کله چې د ایران پاچا او ملکې اول ځل سره ولیدل

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

ایران کې د انقلاب بریالیتوب سره ټاکلې وه چې د شاه نوم ورک شي، ان د ده سکې ماتې شوې او د ځایونو نومونه بدل شول.

د کرمانشاه ولایت نوم هم تر یوې مودې باختران شو، خو ایران کې د انقلاب له ۴۰ کلونو پوره کېدو سره هم د زمان شاه نوم شته او له اوسنیو چارواکو سره یې واکمني پرتله کېږي

.

فرح پهلوي د ۲۰ کلونو لپاره د همدې پاچا محمد رضا پهلوي مېرمن وه. له څلوېښتو کلونو راهیسې د هغه پېر د کیسو لومړنۍ سرچینه ده چې د ایران کورنیو رسنیو کې له پامه غورځول شوې دي.

ملکه فرح ښايي د محمد رضا شاه پهلوي د خصوصي او سیاسي ژوند په لور یوازنۍ ورسۍ وي. د بي بي سي خبریال علي همداني د هغې له څو وروستیو مرکو او د هغې د خاطراتو له کتاب(کهن دیارا) دا مطلب برابر کړی دی.

هغه ورځ چې اول ځل مې ولید

نږدې ۷۲ کاله مخکې فرح ښوونځي ته تله او پنځه کلنۍ کې واک ته رسېدلی شاه یوې لومړنۍ بریا مست کړی و، دواړو هغه مهال سره ولیدل چې پاچا د پخواني شوروي پر مشر ستالین یوه تړون کې ومنله چې له اذربایجان پرته د ایران له شمال ووځي او اذربایجان کورواکي اعلان کړې وه.

خو شاه اذربایجان هم د خپلې خاورې برخه کړ او تبرېز یې هم ازاد کړ. کله چې شاه له اذربایجان تهران ته ستېنده او د دوی له کوڅې تېرېده نو اته کلنې فرح ته دا هیښوونکې شېبه وه.

خو چې فرح فرانسه کې د انجینرۍ زکوونکې وي، خبرېږي چې شاه له مېرمنې ثریا بېلېږي او پېغله پسې ګرځي.

بهرنیان ورته وايي، ته پېغله یې له شاه سره واده وکړه او دا یو ډول ټوکه جوړېږي:

"هغوی به ویل ته ښایسته یې ولې در سره واده ونه کړي، ما به هم ویل لیک ورلېږم".

دا وايي یوه افغان ملګرې یې- مېرمن- چې پاریس کې وه یو ځل ورته پوستي کارت لاسلیک کړی و او ورته لیکلي یې وه، فرح دېبا= فرج پهلوي.

نوموړې زیاتوي چې دا کارت اوس هم ور سره دی، خو څو میاشتې وروسته چې شاه فرانسې ته ځي او د ایران سفارت زدکوونکي وربولي، نو فرح هم پکې وي.

دا وايي، کله چې له لیدنې ووتلو یو چا راته وویل، شاه درته کتل.

د همغه کال دوبي کې فرح ایران ته ځي او تحصیلي بورس پسې ګرځي. دا مهال د شاه زوم اردشیر زاهدي بهر کې د زدکوونکو د چارو مشر و.

د فرح تره له هغه سره نږدې پېژني او د دواړو ترمنځ لیدنه برابروي، چې دې سره د فرح ژوند بدلېږي.

ښاغلی زاهدي دا پېغله کور ته بیايي او له خپلې مېرمنې شاهزۍ شهناز- چې د شاه مشره لور وه- سره یې معرفي کوي:

"خبرو خبرو کې مو د پښو اواز واورېد دروازه پرانیستل شوه، شاه را ننوت. ډېر خندان و، ډېر په مینه یې را سره خبرې پیل کړې، څه وخت وروسته بیا د شهناز کور ته وبلل شوم. بیا پاچا راغی".

فرح زیاتوي، دواړه دومره سره نږدې شول چې ان کله به پاچا خپل موټر کې ګرځوله او یو ځل کوچنۍ جېټ کې ور سره پورته شوه چې د تخنیکي ستونزو له امله د مرګ خطر سره هم مخ شول.

کله چې شاه لامبو ته وبلله

فرح وايي، یوه ورځ شاه د ګرمۍ موسم کې د ماڼۍ ډنډ ته وبلله او دې فکر وکړ چې شاه غواړي بدن یې وویني.

دوبی په منډه دی، خو له څو لیدنو وروسته یې پاچا بیا خبر نه اخلي، فرانسې ته د فرح د تللو ورځې نږدې کېږي او حیرانه ده چې څه وکړي:

"دې ورځو کې لا په پاچا ورغلې وم، یوازې هغه مې په زړه کې و، پر هغه مینه وم، د هغه په سترګو، لویو بڼو او لاسونو. خو هغه مخکې له دې چې پر ما فکر وکړي، پر سلو نورو ستونزو یې فکر کاوه. ښايي زه یې هېره کړې یم".

په دا منځ کې بیا د شهناز کور ته بلل کېږي او شاه خندانه خوله خبرې کوي. ورو ورو نور خلک ځي او دوی دواړه پاتېږي.

له دوو ودونو وروسته اوس له دې پوښتنه کوي: "له ما سره واده کوې". دا هم ژر ځواب ور کوي ولې نه.

دې سره ۲۱ کلنه پېغله له ۴۰ کلن پاچا سره خپل ژوند شریکوي او څو میاشتې وروسته یې واده کېږي. دا واده د شاه د ژوند تر پای وي او فرح د ایران د پاچا د سیاسي چارو په اغېزناکه مدافع بدلېږي.

نوموړې پاچا شرمګین او مهربان مېړه بولي او وايي، هیڅ وخت کورني ژوند کې غوسه نه شو او نه له چا خپه کېده:

"ټول ګډ ژوند کې یوازې یو ځل یې په زوره غږ وکړ: کله چې یې یوه ورځ تېز موټر چلاوه او زه وډاره شوم، نو ده په زوره وویل، بس که پنځوس کاله کېږي چې موټرواني کوم. بل هیڅ داسې یاد نه لرم چې شاه دې غوسه شوی وي".

د پاچا کاري ورځ

فرح پهلوي وايي، د مېړه او دې کار او ژند سره بېل نه و، ژوند یې کار او کار یې ژوند و:

"پاچا سهار وختي پاڅېده، د سباناري پر مهال یې کورنۍ او بهرنۍ ورځپاڼې کتلې او راډیو اورېدله. خپل بکس کې رپوټونه یې لوستل، لس بجې زه هم خپل دفتر ته تلم اوغرمه یوه نیمه بجه مو ګډه ډوډۍ خوړله، دې ډوډۍ هم زموږ د کاري غونډې بڼه پیدا کړه. دوه بجې به چې شوې راډیو یې اورېدله، بیا یې له کار پیلولو مخکې لږ ارام کاوه. له ماښام مخکې یې بیا ورځپاڼې کتلې بیا ورزش ته ته. د دوشنبې شپه له کورنۍ او جمعه له خپلوانو سره وو. کله به خوبکوټه کې هم له چارواکو سره پر لیدنه یا د یوې پرمختیايي پروژې پر پلان غږېده".

د ایران وروستۍ ملکه وايي، مېړه یې شرمندوکی و ان کله به یې له خپلو همکارانو هم ګیله کوله: "یوه ورځ یې له یوه خدمتګار د خولو بوی تلو، خو نه ما او نه مې مېړه هغه ته څه وویل".

د پاچا ناروغي

پاچا یوه ناروغي هم درلوده، خو دا ناروغي یې د ایران د انقلاب او جلاوطنۍ پر مهال زیاته شوه او ترې مړ شو. خو ډېر باوري دي چې د ناروغۍ له امله یې د ایران لپاره د پرمختګ او ابادۍ کارونه چټک کړل.

یو ډاکټر وايي، یوه ورځ یې له ډاکټرانو وپوښتل دوه کاله وخت ور کولی شي چې د ایران لپاره په خپل سر کې جوړ پلانونه بشپړ کړي.

دا ناروغي څو کلونه ان د ده له مېرمنې هم پټه وه، خو چې پوه شوه خاوند یې سرطان نیولی، د ژوند ډېر بد ساعت یې و: "ایران کې مو هیڅکله هم په دې خبرې سره ونه کړې. یوه ورځ مکسیکو کې پرې وغږېدو. کله کله به یې ویل ستړی دی.

پاچا د واکمنۍ پر مهال چې له خپلې ناروغۍ خبرېږي خپله مېرمن او ولیعهد د مختلفو ادارو سره اشنا کوي او پر ۱۳۵۲ کال یوه ناسته کې لومړي وزیر، د پارلمان غړو او د پوځ مشرانو ته وايي:

"ښايي یوه ورځ له تاسو سره نه یم، که داسې کېږي او ولیعهد د واک قانوني وخت ته رسېدلی نه وي، ملکه او سرپرسته شورا به چارې اداره کوي".

ولې داسې کېږي؟

کله چې د شاه د واکمنۍ وروستۍ ورځې وي او انقلاب بریالیتوب ته نږدې کېږي، پاچا بیا هم ناهیلی نه وي، ډېر کار کوي:

"ډېر کمزوری شوی او ډنګر شوی و، زه اندېښمنه وم، چې ناروغي یې ډېره شوې که د سیاسي حالت له امله داسې شوی دی".

نوموړې وايي، کله به چې خبر شو امنیتي ځواکونو له مظاهره چیانو سره تاوجن چلن کړی، نو ویل به یې ولې داسې کېږي؟

"یوه ورځ یې چارواکو ته وویل، نه غواړم چې تاج د خلکو په وینو تویولو وساتم".

نوموړې وايي، چې د ۱۳۵۷ کال د جدي ۲۶ یې په یاد شي، ډېره وځورېږي. هغه ورځ چې دوی له ایران ووتل او تخت یې نسکور شو.

وروستی دیدار

پاچا اول مصر ته لاړ، بیا یې مراکش کې د انقلاب د بري خبر واورېد، وروسته مکسیکو او بیا څه مهال باهاما کې و. بیا د مصر ولسمشر انور سادات وروباله.

جلاوطنۍ کې یې ناروغي زیاته شوه د مصر د قاهرې یوه روغتون کې بستر و.

مېرمن یې وايي، هیڅ وخت یې له خپلو خلکو ګیله ونه کړه.

د ۱۳۵۹ کال د زمري په څلورمه یې د سهار لومړیو کې سترګې پټې کړې. د بالښت لاندې یې د ایران خاوره له ځان سره ساتلې وه او قاهره کې یې چې ښخاوه هغه خاوره یې د ده پر مړي واچوله.

مزار یې د قاهرې هغه هدیره کې دی چې د مصر پخوانی پاچا ملک فاروق، د محمد رضاه شاه پهلوي د لومړۍ مېرمنې ملکه فوزیې ورور هم پکې ښخ دی. پلار یې محمد رضا پهلوي هم د لنډ مهال لپاره دغه هدیره کې ښخ و چې سوېلي افریقا کې مړ و او دویم نړیوال جنګ کې د ایران د نیواک له امله د لنډمهال لپاره په دغه هدیره کې خاورو ته سپارل شوی و او بیا ایران ته ولېږدول شو.

فرح پهلوي وايي، یوه شېبه هم پاچا نشي هېرولی، ان چې مړ و، خاورو ته یې وسپاره، چې کور ته لاړه غوښتل یې د پاچا کوټې ته ننوځي او ورته ووايي: "وګوره ځان مې څنګه ښه ساتلی. باور مې نه و چې نور نشته."

باور مې نه و چې نور نشته.

نوموړې ځان بختور بولي چې د ایران د پرمختګ دوره کې یې کار کړی دی.