ملګرو ملتونو د پاکستان هغه غوښتنه رد کړه چې د هند د سینما وتلې ستورې پرینکا چوپړا دې د یونیسف د خیر ښېګڼې لپاره د ښه نیت له سفیرانو و ایستل شي

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې سلګونه پاکستانیانو د دې هېواد د بشري حقونو د وزیرې شیرین مزاري په ګډون له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې د سولې لپاره د یونېسف د خیر ښیګڼې د سفیر په توګه پرینکا چوپړا لېرې شي

 

د ۲۰۱۸ جولای میاشت کې درېیو تنکیو خویندو مسکو کې خپل ویده پلار په چړو ټپي او وهلو سره د مرګ تر کومې ورساوه

څېړنو په ډاګه کړه چې د نجونو پلار له څو کلونو راهیسې خپلې لوڼې په فزیکي ډول په یوه او بله پلمه ځورولې دي

 
لکسي هر کال ۹ هېوادونو ته سفر کړی دی.
۲۱ کلنه لکسي الفورډ د نړۍ ۱۹۶ هېوادو ته په سفر تللې او تر ټولو پیغلې په توګه یې د نړیوالو ریکارډونو ثبتوونکي کتاب 'ګینیس' کې خپل نوم ثبت کړی دی.
دا په دې معنی چې هغې هر کال ۹ هېوادونو ته سفر کړی دی

ملایکه اروړه خان له ارباز خان تر طلاق اخیستلو ډېر وخت وروسته دا وايي، چې ولې یې دا کار وکړ.

هغه له خپلې ملګرې کرینه کپور خان سره چېټ شو کې وویل، د طلاق اخیستو لویه وجه دا وه چې ارباز او دا سره یو ځای و، خو له یو بل خوشال نه و.

هغې دا هم وویل، چې له طلاق مخکې یې د دې پرېکړې ښه او بد اړخونه وسنجول

هغه هندۍ ممثله چې یوه فلمي صحنه کې د سترګک له کبله ډېره مشهوره شوه، یو ځل بیا له ناندریو سره مخامخ ده. پروسږ کال د ملیالي ژبې یوه فلم سندریزه صحنه کې د پریا پرکاش سترګک پر خواله رسنیو ډېر ریکارډونه مات کړل، خو بې شمېره ناندرۍ یې هم راپورته کړې

د نوي کال له راتګ سره اکثر خلک د راتلونکي پلانونو خبرې کوي، خو بالیووډ ممثله ایشوریه رای د ماضي خواږه یادونه له نورو سره شریک کړي.

له ایک نومې مجلې سره مرکه کې ایشوریه رای د ۲۰۰۷ کال هغه شېبې یادوي چې مېړه یې ابهیشک بچن لومړی ځل ورته ویلي و، پرې مین دی.

ایشوریه وايي، د 'ګرو ' فلم نندارې ته وړاندې کېدو او له هغه مخکې د نیویارک یوه هوټل په بلۍ کې ولاړه وه چې ابهیشک په ګونډو ټیټ شو، د واده ګوتمۍ یې ورته ونیوه او د واده کولو غوښتنه یې ترې وکړ

د بالي ووډ یوې اداکارې راکي ساونت په یوې بلې اداکارې تنوشري دت د جنسي تیري تور لگولی دی.

د هند یوې اداکارې راکي ساونت د اکتوبر په ٢٥ یوې خبري غونډې ته په وینا کې په یوې بلې مشهورې اداکارې تنوشري دت تور لگولی دی چې څو ځله یې په هغې جنسي تیري کړیدي.

راکي ساونت خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې دت یې پخوا ملگري وه او یو ځاې به یې وخت تیروه "زه نادانه ووم، ماته یې نشه راکړه. یواځې سړي جنسي تیري نه کوي، ښځې هم دا کار کوي. هغه همجنسبازه ده

زیاتې مقالې …