{slide= ماتم !}
بيایې به وينوسورکړم په اورکشېناستم
دخپل عزيزپه غم کې په ګور کشيناستم
دوشمن بيازماپه زړه کې ميخ را چوخ کړ
افسوس فريادفريادپه هرلورکشيناستم
پلارشهيدورورشهيدهم يې زوی شهيد
څيرې ګريوان په ميرات کور کشيناستم
ياسين (امانت)
۷\۱۱\۲۰۰۷
جرمني{/slide}
ناڅرګند شاعر
{slide= لاره} اکتور یم لوباومه یو کردار دا انسانیت
راوان یم په دستور او نهء په لار د انسانیت
په فعل د انسانیت باندې اکثر یم خجل شوې
ډیر کم راپیرزو شوې افتخار د انسانیت
دا غله ء سزا زما شوا او ستا پړې زما غاړه
که او نهء کړم ټپه په یکه زار د انسانیت
رندانو ته زهء نهء وایمه ښه وي به خراب
خو وایه شیخه ستا دې کوم یو کار دانسانیت
شاعر او دنشور او فلاسفرې بوله هله
طاهر ا چې پوره شي په معیار د انسانیت
۲۳/۱۱/۲۰۰۶ {/slide}
ولوله ( لالهاند )
{slide= غزل}
بـيګا لـكـه چـې سـترگـې جـنـگـول دې زده كـول
د مـيـنـې پـه زانـگـو كـې زنـگـيـدل دې زده كـول
سهار نـه تـر ماښام دې نـن بـل كار لكه چې نه وْ
زمــا پــه مــــــيـن زړه راوريـــدل دې زده كـول
ايـله بيله چې ته د ځان بايـلـلو ته تيار شوې
زړگـيـه ! لـه سـيـنـې نـه الـوتـل دې زده كــول
ريښتيا ووايه څنګه په ما خوار دې مينه راغله؟
كـه هـسـې د سـاده زړه غـولـول دې زده كـول
ژړا ســره بـلـد د ولولې زهـــــيـر زړگـــــــيه !
د چـا لـه تـنـكـو شـونـډو خـنـدېدل دې زده كـول
{/slide}
ډاکټر تورپيکۍ الم
{slide= ښځه} ربه زه خو هم انسان يم
هم ادم زما ابا دى
او حوا مې ده ادکه
ولې دې لويه دنيا کې
ځاى مې نشته دى په ځمکه
د پايښت د راز کيسه يم
د ژوندن دبڼ حصه يم
سراسر خوند او مزه يم
د خوښيو پرښته يم
ولې دې لويه دنيا کې
ځاى مې نشته دى په ځمکه
ربه زه خو هم انسان يم
دا با کور کې سوالګره
د ميړه کور کې نوکره
يم له کور بهر تورسره
تل د خپل هويت ټولګره
اوس نو سوچ ښه په دې وکړه
څومره يم زه بې ضرره
ولې دې لويه دنيا کې
ځاى مې نشته دى په ځمکه
ربه زه خو هم انسان يم
بشريت کتار کې مور يم
د پښتون د کاله خور يم
کور کټوى ته برغول يم
يو کالبد د تش انځوريم
تړل شوى په دستور يم
ولې دې لويه دنيا کې
ځاى مې نشته دى په ځمکه
ربه زه خو هم انسان يم
که ګناه زما د ورور وي
جرګه ناسته زمونږ په کور وي
فيصله په بد دستور وي
زما عمر سور تنور وي
چې مې خواښې او خسر وي
يامې بنه او لېور وي
ولې دې لويه دنيا کې
ځاى مې نشته دى په ځمکه
ربه زه خو هم انسان يم
د ناموس په نوم ياديږم
خو حيوان په دود خرڅيږم
انسانيت نه بهر کېږم
بې ګناه تل رټل کيږم
په تبى درول کيږم
د ناخوالو سمندر کې
ښه پوهيږم چې ډوبيږم
ولې دې لويه دنياکې
ځاى مې نشته دى په ځمکه
ربه زه خو هم انسان يم
د شاعر غزل مصرع يم
د پتنګ د عشق شغله يم
د پښتون د سر شمله يم
ډوبه لا په خپل خوله يم
ربه زه خو هم انسان يم
هم ادم زما ابا دى
هم حوا مې ده ادکه
ولې دې لويه دنيا کې
ځاى زما نشته دى په ځمکه
روهي ادبي او علمي ټولنه
کابل
www.srohi.com