درفقدان جوانمردی جوانمرگشیر محمد ناجی
{slide=وېره}
د دروغواو ریاود تود ډگره له رشتیا وېریږم
لکه مارچیچلیی له آسمان و ریسمان وېریږم
یو له بی قولویارانو، بل له نیمه لارو خلکوخو زه دبی پتو چاپلوسولاس بوسان وېریږم
څوک د ژوندانه له کړنگو اوگړنگوڅخهزه وس دنازولود نازو کرشموو درشن وېریږم
وس دومره می ویلی دحق اوباطل داستانهان په خوب کی دپردیو د تیری پر افغان وېریږم
په لاره ځم له ډ اره ووېره سره په احتیاطځکه دنامردو اوتهمت گرو بی وجدان وېریږم
ځان می ګوت ته کړی له رنگ او رنگبازانودشه یادونو په خیال دبی پاسو نامردان وېریږم
اورم هر څه په غوگو، وینم هر څه په سترگوزه دسر كوزوچاپلوسو و حراميان و ېریږم
سترگی می لالاهانی دی دیو انسان په لتهزه د بی فرهنگه حیوان صفته انسا ن وېریږم
َ {/slide}{slide=کډه}
د ترینکوټ له شنو کوترو مې پوښتنه ؤکړه
ولې زمونږ له څنګه کډه کوئ ؟
یوې کوترې په ځواب کې راته داسې ویل
څله مې پوښتې – دا دڅه لپاره
د زړه په ټپ مې - د تڼکارو - تروې مالګې شندې
مګر په سترګو نا بینا يې او لیدلای نشې
دغه د ګلو سیمه
چې ترینکوټ نومیږي
په لوی ناورین واوښتهمګر لیدلای نشې
د ښکاري ماما په وینو آ ککړ لاسونه
چې یې کوترې ویشتې
چې يې د غشو ګذارونه کول
او د کوترو ځالې
د چنارونو د ښکلا له څانګو ولویدې
او پو پنا شوېمګر غوږونه دې کاڼه دي،اوریدلای نشې
د هغو خوارو توتکیو او کوترو چیغې
«چي يې کورونه ړنګ دي)»
«چې یې جامې نشته ډوډۍ نه لري»
«چې یې لاسونه غبرګې پښې ماتې دي»
«چې یې پلرونه ورک دي»
«چې یې مورګانې مړې دي»د زړه په ټپ مې مالګې مه دوړوه
پریږده چې ؤژاړم، فریا د اوچت کړم
ګوندې خوسا مغزونه
چې د اسلام او د جهاد په نامه خلک وژني
د پاک قران د حقیقت په مانا ؤ پوهیږي
د خپل هیواد او خپل ولس پر ضد جګړې بندې کړيَ {/slide}{slide=دطبیعت کالیزه}
دپسرلی نوی باده راچلیږه چی عنبرنشته
چی په لاس کی غیرله شرره ساغر نشته
پام کوۍ چی دا شیبی ورنکړۍ له لاسه
ځکه پوهیږم ،صبا صدف کی گوهر نشته
راواړه وې جامونه د میو په گلزار کی
ځکه دا د گلونو ولولی تر بل سحر نشته
له سره و لیکه که زما هم سبق ئی آشنا
چی د پاکی مینی جنون په دی دفتر نشته
د زلال اوبه را په برخه کړی ای آسمانه
په دی چی له هغی اوبوسره درد سر نشته
دا طراوت ، دا عطرونه ، دا شور ما شور
دا د بهارانوالهام دی له هغی نه غیر، نشته
دک جامو سره ولمانځی دا د طبیعت کالیزه
چی نوروز په تیریدو دی صباخواختر نشته
هره خوا کی راسپړیدلی د گلانود نازغوټی
هریو خپله درته وائی له مانه ضرر نشته
هی خلکو دی راوړی له ځانه سره دا پیام
د گولیو سفیرونه بس کړۍ په کی ثمر نشته
دپسرلی دخوش آواز مرغانوشپیلیو په شان
دمومن هیله هم ښادی ده ، په کی ابترنشته
َ {/slide}{slide= کاشکی} کاشکی مدام ماشوم او په خپل سروې
کاشکی همداسی لیونۍ وهم سکر وې
کاشکی پرکونډو رنډ وهم کله اختروې
کاشکی لکه نوروز بی غشه داور وې
کاشکی داسی مینه ا ومحبت مقرر وې
کاشکی هرڅه دزړه له زیرا و بر وې
کاشکی ولانتاین په شان پتره گر وې
کاشکی دابلیس اومنافق پرسر وزر وې
کاشکی دا آسمان هسی ړوند او کر وې
کاشکی یا ورپکی څه عد ل او ثمر وې
کاشکی د ژوند ناخوالی یوځه کمتر وې
کاشکی دا ژوند صفا لکه شیروشکروې
کاشکی پسرلی غوندی یوآرایش گروې
کاشکی د هر چا لپاره مل او سنگر وې{/slide}{slide= ای مورې}
بیا راته وگوره
کتل په پراختیا دابحارو
د باران په سپیڅلتوب
دلمر په انصاف
اودسیند په سخاوت
په ځیر ځیر کتوکی ئی مسکا ځلیده
دیوی هیلۍ په طمع
یوه هیله ...
چی زه وژاړم اوهغه اوښکې می
په خپل کمیس پاکی کړې
ماته غږ وکړه اې مورې
چی ستا سحرجن غږ
ما د وهم خیال دنیاته راکاږی
بیا راته ؤ وایه
«للو للو لکه باز دسر دارو»
هغه ټوله مینه اومحبت
او هغه دژوند ترانۍ
هغه تودی مورنۍ کؤګۍ د
ماته سوغات کړه
ای مورې ، ای روح و تنې
صبا می ستا په دعاگانو کی پرته ده
زه ستا منت گذار یم
چی ماته د «افراسیاب »ا وایمل خان
قصې دی کولې
دعا دی کوله
اوزه دی په غیږکی نیولم
دا ټول به څنگه زه ادا کړم؟
که څوګ له ما ستا پته ؤپوښتی
زه می زړه ورته را با سم
اوغیر له دی بل څه نلرم
ای له هر څه نه لوړې
ای مقدسی موجودی
ای سپین سری موری
ته زه ما قبله اوته زما کعبه ئیاپلدورن- 01-05-2008
{/slide}
{slide=یادتودر خاطره ها ی یاران باقیست وبر زبانها جاریست }
به یاد هوا باز وطن جنرال عتیق اله خان حساس(متولد7017.1960 چاه آب وفات 14.10 . 2006 اپلدورن)، به یاد کسیکه آسمان سینه اش را نا بهنگام و بیرحمانه از تپیدن باز داشت ، ودیگر مجال خوش مشربی را ازش گرفت، به یاد کسیکه پیوسته تبسم بر لب داشت، به یاد کسیکه از حسادت نفرت داشت و تحمل سخن چینی و شکر رنجیها را نداشت وهر جای خاطرآزرده بود به دل جوئی آن شتافت او زیبائئ های زنده گی وطبیعت را به خوبی درک میکرد ولی افسوس . . .
ستا یادونه زنده بادای د یارانو یاره خاطری دی زنده باد
ای ځوان ځوانمرگه ستا یادونه زنده باد
ای نیکمرغه ، خوش مشربه خوش گفتاره
چی لایق ددی صفات اوکرکتر وی زنده بادای آسمانه ته زموگ آشنا ته زیری ورکړه
چی په هر خوا کی ستا قصی دی زنده بادځوانمرگه ته ولاری او ځان دی راحت کر
خو موگ راتول شوی ستا یادونه زنده بادته ولاری اوپه شار دی جورکومشام دکربلا
ستا د پاکی مینی دغه بوستان دی زنده بادتا به ویل ای همقطارانو کله کله می یاد کری
خوته د هیرو دونه ئی دغه احساس زنده بادای د یارانو په زړونه کی بی باکه سلطانه
دغه سلطانی دی په ټول زړونو زنده بادچه وداع دی وکړه له فتنه اوتملق دنیاگی نه
دغه هوسائی بی غمی اوروح دی زنده بادمست ساقی نن عجیبه غوندی سرکش دی
په خمارسترگولگیادی بی آلایشی دی زنده بادهغه شور،هغه مستی اودیارانو چرخ و سماع
هغه په زړونه کی تل پاتی صفا دی زنده بادیارانو راځی چی دزلال جامونه کړو سره پورته
عتیق یادوو دمجلسونو زیب وزینتی ئی زنده باداپلدورن 5-اکتبر2007 {/slide}
پوهنيار بشير مومن
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode