمن په زړه دردمنداو لوغړن ګرځمه
مطربه راشه د خوشی نوی الهام راکړه
ناصحه ته افلاطونی درسونه ځانته وایه
ماته دخیال په نندارتون کې ګل اندام راکړه
چې حوصلی مې فیصلی د مشکلاتو وکړي
ماته په دغه سلسله کې لوړ مقام راکړه
چې پړاوونه کړاوونه راته یو قدم شی
داسې نظر داسې وزر د عشق په نام راکړه
یا مې زر پورته کړه له خاورو د خودی معراج ته
یا مې کړه شمار په لیونو کې نوم د سرسام راکړه
په کار مې نه دی سره او سپین ماڼی بنګلی نه غواړم
لیونی مینه د مجنون او د بهرام راکړه
یا مې په برخه کامیابی کړه چې ښادی وګورم
یا خودی ژوند د ناکامی لره انجام راکړه
چې د پتنګ غوندی لوګې شم په طواف د اشنا
خدایه (سیلاب) ته زر قدرت د دی احرام راکړه
کابل- باغوان کوڅه ۹ د عقرب- ۱۳۳۵

شاعر : امان الله سیلاب ساپي
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود
{/slide} {slide=شونډې او سترګې}
څومره چې دی سترګی د زړو ښکار کوی
شونډی دی مسکا کې ابتکار کوی
سترګې که دی وړي نظر دسترګونو
شونډی دی د وصل انتظار کوی
خیر دی که دی سترګی کوږ نظر لري
شونډی دی ستونو کې تکرار کوي
سترګی که بی شماره شهیدان لري
شونډی دی د سرو کنډولوکار کوي
ستا ګستاخی سترګی که منکرې شوی
شونډی دسیلاب په عشق اقرار کوي
{/slide} {slide=د اشنا سلامخانی له ځم}
مه می ستنوه زاهده پریده میخانې له ځم
زړه کې می ارزو ده یو ځل دغه کارخانې له ځم
اوښکی بدرګه شوی د ارزو د قافلی سره
ګڼو ولولو کی د اشنا سلامخانی له ځم
نه یمه زاهد د کعبی نه د بتخانی عابد
چیرته چې وی ستا حکایت هغه ترانې له ځم
دي دنګو ماڼیونه جفا جفا ناری اورم
نور به د وفا په امید شاړې ویرانې له ځم
نه غواړمه دا چې پنجره ماته زه تری خلاص شمه
خوښ یم دپنجرو سره دمینی پیمانې له ځم
دا ټولی کرواړی چې منلی دی سیلابه ما!
دا به می تقدیر وی چې د دام لاندې دانې له ځم
{/slide} {slide=قلمه!}
قلمه! ښکل به دی کم نوم دجانان ولیکه
بیا مرور اشناته لعل ومرجان ولیکه
قلمه! جار به دی شم ګوری نثار به دی شم
دخندا ډکه جوپه د ناز کاروان ولیکه
ولیکه غم داشنا ټول زیات وکم داشنا
که زما لیکی ورته څیری ګریوان ولیکه
وریځې کږی ولیکه سترګی خوږی ولیکه
عنبری زلفی د یار دعطروکان ولیکه
قلمه! ښکل به دی کم دیار کاکل به دی کم
اختیار کل به دی کم داغ دهجران ولیکه
رشوت خیانت چاپلوسی له تانه نه غواړم
ماته دښکلو دنیا کوکۍ خندان ولیکه
خلک به ستا ای په تا لوړی ماڼۍ قصرونه
ماته د مینی کیږدۍ ښکلی جهان ولیکه
د ډالرپونداو ریال حساب په تا نه کوم
ماته دپاکی مینی سوی رومان ولیکه
سیلابه! یار که غواړی د زړه بهار که غواړی
پام! تنداوتیز مه وایه جان او قربان ولیکه
{/slide}{slide=دیار دربارته}
ندی عاشق ندی چې په مینه کې رسوا نشي
ندی مجنون ندی قربانی چه له لیلا نشي
تش کالبود به ګرځي چې زخمی شی په خنجر دعشق
هیڅ علاج د دی زخم په دم او په دوا نشي
عشق چې سیځلی وی نو جوړ به تر هغی نشي
څو پوری قسم دی چی دیار سره همراه نشي
خدایږو امیران شود عشق درد کې غلامان دیار
نشته وصال نشته څو دیار د درد ګدا نشي
لاړ شه فریادی دیار دربار ته دی (سیلابه)ته
جوړ به نشی دمرض نه څو دی یار پخلا نشي
{/slide} {slide=پیغامونه}
ای ناصحه ستا وعظونه دی عبث
ماته ستا نصیحتونه دی عبث
غیر له میو غیر له چنګ او ترانی نه
نور فصلونه نور پندونه دی عبث
غیر له مینی غیر له عشقه محبته
نور غمونه نور دردونه دی عبث
غیر له وصل غیر له نازاونزاکته
نور خوندونه نور کارونه دی عبث
غیر له شونډوغیر له زلفوخط وخاله
نورسیلونه شربتونه دی عبث
غیر له یاره له نګاره ای ریباره
داستا زیري پیغامونه دی عبث
که بیرون له حقیقته وی (سیلابه)
په مجاز کې دې خیالونه دی عبث
{/slide} {slide=سپین مړوند}
چې ښکاره دی سپین مړوندشو سپین رخسار
په زړګی می د غم راغی دندو کار
په دنیا کې د عشق رنځ دی لا علاجه
نه رغیږی بی وصاله دا پرهار
د وصال دارو ملهم راته بخشش کړه
ای نګاره که می غواړی جوړتیار
که رښتینی یار دیار سره یاري کړی
څه حاجت لری ریبار ته یار دیار
عاشقان معشوقی هیڅ ملامت نه دی
ازلی دی دا ټولی په غم دوچار
خدای لپاره په لیمومی قدم کیږده
زه (سیلاب)یم ستا راتلو ته انتظار
{/slide}{slide=دمینی چمچمار}
دمینی ننداروته نندارو سره راځه
دعشق میخانی ته په نخرو سره راځه
سری شونډی سری منګولی سوردی ټیک دی په تندی
راځه په شرنګ وپرنګ له سپینو سرو سره راځه
وړی وړی سلګۍ می ورانوی هردم خولګۍ
ریباره که راځی له پریرو سره راځه
دهجر خزان سوی باغچه وصل کړه ګلزار
بلبله که راځی له نغاروسره راځه
(سیلاب) په زړه کړم کړمه دمینی چمچمار
جانانه پاړوګره منترو سره راځه
{/slide} {slide=ډکې پیمانې}
چې قلم واخلي ښې رنګینې ترانې جوړوي
دیار لپاره په مثال کې افسانې جوړوي
خلک که ځانته جوړوي ماڼۍ راحت لپاره
عاشق دمینې منارو کې میخانې جوړوي
چې شي دمینې په ګلزار ګډعاشقان معشوقې
بیا د وصال له زرو ډکې پیمانې جوړوي
دحقیقت طرفدارانوتماشې له راشی
مجنون لیلا، فرهاد شیرینه یارانې جوړوي
د (سیلاب) زیری یار له یوسه دا خبر پرې وکړه
رنګین شعرونه ستا د عشق دزمانې جوړوي
{/slide} {slide=ساقي ته}
راشه ساقی یو ځلی ډک دمیو جام راکړه
خمار دعشق نیشه جذبه د انتقام راکړه
خدایږو دنیا نه یم مایوس سترګی می تاته اوړي
نسیمه پریږده تغافل نوی پیغام راکړه
څو به خوږمن په زړه دردمنداو لوغړن ګرځمه
مطربه راشه د خوښی نوی الهام راکړه
ناصحه ته افلاطونی درسونه ځانته وایه
ماته دخیال په نندارتون کې ګل اندام راکړه
چې حوصلی مي فیصلی دمشکلاتو وکړي
ماته په دغه سلسله کې لوړ مقام راکړه
چې پړاوونه کړاوونه راته یو قدم شی
داسي نظر داسي وزر د عشق په نام راکړه
یا می زر پورته کړه له خاورو د خودی معراج ته
یا می کړه شمار په لیونو کې نوم د سرسام راکړه
په کار می ندی سره او سپین ماڼی بنګلی نه غواړم
لیونی مینه دمجنون او د بهرام راکړه
یا می په برخه کامیابی کړه چې ښادی وګورم
یا خودی ژوند دناکامی لره انجام راکړه
چې د پتنګ غوندی لوګې شم په طواف د اشنا
خدایه (سیلاب) ته زر قدرت د دی احرام راکړه
{/slide} {slide=دسترګوعکاسي}
دسترګو په کمرو کې عکاسي مزه لري
عاشق سره عزمونه اساسي مزه لري
مین د خوبرویانوننواتو کې ګرم ندی
اشنا ته سلامونه دوه لاسي مزه لري
دوصل په قحطۍ دی مایوس نشي عاشقان
قسم دی یارانه کې بې وسي مزه لري
په بل ګل او سنبل کې هغه خوند کله لیده شي
اوربل کې چې ګلونه عباسي مزه لري
(سیلابه) چې دفتر دمحبت کړی څومره چاڼ
ویشتل دغماز تل په فرانسي مزه لري
{/slide} {slide=دهجر رساله}
ساقی بیادې به منګول ډکه پیاله ده
که زما لپاره بله حواله ده
په پالنګ می داشنا دځوانۍ خوب دی
که ګلزار کې په ټوپونوغزاله ده
پریشاني راته پریشانو زلفو راکړه
سلسله دتورو زلفو کشاله ده
زما زړه دبیلتانه له غمه شین شو
اشنا کړي دخوبونوقباله ده
انتظار کې مې د خیال سترګی کږې شوې
د هوس لاس کې د هجر رساله ده
عاقبت به یی دبیلتون چپې چپه کړي
چې دعشق په سمندر کې دې جاله ده
چاچې زړه د مهرویانو چنګ ته ورکه
بس د هغه خلکو مینه کنډواله ده
اي سیلابه! د همت واګی دې ټینګ کړه
غمازانو جوړه کړی بنګاله ده
{/slide} {slide=میخانه}
چې په زړه می دعشق نار شو راشریک
خاص جنون می په افکار شو راشریک
زړه می وچاوده له ډیری وسوسی نه
چې اغیار می په دیار شو را شریک
تخیل کی می رنګینی افسانی وی
چې د غم په شپه سحار شو راشریک
دستی مست او لیونی شومه عالمه
دوصال په شپه چی یار شو را شریک
زه دمینی په زانګو کی پروت نیشه وم
په خندا خندا نګار شو راشریک
زه ویده وم دمستانو میخانه کی
چې دلبر می مست خمار شو راشریک
دوصال بازار می واړه معطر شو
چې دزلفو پری یو تار شو راشریک
تصور پوړۍ می واړه زر زری شوی
چې کوم دم نازک رفتار شو راشریک
دزړه باغ باندی می نوی بهار راغی
په ګلزار د زړه مالیار شو راشریک
خاوره بوټی که غوټۍ نیالګی زرغون شو
چې پری یار شرین ګفتار شو راشریک
(سیلاب) وایی نوی روح راکی پیدا شوه
چې اشنا می په سینګار شو راشریک
{/slide} {slide=ثبات}
ناصحه دا دمینی زلزلی مه تخڼوه
زما د ارزوګانو قافلی مه تخڼوه
بی میو می قسم دی هر ویښته نیشه نیشه دی
ساقی زما په مخ کی سری پیالی مه تخڼوه
بیګاه می کرۍ شپه ناصح ته ډیر ډیر وږړل
ګوګل کی می دا پټی غلبلې مه تخڼوه
په یو ټکر به وران کاندی دا لروبر جهان
اشنا د تورو زلفو سلسلې مه تخڼوه
دفتر دمحبت کی کار دعقل وعلم څه دی
پاڅیږه افلاطونه ولولې مه تخڼوه
کامیاب به دی په هر مطلب ثبات کاندی (سیلابه)
د هر مشکل په لار کی حوصلې مه تخڼوه
{/slide} {slide=ډیوه خاندی}
بی وصاله زما بله سودا نشته
بی له یاره زما خوب وخندا نشته
حکیمان فیلسوفان ټول راته وایی
بی نګاره درته دم او دوا نشته
زه چې ځان بولم مجنون مجنون هر دم کی
خدایږو ستا په شان هم بله لیلا نشته
تصور او که می خوب او که می خیال دی
بی له هجره په کی بله ژړا نشته
دم په دم می غم په غم باندی زیاتیږی
داشنا راباندی نیله پروا نشته
پتنګ وسوځی ایره شی باد یی یوسی
ډیوه خاندی وایی ماله ګناه نشته
ستا په عشق کی ما منلی همه واړه
غیر له مینی ماله بله کیمیا نشته
ای (سیلابه) په امید که د وفایی
په اشنا کی دی بڅرکی وفا نشته
{/slide} {slide=ټال}
چې د شوخو سترګو خیال می زنګوی
که دتورو زلفو ټال می زنګوی
مینی دومره اثر کړی چې پوه نه یم
خودبخود که انډیوال می زنګوی
په وصال کې چې هر څنګه ځان محکم کړم
دهجرانری شمال می زنګوی
نصیحت له دی حاجت څه دی؟ ناصحه!
یو نن نه دی سروکال می زنګوی
ارادی که هر څو وتړم (سیلابه)!
تصور دخط وخال می زنګوی
{/slide}{slide=هو}
شمع كه سوزيږي رڼاهم لري
ګوره په خندا كې ژړا هم لري
رمز كه دخوبانو تغافل كې دى
بيا هم كله ناز او ادا هم لري

څه كه استغنا شته ددولت سره
دادنازولو دنيا هم لري

خير دى كه بېلتون بلې لمبې لري
ښكلي چې دشونډو دوا هم لري

څه شو كه هجران ذرې ذرې كړمه
سترګې داشنا چې وفا هم لري

خدايږو په سېلاب كه زرغمونه دي
ستا د تورو سترګو سودا هم لري

عربى دارالعلوم – كابل
3-4-1336
{/slide}{slide=دزړه قطرې}
ستا دسترګو بلا واخلم بيادې سترګې ولې سرې دي
پام چې واردې خطا نشي مامنلې غرغرې دي

دارزو جو په باريږي حوصلې وهي خنجكې
داميد په قافله كې شروع نوې نغارې دي

ستا د مينې خزانه بس زما ژوند ته بهانه ده
ګوندې وخته ماليدلي په خپل سر خاورې ايرې دي

نازولې ليلا راشه! دمجنون ګريوان ته ګوره
داباران دملغلرو كه داوښكو فوارې دي

مخ دې بلې لمبې كاندي خوله دې ګل شي بيا غونچه شي
ځكه ماته ډيرې ګرانې دپتنګ بلبل نخرې دي

پس له ډيره لت او كوبه ستا له تلو قربانيږم
دنكريزو په جامه كې مې قربان دزړه قطرې دي

چې په ژرنده مې ځان وړه كړو نو ايله مې وصال بيا موند
درنجو په نوم مې كړي ستا دسترګو نندارې دي

چې ارې ته مې سر وركړو نو اور بل كې په خندا شوم
دږومنځ په رنګ ښكل كړي زلفې ما خورې ورې دي

مبارك دې شه سيلابه ! دوصال استاځى راغى
دريبار سره دې كړي اشنا نوې مشورې دي


كابل – باغوان كوڅه
3- دميزان - 1336

هغه شان له خپله يــاره ، بې وكيــــــــــــــله بې ريبـــــــــاره
زه خوشحال چې يگانه وم ، يگــــــــــــــــانه يم لا تر اوسه
{/slide}{slide=ياغۍ هوس}
يو مې ناز بل جفا ځوروي
رنګ په رنګ مې آشنا ځوروي

خيال او هوس رانه ياغي دي دواړه
شوخ نظر مې نن بيا ځوروي

خلك به د هجر كړاوونه ژاړي
ما خو كړس كړس خندا ځوروي

په مينه مينه راته مه ګوره نور
بيا مې دا تماشا ځوروي

سېلابه بيا څه لېونی غوندې شوې
چې تش خيال دې د چا ځوروي


كابل – جمال مينه
26-11-1339
{/slide}{slide=غبرګي تماشی}
نن بيا زړه سوز دمينې پارولى غوندې دى
قلم يې په سرو سترګو ژړولى غوندې دى

او تر اوتر كاته دې اشنا ندي بې اثره
قسم دى چې نظر دې جنګولى غوندې دى

ساقي نن دې رپيږي كنډولى په لاس كې ځكه
چاويل چې منګوټى دې ځنځولى غوندې دى

ريباره چې دې شونډې له خندانه نه ټولېږي
ښكارېږي چې اشنادې تخنولى غوندې دى

په مينه كې ژړا او خندا غبرګې تماشې دي
په دې سودا مې تل ځان غولولى غوندې دى

جذبات را نه بياوخاته د ښكلو ياغي ګړته
اميد خومې نن هم چا لمسولى غوندې دى

سېلابه! خوشامندي بدي مه ګڼه په عشق كې
پام وكړه چه اشنا دې نازولى غوندې دى

ننګرهار – كامه
9- جوزا – 1337
{/slide}{slide=غزل}
ستا دسترګو بلا واخلم بيادې سترګې ولې سرې دي
پام چې واردې خطا نشي مامنلې غرغرې دي

دارزو جو په باريږي حوصلې وهي خنجكې
داميد په قافله كې شروع نوې نغارې دي

ستا د مينې خزانه بس زما ژوند ته بهانه ده
ګوندې وخته ماليدلي په خپل سر خاورې ايرې دي

نازولې ليلا راشه! دمجنون ګريوان ته ګوره
داباران دملغلرو كه داوښكو فوارې دي

مخ دې بلې لمبې كاندي خوله دې ګل شي بيا غونچه شي
ځكه ماته ډيرې ګرانې دپتنګ بلبل نخرې دي

پس له ډيره لت او كوبه ستا له تلو قربانيږم
دنكريزو په جامه كې مې قربان دزړه قطرې دي

چې په ژرنده مې ځان وړه كړو نو ايله مې وصال بيا موند
درنجو په نوم مې كړي ستا دسترګو نندارې دي

چې ارې ته مې سر وركړو نو اور بل كې په خندا شوم
دږومنځ په رنګ ښكل كړي زلفې ما خورې ورې دي

مبارك دې شه سيلابه ! دوصال استاځى راغى
دريبار سره دې كړي اشنا نوې مشورې دي

كابل – باغوان كوڅه

3- دميزان - 1336

هغه شان له خپله يــاره ، بې وكيــــــــــــــله بې ريبـــــــــاره
زه خوشحال چې يگانه وم ، يگــــــــــــــــانه يم لا تر اوسه


{/slide}


قصې او اوسانې
یادونه درمندونه
یادونه درمندونه
چونغر

کېږدۍ

د اباسین سپېدې

پورته کتابونه په ضمیمه کې تر لاسه کولی شئ

{slide= دا څنګه منور دى}
په تشه ككرۍ كې يې څه نشته بې له كركې


دا څنګه منور دى


چيچلى دى په زړه د جهالت تورې لټكې


دا څنګه منور دى


ويشي زموږ خلك د دښمن په اكو بكو


د ذهن په تياره كې په پښتون او په تاجكو


د غرونو هزاره او پشيان شماري په وركو


د دښتو بلوڅان او تركمنان په لادركو


ازبك او نورستان ته يې دم يښى دى دوركې


په تشه ككرۍ كې يې څه نشته بې له كركې


دا څنګه منور دى


په سيمو، مذهبونو،ژبنيو توپيرونو


راكاږي توره كرښه په وحدت كې د قومونو


تبعيص رواجوي په يوه سرود كې د سازون

و
په باغ كې نفاق اچوي په منځ كې د ګلونو


وهي په دېوالو د لمر په خونه كې ګاپكې


په تشه ككرۍ كې يې څه نشته بې له كركې


دا څنګه منور دى


وطن ته جوړوي لكه شيطان لاره د وركې


په وينه يې ماړه كړل قاتلان دولې مځكې


چيچلى دى په زړه د انتقام تورې لټكې


په ژبه كې يې نشته يوه خبره بې له سپكې


پېيي د الماسونو په غوړوندې كونجكې


په تشه ككرۍ يې څه نشته بې له كركې


دا څنګه منور دى

{/slide}{slide= زموږ ملا ئې نه منی}
وی به ملا جان چه زه ورځمه کابل جان گټم


زه خپل جـوماتـونه، زیـارتـونـه،امـامـان گتم


زه پـه سـه دکان کی عاشـقان او عـارفان گټم


زه لـه مدرسو نـه خـواری شـوی طـالبان گټم


زه لـه "ملحدانو" شــریعـت گـتـم، قــران گټم


زمـا بـاور بـه نـه راتـه


وی بـه ملا جان دغـه دنیا خو تیریدونکی ده


ټوله "مافیها" په دی فانی کی ختمیدونکی ده


دا د قــدرتـونــوډنــډوره تـمـامـــیـدونـکی ده


ورځ دعرصات اود محشر را رسیدونکی ده


زه په خپل جهاد کی تشه خوښه د سبحان گټم


زمــا بـاور بـه نـه راتـه


وی بـه ملا جان زه د لالـونـو تمه دار نـه یم


زه یو "مجاهد" یم، زه شوقی د اقتدار نــه یم


زه مامورد شرعی یم، دهیچا صوبه دارنه یم


زه د پـرنگــیانو دپـلانـونـو ټیــکه دار نــه یم


زه د روس له فوځـه پاکه خـاوره د افغان گټم


زمـا بـاور بـه نـه راتـه


وی بـه ملا جان چی زه دا دومـره آذانـــونـه کـړم


چرگ د ډیران نه یم، زه مخلوق تـه آوازونـه کـړم


زه له روح الله سره په عرش کی پروازونـه کــړم


زه له چا څه نه غواړم په خدای باندی نازونه کړم


زه لـــــــه کــــافــرانــــو آزدی د مســـلمـان گــټــم


زمـا بـاور بـه نـه راتـه


راشه اوس یی گوره ملا جان چی څه نخری کوی


خـلک ســره وژنی دۍ پی خانـدی مسخری کـوی


تـښـتی لـــه جــوماتـه مقــتدیانـو تـه پــلمی کـــوی


ټول هیواد یی چورکړ او لا ناست دۍ مسآ لی کوی


هــــره نــا روا، روا کـوی خـپلی چـړچـی کــوی


راشــــــه مـــــلا وگـــــوره


اوس مــلا حـاکـم شــو سـرغـنه د جـلادانــوشــو


دوســـت د کـافـرانـو، دشـمـن د مــومـنانــــوشـو


نیـم د یـهـودیـانـو شـو نـیم د سـعـود یـانـــوشــــو


زیات دپاکستـان شـو، یـوڅـه کم د ایرانـیانو شـو


اوس دا خیرات خـور د ډالـرونـو تـفالی کـــــوی


راشــــــه مـــــلا وگـــــوره


اوس واعـظ د شهر پـیش امـام د شـیطانانو دۍ


خـنډ دصـادقانـو ، مـلاتـړ د شـیـطانـانـــــو دۍ


قتل د حسـین تـه ، تـیغ وردار د یـزیـدانــــودۍ


دوست د هر دشمن دۍ او دشمن د افغانانو دۍ


ناســت دۍ د وطن د خـــرڅـولـو قـبالی کــوی


راشــــــه مـــــلا وگـــــوره


وایی ملا جان چه زه غازی یمـه تورزن یـمـه


زه واکدار د ژوند او قـتـلولـو د هــر تـن یـمـه


تاج او تخت می خپل دۍ، زه مالک د دی وطن یمه


کـوز بـه تـری نشم په چـوکۍ بانـدی مـین مـه


اوس په خیټه موړ شو، نوی نوی توطــًی کوی


راشــــــه مـــــلا وگـــــوره


خلک ورتـه وایی : ملا ورشـه جـوماتـونـوتـه


وتـــړه، ور وتـــړه ټـــوپــکــوتــه بـمـونــوتــه


ټینگ شــه عبادت تـه، ریاضت تـه آذانـونـوتـه


دا دنـیا فانی ده، ځـان تیــار کـړه، جـنـتـونـوتـه


ځان رسوه حورو ته، غلمان وته، جامـونو تــه


زمـونــږ مـلا یی نـــه مـنی


خلک ورته وایی، چی وروری ښه ده، ایمان ښه دۍ


ناسـتـه د مـوًمـن ښـه ده، ملاتــړ دمسلمـــان ښــه دۍ


بیا تر هر پردی نـه، دخـپل کورکـلی افغـان ښـــه دۍ


د گـردی دنــیا نــه یـو بڅــرۍ د ایـــمـان ښــه دۍ


مـه خـلاصـه وه لاره تـــبــاهــۍ د ولــســـونـــوتــه


زمـونــږ مـلا یـی نـــه مـنی


خلک ور ته وایی: افغانـان په پردو مه وژنه!


دغه خوار وگړی د ایران په پـیسو مـه وژنه!


دا خواره واره د پاکسـتان پـه بـمـو مـه وژنه!


دغه دیـنداران د بــیدیـنۍ پـه پـلمـه مـه وژنه!


وگــوره قرآن تــه، پاک الله تـه، کـتابــونـوتـه


زمـونــږ مـلا یـی نـــه مـنی


زمونږه ملا وایی: زه د هر څه ذ مـه دار یـمــه


زه خپله قاضی یم، هم قانون یم، هم سرکار یمه


زه د رســـولانــو د مـیـراث سـلسـلــه دار یـمـه


زه د جـنـتـونــو د ویـــــشلـو ټـیـکــــه دار یـمـه


ولس وایی: لـږ پام کوه زمونږ ماتو سرونـوتـه


زمـونــږ مـلا یـی نــه مـنـی

 

زمـوږ ملا اوس مخامخ د دین سـودا گری کوی


تللی پیښورتـه زمونږ د خـاوری بیـپـاری کـوی


نـوی وابی شـوۍ د سـیـاف سـره ســیـالی کـوی


ووتـــه مـیـدان تــه د ډالــــرو جـــواری کـــوی


اوس قوماندان شوۍ بله ورځ به خرکـا ی کوی


چـوپ شـه چـا تـه مـه وایـه

 

اکادمیسین « سلیمان لایق »

{/slide}{slide= د وینو واټ}
دا زمونږ د سترگو وړاندی «غنی» گوره څه تیریږی

یو باتور ملت غر قیږی، یو مضبوط وطن نړیږی

یــــوه دنـیا د بــرم بــذل، یــــوه دنـــیا د مـــیـړنــیــو

دغـروب په لـوری درومی ، د تاریخ له پاڼو لویږی

پاس دستورو راڼه څاڅکی، راته ښکاری اوښکی اوښکی

د آسـمان په شــنو غومـبرو، لاری لاری را بـهیږی

سر چی ږدمه پـه سـر ویږدی، هـیبتناک غـږونـه اورم

ته وا ځـمکه په منځ دوه شـوه، افغانی وطن ډوبیږی

یا آسمان زمونږ په ویـر کی، ښکته پریـوتـه پـه ځمکه

یا قیامت په ځمکه جوړ شو، ولاړ غرونه هـواریږی

« ایمل » ریږدی پـه لحد کی، له غـصی دزړه پـه تـبه

چی مغل پـه خـیبـر وخـوت، افریدی لا نـه پـوهــیږی

د شـنلی پـر ځای له دښـتو، تیری تـوری زرغونـیږی

د اوبـو پـر ځای لـه غـرونو، سـری ویـنی را بـهیږی

د باران پـر ځای له وریـځـو، تـندرونه را کـوزیـږی

د رحمـت پـر ځـای لـه هسـکه، غـضبونـه نـازلیـږی

" شمر" ښکته پورته دانگی، سترگی رډی توره کښلی

نـه یی سترگی لـه چا سوځی، نه یی شرم له چا کیږی

«زینب» چیغی کړی چه ربه، ته لا څه ته ورته گوری

د «حسین» په زغمی زړه کی، د یزید خنجر ځلیږی

* * *

څه بی پته شوو جنگونه، څه بی هوډه شوو ننگونه

تـو لعنت په دی شـملو شه، لادی جـگی نه شـرمیږی

دا دچرگ لکۍ ته ورته، شملی واچه وۍ په مځکه

دا دشــرم او مــاتی نـښی، پـښـتـنوتــه نــه ښـایـیـږی

شـمله هـغـلته شمـله وی، چـه پـه نـربانــدی وی لکـه

اوس په هر کډو جگیږی، اوس په هر"اجړ" خوریږی

خدایه دادی څه را وکړه، چی یو نر دی راپری نښود

هـر کـمر تـه چـی تکـیه شـوو، لکه شـگه را شـړیـږی

یو«میرویس» په مونږ کی نشته، چه گرگین لاری ته سم کړی

یو «شیرشاه» راپورتـه نـه شو، چی مغل ته ودر یږی

* * *

پرونی ملا ته گوره، چی ټوک خورو سقاط خورو

اوس چه خصم دافغان شو، پـه سـرو زرو کی ډوبیږی

لـویـه خیـټه غـټه کـونه، نـرۍ پښی بـبـره ږیــره

ویته خوله بی شرمه سترگی، لکه مچ هرڅه کی لویږی

ماټ کـور ماغزه د تیږی، بی فرهـنگه بی ادبـه

چی تبلیغ کوی نـڅـیـږی، چی قران لـولی شـشـنـیږی

په اسلام کی لاری باسی، زموږ دخاوری بر بادۍ ته

دین اخوان ته یو دکان دۍ، چی هر څه په کی خر څیږی

* * *

دا دی څه بلا اخته کړه، زمونږ په دی بد مرغوخلکو

نـه له تـا څخـه ډاریږی، نـه له دوی څخه شـرمیږی

اوس چـه حکم د ملا شـو، دکابل پـه پـاچایـی کـی

هر ساعت په چاور دانگی، هره ورځ په چا ورلویږی

د افـغان په قتل اخلی، ســره پـونډونـه شـنی ډالری

پـښتو پریږده چـی تـری تللی، له ایمان سـره خـرڅـیږی

باندی سپین په منځ کی تور دۍ، نگه اور دی نگه اور دی

په هر تار کی یی د ږیری، شیطان سپور دی او نڅیږی

هر چړی په چړ چوبی کی، پاچایی خوبونه وینی

انـگریزی لـنچر په غـاړه ، پـه لار ځی ته وایی نـڅیږی

چی پرون یی دمولی، رڼی خاوری خوسکو ته

اوس پـه بـره پښتونخواکی، پـه انـسان بـاندی سپـریـږی

زما زړه پـولۍ پـولی دی، زما سا لـمبه لـمبه ده

چی دا تـوره خپـکی بـه؛ له مـونــږ کله پــور تـه کـیـږی

جهاد لوښۍ د فساد شو، مولانا صاحب جلاد شو

دیـن دولـت دواړه بــربـاد شـو، د ده زړه لانــه سـړیـږی

زمونږ کور دشرارت شو، افغانی وطن غارت شو

دا زمونږ د سترگو وړاندی، «غنی » گوره څه تیریږی

مونږ زغمل چی رانه لوټ شی، څه چی شته دی بی ناموسه

توری خاوری مو په خوله شه، اوس هغه رانه لوټیږی

د یـوی میاشـتی تـازه ناوی، دشـهید پـر قبرژاړی

وایی کـوم جهاد ته مړشوی، ځواب ووایه چی ځنډیزی

تا چی سر په چا دو کړۍ، هغه غواړی چی ما لوټ کړی

ماور بـولی هـغه ځای تـه، چی شـیطان ځنی شرمیږی

زه چی ستا له غمه ژاړم، هغه څاری زما سترگی

ســر را پـورتـه کــه شـهـیده، ارمـانـونـه د رږیـږی

افغانی درنی بیبیانی، چی په پت عزت خوندی وی

د جهاد تـر بـیرغ لانـدی، بـربــنـډیـږی لـیـلا مـیـږی

هر عرب خریدار شوۍ، زمونږ د خوندو او خور لڼو

مولانا صاحب یی پلوری، نه شرمیـزی نه ځوریـږی

تر څارویو وړیا شوی، پښتنی په مڼدوی کی

دڅارویو هم څه دود وی، چی په چا باندی خرڅیږی

* * *

ربه دا لا څه تالان دۍ، چی په خپل وطن یی وینم

چـی خـپل سـپی پـه پـردی نـنگه، افغانانوته غـپیـږی

چی له زړه د«کنشکا» نه، شنی لوخړی ځی آسمان ته

چی جمرود دسرو په بلخ کی، د«یما» له سره لویږی

"گرگین" ویوست تیغ د سټی، د افغان ننگی کهول ته

د « میرویس» لیـڅه بـیواکه، تیری توری ته غځیږی

په لاس نه ورځی بی خاورو، نه یی تیغ نه یی لښکر شته

هـم لښکر هـم یی تـیغونـه، د وطن پـر ضد جنگیږی

خدایه څرنگه بدل شوو، د افغان درانه خویونه

په هر چا چی مو نږ تکیه شو، پر پردیو پلورل کیږی

د وطن په حق کی نه کا، تش د خیر یوه خبره

خو د خپـل مطلب د پاره، د هـر سـپی پښو ته لـویږی

په هر ځای چی باران راشی، زمونږ خره یوسی له مخی

په هرخوړ چی سیلاب وزی، زمونږ وره ته را سمیږی

په هره سیمه چی برشنا شی، تندر پریوزی زمونږ په کلی

په هر رود چی توفان راشی، زمونږ کور ته راسیخیږی

په ډالرو باړه شوی، که غلجی که درانی دی

پـښـتانه او پـښتو دواړه، هسـی ښـکـاری چــی خـتمیـږی

د احمد په گوریی تو کړی، توری ناړی دیڼکیو

دا چی پلار له گریوان نیسی، دا چی وروڼو ته گوا ښیږی

مونږ ته ټول جهان دوزخ دۍ، چی وطن مو په کی نه وی

مـونږ ته هـر وطن سقر دی، چی افغان په کی ځوریږی

مونږ ته هر "شابه" پیغور دۍ، چی دشمن یی راته وایی

مونږ ته هر سلام لعنت دۍ، چی په سپکه په مونږ لویږی

مونږ ته هر گوله مرگۍ دۍ، چی دبل په ست یی ژوو

مـونږ تـه هـر گوت هلایل دی، چی د بل جام نه توییږی

مونږ ته هر مشر دشمن دۍ، چی په مونږ یی رحم نشی

مـونږ تـه هر افغان پردۍ دۍ، چی پردی سره یو کیږی

موږ ته هر ملک تلک دی،چۍ زموږ په سر روپۍ خوری

موږ ته هر ملا بلا دی، چی په خلکو نه رحميږی

 

* * *

جگی جگی سـاقی راشه، پس لـه عمـره را پخلاشـه

پـه چوپتیا کی مو غوغا شه، چه مجلس را نـه سړیـږی

د ځوانۍ نوبت می تیر شو، کوم چی تیر شو هغه هیر شو

اوس را ونـیـسه دا پـاتی، چــه قـطار رانــه تــیریـــږی

که مطرب او رباب نه وی، که مستی او شباب نه وی

که د مینی عذاب نـه وی، عمـر بـد کړی چی اوږدیـږی

هوشیاری یوه تنهایی ده، تنهایی یوه تباهی ده

پـه ترخـو اوبـو می ډوب کـړه، گڼی زماجاله ډوبـیــږی

په مستۍ کی را چار پیر کړه، یوه کیږدۍ دخورو څڼو

چی شپی ورځی را نه تښتی، چی کاروان را نه بیلیږی

د پسرلی په شکلی یاد ، جام ته تویی کړه سکروټی

چی گـلونـه را تـه ژاړی، چی خـزان راتـه گـواښـیږی

دځوانۍ په باغ می راغله، دزړښت دماښام لړه

پـیالی ډکی کـړه لـه مخی،عمـر تښـتی نـه ودریـــږی

ساقی ستړی يم له ژونده، لږ می خلاص کړه له دی بنده

گــڼی وژنـی مـی دا تـنـده، چی گـړی گـړی زیاتتـیږی

هومره راکړه چی پی ورک کړم، سر له پښو، پښی له سره

چی «غنی»(١) را څخه تښتی،« بینوا»(٢) رانه پټیږی

چی خوری صحرا ته ووځم، لیونۍ د لیونیو

چـی مستی را کی نـڅیـږی، چی جـنـون راته خندـیږی

چی مرغان د خړو دښتو، راته ووهی وزری

چـی زرکان راتـه غـږیـږی، چی هـوسۍ را ته پڼډیـږی

* * *

نه، نه خوشی ټوکه نه ده،« غنی» لږ ورته دمه(٣) شه

دا خوب و ړی را ویښیږی، دا پریوتی را پاڅیـږی

گومان مکړه چی خالی شوه، د ساقی مینا له میو

لا د تاک پـه تـا خانو کی، د انگـور ښیـښـی ډکیـږی

لا رباب سور شوۍ ندۍ، لا تش دوه دوره اوښتۍ

لا ساقـی نـوی راغـلی، لا رنـدان نــوی گـرمیــږی

لا دځمکی تل کی ایشی، تللی وینی دځلمیانو

لا د دی تـودو خـاورو، ســره گـلـونه را غـوړیـږی

لازمونږ په ارادو کی، عشق د مڼډو غلۍ نه دۍ

شپـه که هـر څـه تـوفـانی ده، چــراغـونـه لا بلیـږی
لا وطن خلک را بولی، د میړانو معرکو ته

لا هـغـه ژڼۍ ژوندۍ دی، چی تـر هـوډه قـربانیـږی

لا خوریږی نیمو شپو کی، دتوفان غاوری چیغی

لا دغـرو لـه جـمـدرونـو، سـیـلاوونه ر ا کوزیـږی

لا د وینو واټ پرانیستۍ، لیونتوب دی لیونوته

لا په پښو کی دمسـتانو، ځنځـیرونه سـره شـلیـږی

لا د مځکی تناوونه، لاره باسی زلزلوته

لا پـه بـاد او بـرَښـنـا کی، گـردشــونـه را رستیـږی

لا د رزم گرمی شته ده، زمونږ په مټو کی د ننه

لا زمونږ په پښتون زړه کی، « د ایمل» وینه چلیږی

لا په جنگ د تخت او بخت کی، زمونږ لوبه ختمه نده

لا همت د« شیر شاهی» ته همایون له آسه لویـږی

لا د لوړو وریځو شا ته، عقابان وهی وزری

لا پـه هسکو سر درو کی، افغانی زمری غوریـږی

لا دخپلی خاوری مینه، مونږ ته وایی چه ر ا پا څۍ

لا خوب وړی دپـیړیـو، له خـوبـونو را وښیـږیـږی

لا زمونږ په کلا گانو، پښتنی حیا خوره ده

لا زمونږ پـه دروازو کـی، غـیرتـونه پا لل کـیـږی

* * *

دا به بیا یوه غوغاشی، لکه څاڅکی په څپو کی

یو سرکښه یاغی سین شی، سمندر ته به رسیـږی

دا به بیا سپیدی خوری کړی، د اطلسو پا لنگونه

د بـلورو په بـــید یا بـه، رود د ویـنو را خـوټیـږی

"دا به بیا په لمر لویدو کی، د مرغانو سیل له ورایه

لکه سور بیرغ د فتحی، په سرو وړانگو کی ر پیږی"(٤ )

دا به بیا زمزم ته رسی، د بید یاوو جل وهلی

دا به بیا په جل وهلو، د رحمت باران وریـږی

دا به بیا په مخه دانگی، دا زمونږ جنگی آسونه

دا به الـوزی له کنـدو، دا بـه لوړو ته رسیـږی

دا به اچوی له سویو، سری سکروټی په تکل کی

دا بـه رسی تـر هــدفـه، دا بــه خامخـا بـریـږی

دا به بیا اباسین ایشی، ډوبوی به توری کونی

تـور پنجاب بـه وهل کیږی، له بنسټه به نړیږی

دا به بیا لنډۍ مستیږی، تن به باسی له بستره

پـښتانه به را پاڅیـږی، پښـتونخـوا به آزادیـږی

دا به بیا د« احمد» چیغی،ریږدوی د لاهور مړاندی

دا به بیا په کړاکړ کی د« بیربل» ژامی ماتیږی

دا به بیا« سیدال» راباسی، د مرگ توره په غوجرو

آخوندان به ترینه تښتی، امامان به تری پټیـږی

دا د قم چړیان به پوه شی، چی افغان د کار په ننگ کی

خپل پور نه پریږدی پردی ته، دا تقدیر دۍ نه بیلیږی

١ . عبدالغنی خان د لری پښتونخوا لوی شاعر

٢ . عبدالروف بینوا د بری پښتونخوا ستر ادیب او شاعر

٣ . "دمه" په وزن د "رمه" دمه کیدل

٤ . د قصیدی دغه بیت د امریکایی تور پوستی شاعر، لانگ فیلی د تخیل پښتو ژباړه ده

{/slide}{slide= یو څورباعي}
ماشومتیا څه ده یو ښکلی خوب و
زلمیتوب څه و یو لیونتوب و
کله چې زوړ شوم په عقل جوړ شوم
نړۍ یاغي وه ژوندون اشوب و

څومره ښایسته یې د جانان غمه
چې چیرې ځمه تا ګر ځومه
که ته ساحل یې زه دي څپه یم
چې څو مې رټې بیرته درځمه

ای څومره تریخ یې د غربت اوره
چې سړی ورک کړي له خپله کوره
پرده د هیڅ چا په چا کې نشي
یا خپله کوره یا خپله ګوره


چا چې هجرت که ما به غندلو
زه یو بې رحمه هجوي شاعر شوم
د وریتو شویو زړو له ښیراوو
وطن پردی شو زه مهاجر شوم


یو ځلې راشه د ځوانۍ جوشه
چې جواز واخلم له نوشانوشه
د زړښت ورځو په سپکو سپک کړم
جومات ته تښتم له می فروشه

لا راسره یې د ځوانۍ رنځه
ځګیروی دې اورم د زړه له منځه
ما په پردیو غمو کې هیر کړې
چې څو مې کنځې، هغو مې کنځه

چې څو راویښ شوم وخت رانه تیر شو
مرګه دمه شه چې کار مې ډیر شو
د شیبو لوبو پر ځان اخته کړم
هوس د عمر رانه چاپیر شو


په شنو لمنو وریځه خوره شوه
زموږ په زړونو لا توره شپه شوه
د یورپ خاوره چې جوړ جنت دی
موږ ته غربت کې یوه حضیره شوه


یو ځل را خور شه د وطن باده
تر دي لړلي مغرب اباده
زما د شعر بلبل ګونګي شو
فریاد فریاده فریاد فریاده


اي د ځوانیو د دوران یاده
د زخمي مینو یاغي فریاده
بي اوره ګالم د ژمي ستونځي
یو ځل مې یاد کړه داد و بیداده


وطنه ګوره دا دي څه حال شو
چې هر حرام دي غلو ته حلال شو
موږ خپلو خرو ته لاهک او پک وو
ملا ته ګوره چې خردجال شو

د جنګ اورونه بیا تازه کیږي
ملا حاکم شو دوزخ جوړیږي
د ملا عدل بي اور نه شي
افغان وطن به جهنمیږي

ملا حاکم شو امتحاني شو
له حجري ووت سم میداني شو
په څو کلدارو پاکستانی شو
په څو ډالرو امریکایي شو


ډیر مشران دي په صغارت کې
ډیر عالمان دي په جهالت کې
دا په ظاهره په نفلو بوخت دي
ډیر زاهدان دي په ضلالت کې


جهاد بل څه دی لوټ او غارت دی
د لوټمارانو یو سیاست دی
په تالان جنګ دی د تالانګرو
د دوښمنانو یو مصلحت دی

جهاد د خلکو تالا کول دي
هم سپکول دي، هم ورکول دي
د نالو ستلو ټوپک مارانو
په ټولو چارو حاکمول دي


جهاد پلمه ده د ورانولو
له یوې مخې د چورولو
ازاد جواز دی پاکستاني ته
د افغانانو د ختمولو

جهاد شعار شو د انګریزانو
د تالانګرو امریکایانو
سعودیي راووست د افغان جنګ ته
صلیب چلتار شو د عربانو


دې سپکو شویو ږیرو ته ګوره
چې اور راشیندي له پردي کوره
خپل خلک وژني د بل له پاره
ورینداره بیا یې له خپله وروره


د ملایانو توره ناورینه
زما وطنه په وینو خوړینه
وخت رانیږدې دی وزر ازاد کړه
هم له سیافه هم ګلب الدینه


انقلاب څه دی یاغي دریاب دی
وحشي ټکل دي سور انتخاب دي
د ستمګرو زور او تیري ته
د سر شیندونکو خوبي ځواب دی

انقلاب یووړه زموږ سرونه
ادا یې نه کړه زموږ هوډونه
چې بې اودسه ملا اما م شو
نه منل کیږي کړي مونځونه

ګوند چې تکیه شو په شورویانو
جنون حاکم شو په انګریزانو
ملایې راووست په موږ یې سپور کړ
اوس ورته ټینګ شۍ انقلابیانو


موږه ګوند جوړ کړ د مظلومانو
د وزرماتو د محرومانو
چې سورور شو د زورور شو
زین کړي اس شو د جابرانو

ګوند یوه اډه شوه د شیطانانو
د بي هدفه منافقانو
د مشق میدان شو د هر پریوتي
د وطن پلورو نعره بازانو

وطن یو ګوند وو خو وروسته ګندشو
دځان غوښتونکو په لومه ګند شو
په جلا برخو ټوټه ټوټه شو
موړه موړه شو پیوند پیوند شو

د ګوند ناره وه د ویښولو
نه د تړلو ، نه د وژلو
یو څو مور غوي راکې پیدا شول
د نرخ او څلي د سپکولو


پخپله هو چې څوک باوري وی
مټ او چمبه یې دا زمري وی
چې هویې نه وي لیري تري ګرزه
که «باختري» وي که «خاوري» وی


هوډونه څه دي د پښتون څلي
لوړ میثاقونه اولس منلي
یا لوړي لووړي له خولې وتلي
مشهوري شوي په کور او کلي


هوډ یو میثاق دی د اولسونو
د پشتونوالې پر ناموسونو
انسان انسان شو په خپلو ژمنو
نه په پسونو نه په اسونو


که پښتون نه واي زه به یو بل ووم
یا به جاسوس ووم یا به یو غل ووم
اوس راښکاره شوپه سیاست کې
که په هوډ نه وای زه به بدل ووم

افغان چې زخم د نام د ننګ شي
غیرت یې مړ شي هوډ یې تمام شي
هر اجنبي ته تر سپیو سپی شي
د هر پر یوتي غلام غلام شي


د پشتون څلی ، ختلي غرونه
درنې خبرې ، درانه خویونه
چې هو یې وکړه بله به نشي
څو یې په تن وي مغرور سرونه

{/slide}{slide= د پاڅون لاره}
که قوت د انقلاب د چيغو نه وای
مړه نبضونه د وطن به خوځول چا
که د وينوطوپان نه وای پاڅولی
دا په خپل غلاف کي مړه به پاڅول چا
چا به زړه نيوه په شوق دنمرود اور ته
دا زاړه بت پرستان به شرمول چا
چا به هسي سور شبخون واهه په برخو
ليکل شوی د تقدير به بدلول چا
څوک ورتلله تور ديوانوته په غېږه
د پېړيو يرغمل به خلاصول چا
چا به ږغ دبغاوت کړ په دوږخ کي
زندانونه د عذاب به نړول چا
تور اوسپين د وطن پلور او وطنپال به
بېلول، سره کول کره کول چا
دا چي ناڅي د پنجاب و تورو ډلو ته
د افغان په دښمنۍ باندي ترټل چا
دا ناولي د جنت ټېکه داران به
په پلورلو د وطن باندي نيول چا
چا سوګند ته کښېنول د خدای په کورکي
داکافر مسلمانان به لوڅول چا
چا به ميږي خلاصولې له لېوانو
د داړونکو اوربوزنو به ځپل چا
دپېړيو مسخ شوي بنيادونه
د وطن نوي ارمان ته سمول چا
د کنګل ځپلوغرونو په رګو کي
ويده شوي ارمانونه ويښول چا
چا به وړل په ډکو غېږو دلمر غشي
تور دېوان د ترږمۍ به ويشتل چا
دا له مخي فاسد شوي تور فکرونه
بې له هسي بغاوته ورکول چا
او په شونډو د پېړيو د ګونګيانو
آياتونه د پاڅون جاري کول چا
چا به لاره خلاصوله د لمر کور ته
له تل پاتي ترږميو به ایستل چا
سور قاتل او تور ملا وطن تلاقه
د انصاف پاکه تله کي تلل چا
درواغجن وطن پلورنکي مشران به
ناخبره ولسونو ته ښودل چا
او د تور او سره د وينو په غورځنګ کي
وطن پاله و وطن پلوره بېلول چا
تاړاکونه چي تېرشوي دي په شپو کي
زېږېدليو د ړنا ته به ويل چا
چا کرلي په مالوچو کي سکروټي
په سپين پوښو تورداغونه لګول چا
څوک به مست په سپېده داغ راته جومات ته
د ويده ملاپه ږيره به توکل چا
په محراب کي چا وېشل ويلي اورونه
خوبولي د افيون به مستول چا
د سحر د رګينيو په نغري به
د لمرونو غورځنګونه سیخول چا
په تيارو که د رڼاوو بری نه وای
په ناپايه هسک به ستوري ځلول چا
که تياره وای برلاس شوی په ړناوو
څراغونه به له مرګه خلاصول چا
دا غمجنه شپه به چا سبا کوله
میلیونونه سحرونه به ژغورل چا
چا به خاورو ته بخښل د ژوندون زړی
په بېديا به بارانونه اورول چا
که په سترګو د جانان کي شراب نه وای
فریادونه د مستۍ به جګول چا
چا ایستو له ساړه عقله عربدې ته
له ژوندونه ډک جامونه را کول چا
د غرڅه وو په يوه ځغلنده نظر
د مرګونو تقديرونه قبلول چا
د تيارې د قاف د پیغلو په کاکل به
د رنګه وړانګو غمي قطارول چا
که لمبه د درخو نه وای په ادم کي
مړه تارونه د رباب به غږول چا
چا به څڼي د يار زمويلې په منګولو
ځنځيرونه د جادو به ماتول چا
چا به شونډو کي کرلې سرې مچکي
بل اورونه به په ګل کي نيالول چا
چا به اور چښه د غوټيوپه پيالو کي
جل وهلی په سکروټو اوبول چا
څوک به مخامخ ورخوت د ګلو باغ ته
په ټټر به ئې برجونه ماتول چا
د انار د غوټيو په شبنم به
په غجو ښار پېريو کي لمبل چا
د پرانستو ګرېوانو نو په سپېدو به
د لېوال نظر ګلونو کېنول چا
د بندي حورو د څڼو په څپو به
سپين مرسل د آزادۍ به کتارول چا
چا ایستلی سرې مچۍ د ګلو ټول ته
په ګبین به دژوند لوښي ډکول چا
که دسولو تنده نه وای په انسان کي
تر اېرو لاندي اورونه به لټول چا
دا د نوي هوډ غښتلي شاعران به
هنګامې د آزادۍ ته هڅول چا
که د پيښو د زمان معجزه نه وای
د «ننګيال» غوندي زمن به زېږول چا
د «باقي بريال» د سترګو په تياره به
د ایمان زرین لمرونه خورول چا
که د دغو شاعرانو چيغي نه وای
د تاريخ ساړه رغلی به سړول چا
د وطن د اتلانو داستانونه
نوي نسل د سبا ته رسول چا
د پښتون د غلام ذهن په تياره به
څراغونه د ړناوو بلول چا
چا اوبدل په برګ افق کي د لمر غشي
په ښکلا به ماښامونه لمبول چا
دا آزاد غرونه، ځنګلونه او درې به
د رنګين شعر په لمر کي ډوبول چا
دتودې ميني د اوښکو په باران به
د وطن تږي ځوځان به اوبه کول چا
که د شعر جرس مړ وای په وطن کي
قربان سوي د مېړانوبه ویاړل چا
چا به ستایل د توپان ترې تم شوي
دا نوم ورکي سربازان به يادول چا
که لايق په خپلو خلګو مين نه وای
دا په ينو سره شعرونه به لیکل چا
د ځوانۍ د هوسو تاوده کلونه
هنګامې د آزادۍ ته و قفول چا

 

سلیمان لایق المان ـ ۱۹۹۷


{/slide}{slide=په بامیان کې د بودا برخلیک}

ملا ته آسمان ښکاري، د جمات د خونې بام
سپوږمۍ ورته ښکاریږي، د نوبت د کُرتو جام


په بامیان کې د بودابرخلیک

ملا ته آسمان ښکاري، د جمات د خونې بام
سپوږمۍ ورته ښکاریږي، د نوبت د کُرتو جام
اسلام د تورو کرکو او وژلو یو مرام
قران یو ه چاړه، د بی بنیاده انتقام
الله د ږیرورو قاتلانو یو امام
ملا ته آسمان ښکاري د جمات د خونې بام

*****

ملا ته دنیا ښکاري د غوايي پر ښکر ولاړه
تاریخ ببره ږیره د عرب د سر رتاړه
ولس یوه رمه، او امارت د مستو ګاړه
د تورې لمن نیسه خلاشوه ورڅخه غاړه
دوه غبرګ تیغونه واخله، چلوه ورباندې دواړه
ملا ته دنیا ښکاري د غوايي پر ښکر ولاړه

*****

کابل چړي خانه شوه د عربو د ناتار
وطن یو منډحي شو د پردیو د بازار
لرغونې بامیان وران شو د پنجاب په افتخار
معصوم بودا شهید شو په چاړه د استکبار
فیصل زموږ امام شو، اسامه زموږه پلار
کابل چړي خانه شوه د عربو د ناتار

*****

طالب په آی. اس. آی. باندې ټیکه شو د وجدان
په تور پنجاب یې خرڅ کړ، غیرتي افغانستان
کلداره د دین برخه شوه، ډالر سوچه ایمان
خلیج د خدای جنّت شو، او شیخان پیغمبران
کابل اسلام آباد شو، افغان خاوره پاکستان
طالب په آی. اس. آی. باندې ټیکه شو د وجدان

سر چینه : د سمسور ویب پانه نه په مننه
{/slide}


{slide= بې وفا جانان ت}زخم ناسور نه جوړېږې خلکه
زړه مې مېېن شو نه صبرېږې خلکه
ما وته (ورته) لاس هم د ورورۍ او د دوستۍ ورکړې
اشنا په ډډه ډډه ګورې نه رادرومې خلکه
مخلوقه وګورۍ د ېار دوستۍ ته
چې ورنېږدې شم په سېخونو بېا داغل کړې خلکه
دا دوستانې که ټولې همدغسې وې
بېا سراسر ټوله خطا ده خلکه
ددوستانې ېو نصېحت کومه
په سپېن لباس او په ښکلا ېې مه غولېږۍ خلکه
دا بې وفاېې خو د کم اصلو کار دې
څومره اشنا چې ناشنا کېږې خلکه
دجلالې دغه وېنا ده ورونو
که ېې منۍ ، بېا ېې واورۍ خلکه

سېد نسېم شاه (جلالې)
2003-6-15

{/slide}{slide= بې وفا جانان ته}

زخم ناسور نه جوړېږې خلکه
زړه مې مېېن شو نه صبرېږې خلکه
ما وته (ورته) لاس هم د ورورۍ او د دوستۍ ورکړې
اشنا په ډډه ډډه ګورې نه رادرومې خلکه
مخلوقه وګورۍ د ېار دوستۍ ته
چې ورنېږدې شم په سېخونو بېا داغل کړې خلکه
دا دوستانې که ټولې همدغسې وې
بېا سراسر ټوله خطا ده خلکه
ددوستانې ېو نصېحت کومه
په سپېن لباس او په ښکلا ېې مه غولېږۍ خلکه
دا بې وفاېې خو د کم اصلو کار دې
څومره اشنا چې ناشنا کېږې خلکه
دجلالې دغه وېنا ده ورونو
که ېې منۍ ، بېا ېې واورۍ خلکه

{/slide}{slide= د دنېا ښکلو ښکلې}

د دنېا د ښکلو ښکلې،ښکلې ښکلې دې
ېا ما ته ښکلې ښکارې ېا بشر واقعې ښکلې دې
ورته وګورۍ عالمه ښه په غور ورته وګورۍ
ېا خو زما دلبر ډېر ښکلې دې ېا مې خوشې زړه باېللې دې
که هر څنګه درته ښکارې خو بېا ما په زړه منلې دې
ځکه چې ګلاب جمله ګلانو کې ښاغلې دې
او د ښکلو په دنېا کې نو زما جانان ډېر ښکلې دې
شازاده دې شازادګانو کې وتلې دې
او حسن ېې لا څه کې (کړې) اخلاقو کې بر تللې دې
خو ځکه سترګه ورو ، سترګو سترګو اخستلې دې
بس کړه( جلالې ) د صفتونو نه وتلې دې
د دنېا د ښکلو ښکلې،ښکلې ښکلې دې

{/slide}{slide=دزړه مېنه}

زړه چې مېېن شې ېو ځل
بیا جوړ سمندر شې ېو ځل
که نصېحتونه وته (ورته) وکړې تر تل
منلې نه شې ېو ځل
دا رقېبان وته دامونه ګدې تل
مګر ډار نه کوې ورخېژې ېو ځل
جلالې څومره لېونۍ ده
بس کړه قرار شه نور دې مه خوره ګوګل

{/slide}{slide= وطن تهوطن مو وران شو په بمونو باندې}
دا ګاونډېان مو خوشالې کوې
زمونږ وېده افغانان نه پوهېږې
چې نړېوال ورباندې څه کوې
په کلې،کور،چم او ګانډ کې مو بغارې خېژې
خلک تېرېږې راتېرېږې پام ورته نه کوې
افغانستان خو د بازانو او زمرېانو کور ؤ
نن ګېدړان او ټپوسان ترېنه ډار نه کوې
اې د افغان خاورې کړې ازار درته چا
بچېان دې ټول تباه شو رحم څوک نه کوې
وطنه خلاص له دې عزابه شې تل
جلالې دغه دعا به همېشه کوې

{/slide}{slide= پېغور}

اوس که په لار د سره نه ځمه اشنا خلک پېغور راکوې
په ېو ځل نه په سل ځلو ېې راکوې
تا جوړ خبره کړه پېغور ته
خلک راګورې زمونږ لور ته
پوکې وهې اوس دغه اور ته
دؤ ېارانو منځ کې درز ما ته سخت زور راکوې
اوس که په لار د سره نه ځمه اشنا خلک پېغور راکوې

په ېارۍ تا وکړې فساتې
هر ساتې غواړې ننواتې
راوستم تا رقېب ته پاتې
ستا کارنامې په خوږ زړګې مالګېن ټکور راکوې
اوس که په لار د سره نه ځمه اشنا خلک پېغور راکوې

دنېمې لارې ېارانه مه کوه
ښکاره کارو کې بهانه مه کوه
د بدو خلکو خېزمانه مه کوه
دا نادانې دې تېندکونه لور په لور راکوې
اوس که په لار د سره نه ځمه اشنا خلک پېغور راکوې

مېنه مې ټوله وه په تا درغلې
دزړه له کومې په رښتېا درغلې
هېڅکله نه وه په خطا درغلې
جلالې واې لوې ګناه د محبت ده رانه شوې ځکه عذاب راته نور نور راکوې
اوس که په لار د سره نه ځمه اشنا خلک پېغور راکوې

سېد نسېم شاه (جلالې)
2007-3-29

{/slide}{slide=داړه ماران}

په افغانستان رامسلت داړه ماران دې خداېه خېر
ترې چاپېره لوټ ماران دې خداېه خېر
++++++++++++++++++++++
چا مو ځنګل چا مو اثار تالا کړل
څوک په ګولېو ورول کړې خداېه خېر
پردې خو څه کوې داخل کې ګوره
ورور د ورور مرګ پسې روان دې خداېه خېر
په هر څه ېې خېټه اچولې وروڼو
دمېم زرما ټوله زما خبره عام ده خداېه خېر
په افغانستان رامسلت داړه ماران دې خداېه خېر
ترې چاپېره لوټ ماران دې خداېه خېر
++++++++++++++++++++++
چا دښمنۍ چا په دوستۍ کې مړه کړو
څوک بې طرفه نندارې کړې خداېه خېر
څوک په بمونو کې شلېن،ګوډېن شول،چا په جېلونو کې عصاب خراب کړل
دا دې عذاب که امتحان دې خداېه خېر
ډېر بې سواده وزارت کې په چوکېو ناست دې
ډېرو ډګرېنې په اور وسوې خداېه خېر
په افغانستان رامسلت داړه ماران دې خداېه خېر
ترې چاپېره لوټ ماران دې خداېه خېر
++++++++++++++++++++++

ېوې ناخوالې پسې بله سمدستې ېادېږې
جلالې کوکې کړه نارې کړه خداېه خېر
په افغانستان رامسلت داړه ماران دې خداېه خېر
ترې چاپېره لوټ ماران دې خداېه خېر

سېد نسېم شاه

(جلالې){/slide}{slide=د زړه وېنې}

کوکې مې خېژې له ګوګله څخه
او وېنې مې څاڅې له ټټره څخه
راباندې څه شوې بلا ده خلکو
او دم مې ختلې له بدنه څخه
ېار ته مې وکتل ګناه مې وکړه
او ډېر په غصه شو تېښته ېې وکړه له محفله څخه
او وېنې مې څاڅې له ټټره څخه
خبر پرې نه وم د رقېبانو کار وو
د محبت د دشمنانو کار وو
غمازې کړې غمازانو ورونو
او ېار ېې جدا کړو له خوبانو ورونو
امېن پرې واې په دعا مې ورونو
چې خالې دنېا د واړه غمازګره څخه
او وېنې مې څاڅې له ټټره څخه
قاصد ورلېږم د رښتېا لپاره
ښکلې بشر سره د سلا لپاره
چې شې جدا له بې پدره څخه
کوکې مې خېژې له ګوګله څخه
او وېنې مې څاڅې له ټټره څخه
دجلالې سره جفا شوېده
په مشوره او په سلا شوېده
ځکه اواز ېې نن راخېژې له دهنه څخه
او وېنې مې څاڅې له ټټره څخه

{/slide}{slide= سپېن کبرجن دې}

قدر د تورو تورو وکړﺉ چې دا سپېن ارزان شې
رحم په تورو باندې وکړﺉ چې دا سپېن پرېمان شې

دا ددې تورو خلکو آه دې چې دا سپېن مو ولې
ټول رقېبان راپسې خاندې چې دا سپېن مو ځغلې
دغه د هر ېوه انجام دې چې مو سپېن نازلې
مېنه د تورو به کومه چې دا سپېن ارمان شې
ځان سره سم بې (به ېې) ګرځومه چې دا سپېن سوزان شې

چې مې په قدر قاېل نشې نور ېې قدر نه کړم
چې په مېدان راغاړه نشې نور ېې صبر نه کړم
مل چې په لار راسره نشې ېاد بې (به ېې) تر قبر نه کړم
دا مې ارمان دې چې جانان خپله ارمان ارمان شې
رحم په تورو باندې وکړﺉ چې دا سپېن پرېمان شې

دا دبدبه ده د هر چا تېرېږې
د نورو تلې ده هم ستا تېرېږې
د جلالې اوښکې دې توي کړې سبا ستا توېېږې
خوب مې لېدلې دې رقېبه په لاس ستا چې ېې رېښې ګرېوان شې
جان به مې نه شې بېا هر څو که مې جانان جانان شې
قدر د تورو تورو وکړﺉ چې دا سپېن ارزان شې

سېد نسېم شاه (جلالې)
12-Mar-2007

{/slide}{slide= بی وفاستا بې وفا کړم لېونې جانانه}
په ناز نخرو دې سپلنې جانانه
+++++++++++++++
ته به تر کومه دا کبرونه کوې
په مونږه خوارو دا ظلمونه کوې
په عاشقانو ستمونه کوې
ستا سره نه ښاې چې ګرځې بې پروا جانانه
لږ شه رحېم کړه اعتنا جانانه
++++++++++++++++++++++

ښکلا ستا توره او همت خو نه ده
ورکړه درب ده د بل کس خو نه ده
څله دوکه شوې دټول وخت خو نه ده
تا ته مې سوال دې دلکشا جانانه
ستا بې وفا کړم لېونې جانانه
++++++++++++++++++
جانان په خپله بې وفا دې ګېله چا نه وکړم
چې مې په خپله ژړوې،ژړا چا نه وکړم
او هم مې په خپله زوروې اوف اوف له چا نه وکړم
کړم دې ېواځې لېونې سر په سحرا جانانه
په ناز نخرو دې سپلنې جانانه
+++++++++++++++++++++++++
په لار دښکلو نه اغزې ګدم،نه په کاڼو باندې ولم ښکلې
لارېې کړه چپه څه په ترڅ را نه تېرېږې ښکلې
تل به ېې د زړه په کور ساتم که مې بېلېږې ښکلې
جلالې نه کړې اعتبارونه نور په چا جانانه
ستا بې وفا کړم لېونې جانانه
په ناز نخرو دې سپلنې جانانه

سېد نسېم شاه (جلالې)

{/slide}{slide= نو روز}

نو روزه مل راشه ګلونو سره
د سولې امن پېغامونو سره

روز نو روز راته د نوې کال خبر راکوې
زېرې د ښو بدو هېواد کې لرو بر راکوې
مونږه ترې تل تمه دښو کړې د بدو توبه
خالق ته پورته کړۍ لاسونه شې کاږه مو سېده

نو روزه تا کې به څنک وخاندو وطن مو ژاړې
د پاره شوو هېوادوالو پېوستون مو غواړې
څه تعداد خلک راپسې دې چې ورکون مو غواړې
راته پراته درنداګان دې چې ګلون مو داړې

نو روزه مه راځه دداسې پېغامونو سره
سپرلی دې نه خوښوم دداسې خزانونو سره
مخامخ نه کړې مونږ دداسې کړاونو سره

سږ کالې مه راوړه خفګان کلې ته
ښه زېرې غواړو درنه وران کلې ته
راوړه غازې په شانې ځوان کلې ته

جلالې څه کوو په داسې نو روز
ارام مو نشته په چوپړۍ کې د زوز
نشته خواخوږې نه لرو کوم دلسوز

نو روزه راشه سپېن سارونو سره
د سولې امن پغامونو سره

سېد نسېم شاه (جلالې)
2007-3-19

صلحه

ورکول

غازې امان الله خان

ېو رقم نبات دې اکثره کوچان ترې جوپړۍ جوړوې
سحر

{/slide}{slide= د افغانستان ګاونډېان}

د پلار مېراث مې ګاونډېان رانه په زور اخلې
زما د ملک هدېرې سوځې خلکه اور اخلې

لږ غېرت وکړۍ افغانانو
په دې ګلشن د ابدالېانو
هم په مسکن دارېاېانو
په شته زلمو کېم مهاجرې پېغلې نور اخلې
د پلار مېراث مې ګاونډېان رانه په زور اخلې

اوسېده دلته ابدالې
خاورو ته تلې دې غازې
هم وه ملاله مېوندې
ګېدړان پاڅېد د زمرېانو جنګ په زور اخلې
زما د ملک هدېرې سوځې خلکه اور اخلې

ما په رفېق وکه اتبار
هغه ګوزار وکه د مار
وه په کمېن کې د خپل پلار
د وطن سپېن مو په بدل رانه د تور اخلې
د پلار مېراث مې ګاونډېان رانه په زور اخلې

سمېږې نه دا بې پرتوګ
ما ته وې هر ځاې کې برګ بروګ
غواړې څپېړه د زړه خوګ
رقېبان واړه ؛جلالې؛ د وطن خاوره لور په لور اخلې
د پلار مېراث مې ګاونډېان رانه په زور اخلې
زما د ملک هدېرې سوځې خلکه اور اخلې

سېد نسېم شاه (جلالې)
07-5-5

{/slide}{slide=خاطرې}

ستا د ېادونو خاطرې غږوم
قراره شپه کې هنګامې غږوم
سم د غمونو سلسلې غږوم
زه ېې اخته په دې سودا کړمه
په چم دښکلو کې ګدا کړمه

ورپسې ګرځم چم په چم
ګرانه دا ښکلی لټوم
سېند د کنړ ترې ډکوم
زه ېې په ټول عالم رسواکړمه
همدوې دلاسه اوس ژړا کړمه

په ېارانه کې دې رسوا شومه
د ټولو خلکو د خندا شومه
جمله سېالانو نه جدا شومه
جلالې اوس دعوا په چا کړمه
په چم دښکلو کې ګدا کړمه

سېد نسېم شاه (جلالې) 07-7-7

{/slide}{slide= داړه ماران}

افغانستان کې مسلت داړه ماران دې خداېه خېر
ترې چاپېره لوټ ماران دې خداېه خېر
چا مو ځنګل چا مو اثار تالا کړل
چا اره کړې مو ټانګان دې خداېه خېر
په هر څه ېې خېټه اچولې وروڼو
څومره غټ خېټې ښاماران دې خداېه خېر
چا دښمنۍ چا په دوستۍ کې مړه کړو
ورور د ورور مرګ پسې روان دې خداېه خېر
څوک په بمونو کې شلېن ، ګوډېن شول
څوک په جېلو کې بندېوان دې خداېه خېر
ډېر بې سوادو ته قدرت ورغلې
دا ېې په زړونو کې ارمان دې خداېه خېر
ېوې ناخوالې پسې بله سمدستې ېادېږې
جلالې خاوره کې عذاب که امتحان دې خداېه خېر

سېد نسېم شاه

(جلالې){/slide}{slide= انتظار}

ما درته څومره انتظار وکه
ګرانه اشنا اخر خو تا رانه انکار وکه

اول جانان وې اوس جنجال ولې شوې
سم نېغ روان وې ټکه چال ولې شوې
چې وو رقېب خور کړې په ګېر د جال ولې شوې
زما نه ترخ کې په رقېب دې افتخار وکه
ما درته څومره انتظار وکه
ګرانه اشنا اخر خو تا رانه انکار وکه
+++++++++++++++++++++
پوې په دې نه شومه رقېبه چې جانان دې خپل که
څومره ارزانه په اسان دې ښکل که
د منترونو په رېسمان دې ول که
سراسر غرق دې چې په تا ېې اتبار (اعتبار) وکه
ما درته څومره انتظار وکه
ګرانه اشنا اخر خو تا رانه انکار وکه
++++++++++++++++++++
رقېب جدا کړې په چل ول باندې
پوره ېې ګېر کړې خپل منتر لاندې
سبا به ‌ژاړې هر محفل باندې
په مستقبل دې جانان نشته په ماضې دې څه خام کار وکه
ما درته څومره انتظار وکه
ګرانه اشنا اخر خو تا رانه انکار وکه
++++++++++++++++++++
جلالې نشته دې اتبار په چا کې
نشته صادقه شانې ېار دنېا کې
دغه نېازبېن مې شو بې لار رېښتېا کې
دغه سپېن سترګې خو ښکاره زما د مېنې نه انکار وکه
ما درته څومره انتظار وکه
ګرانه اشنا اخر خو تا رانه انکار وکه

سېد نسېم شاه (جلالې) 2007-3-16


ول مانا تړل، غوټه کول

۱. ول مانا تړل، غوټه کول

{/slide}

زیاتې مقالې …