د پښتو ژبې لومړنی فلم اتیا کاله مخکې بمبی ښار کې جوړ شوی و
پښتو په نړۍ کې ۳۱مه تر ټولو ډېره کارېدونکې ژبه ده او یوازې د پاکستان نږدې ۱۵سلنه وګړي په دې ژبه خبرې کوي. پاکستان کې له اردو او پنجابۍ وروسته تر ټولو ډېر فلمونه هم په پښتو ژبه جوړېږي، او تر دې دمه په دې ژبه کې کابو ۸۰۰ فلمونه جوړ شوي دي. خو ایا خبر یاست چې د پښتو ژبې تر ټولو لومړی فلم په پېښور، کراچۍ یا کابل کې نه، بلکې د بالیووډ په زړه، یعنی بمبی ښار کې جوړ شوی و