درنو او پتمنو دوستانو او مینه والو !
د لمر مجلې په دریمه ګڼه کې چې با ارزښته او ګټوره مجله ده، زما یوه لیکنه د خدای بخښلي احمدشاه بابا د تلین په تړاو نشر شوې ده، دا لیکنه د اوسني حالاتو او شرایطو سره سمون خوري.
کله چې احمد شاه بابا د پاجا په توګه انتخاب شو او د هيواد د مشرتابه مسئووليت یې تر لاسه کړ، د یو خپلواک دولت په جوړولو یې سوچ او فکر وکړ او د خپلو هیوادوالو یې وغوښتل چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا او سياسي وحدت د ټینګښت لپاره سره يو موټي شي. ده یو غښتلی او منظم پوځ جوړ کړ