له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
څوک چې ډېرپوهېږي،هغه کم ګړېږي.(ايسليند)
هغه چې ترټولوډېرپوهېږي،ترټولوکم ګړېږي.(ايټاليا)
څه چې سړی نه پوهېږي،ډېره ښه ده چې غلی اوسي.(فريزي)
ټول غواړي پوه شي،خوهيڅوک نه غواړي بيه يې ورکړي.(لاتين)
دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې ۶۶: مه برخه
له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
سړی دهرسړي دوست کېدی نه شي.
دهرسړي دوست دهرسړي احمق دی.(سوېډن)
دهرسړي ياردهيچايار.(سوېلي افريقا- افريقايي)
ترټولوخوږدوست دډېروښوشرابوغوندې دی،کم وخت ساتل کېږي.(المان)
هغه دوست چې دشراب خوړلوميله کې پېداکړې،هغه يوورځ بېرته ورکېږي.(ايټاليا)
دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې - ۶۵ مه برخه
له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
اوبه تل غواړي ساحل ته راشي.(پيدرلول)
ټولې اوبه دساحل اوټولې اوبه دشتمن سړي.
ټولې اوبه دسمندرپه لور.
اوبه خپله لارپېداکوي.
اوبه هيڅکله نه ورکېږي.(افريقا-کوېلي)
ټولې وړې اوبه دغټوپه لورروانې وي.(روسيه)
دچت په سراوبه په ناوه راوځي.(مالېزيا)
دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې : ۶۴ مه برخه
له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
فکرکول،سوچ کول
فکرکول له ځان سره مشغولتيا کول دي.(اسپانيا)
دوه ځله فکروکړه اوبياغلی شه.
هغه ښه فکرنه کوي،چې يوځل بيافکرونه کړي.(انګلستان)
څه چې دې په فکرکې ګرځي هغه ويلی شې،خوڅه چې دې ويلي دي هغه بېرته پټولی نه شې.(دنمارک-فيون)
دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې + ۶۳ مه برخه
له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
په ګډه سختي تسلي ده.
خرابه هوساينه هغه ده چې نورځوروي.(سوېډن)
هوساکونه له هوساينې اسانه ده.
تار،سپڼسی
دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې ۶۲ مه برخه
له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
په يوه ډبره دوه مرغۍ وژل.(لاتين)
په يوغشي دوه نښې ويشتل.(افغانستان-پښتو-ژ.)
يوغشې دوه مرغۍ.(افغانستان-دري-ژ.)
دوه مرغۍ په يوګوزارويشتل.
دوه کوترې په يوه نخودنيول.(ايټاليا)
تش
دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې ۶۱ مه برخه
له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
له بې فايدې خبرونه چوپتيا غوره ده.(ايسليند)
فريده! چوپه خوله دې بهتري ده.(افغانستان-پښتو-ژ.)
څوک چې هنرلري دخپوخبروواګې په لاس کې نيسي.(انجيل)
چوپتيا اوفکردهيچا سپکاوی نه شي کو لی.
چې دويلوڅه نه وي ښه ده چې چوپ وي.