ولي الله ملکزی 

آیا مینه د زړه درد دی، که د عاطفې سیلۍ؟ د شعور ناره ده، که د فطرت کړیکه؟ د احساساتو شور دی، که د ضمیر سکون؟ د عذاب کړکۍ ده، که د ثواب دروازه؟ د طبیعت رنګ دی که د هوس زنګ؟ د وصال او فراق ترمنځ پل صراط دی، که د رواجونو په ځنځیر تړل شوې خیالي نړۍ؟ آیا مینه شوق دی، اراده ده، لیوالتیا ده که د عزم انتهاء ؟ آیا مینه انعام دې، انتقام دی که د پشکال خړ سیلاب؟ د ساز آغاز دی که د کړاو انجام؟ د الهام سرچینه ده؛ که د تلقین زاره چاودې هڅه؟ آیا مینه تلوسه ده او هیجان دی، که حسرت دی، جرئت دی، برائت دی، یا جنون او لیونتوب؟

یارانو! تپوسونه ډیر دي،‌ خو هغه د پيښوریانو په اصطلاح (ما له خو یې اَډو پته نه لګي چې ځواب به یې څه وي)؟ زموږ په فولکلوریک او ولسي ادب کې چې کله د عشق، څیرې ګریوان،‌ کچکول او ببرو څڼو خبره مطرح کیږي یا یې لولو، نو سم سیده مو لیلی مجنون، مؤمن خان شیرینۍ، یوسف خان شیر بانو او د شکسپیر د ناول، رومیو او جولیت افسانوي نومونه سترګو ته نیغ ودریږي. البته که مینه د رندانو او زاهدانو د معرفت او بیدارۍ څپه وي؛ بیا نو په غړیدلو سترګو ګورو چې مینه غیبي اور او د زړه ټکور دی. که زما په خبره شکمن یاست، نو راځئ چې د رحمان بابا له خپلې خولې څخه یې واورو:

چې د خدای له معرفته خبر نه وي – هغه واړه که بیدار دي، هم ویده دي

صفا سوتره خبره خو همدا ده چې د حُب «مینې» کلمه ۷۶ ځلې په قرانکریم کې یاده شوی او پیغمبر (ص) د انسان زړه، د مینې مرکز بولي او فرمایي: { اَلْـمَرْءُ مَـعَ مَـنْ أَحَـبَّ - سړی به له هغه چا سره حشر کیږي چې مینه ورسره لري}. عشق او محبت دواړه عربي الفاظ دي، مګر توپیر یې دا دې چې له عشق سره جنسي غریزه مل وي او محبت معنوي اړخ لري؛ لکه د خالق تعالی، مور پلار او له وطن سره مینه. د مینې پیل د سترګو له رپ سره تړلې او انجام یې ډیر کله نامرادي او د زړه ماتیدل وي؛ خو چې په وصال ختمه شي هلته بیا هر لوری دلبر او دلبري وي. ارواه پوهان وايي: که مينه کول عذاب دى، نو له مينې څخه محرومیت بيا سوچه مرګ دى. دائرة المعارف لیکي: د مینې لوی لامل د حُسن کرشمه، د شخصیت اغیز او د طبیعت رنګونه دي چې شعور تخنوي.

مشهور څیړونکی، سلمان ابوصالح د میینانو د ورځې د نمانځنې په اړه وايي: ستونزه زموږ په فهم او برداشت کې ده چې عقیده او کلتور په یوه تله تلو. رومي راهب، ولنټاین خو په ۲۷۰ میلادي کال کې په دې تور ووژل شو چې د امپراتور د حکم په خلاف یې کلیسا کې پټې نکاح ګانې تړلې ترڅو ځوانان د عسکري خدمت څخه بچ شي. نو د یو پادري زړورتیا او بغاوت زموږ له عقیدې سره څه تړاو لري. د یو منلي واقعیت په توګه، د ولنټاین ورځ د لویدیځې نړۍ کلتور او د ګټې وټې یوه پلمه ده چې په دې ورځ د ملیاردونو ډالرو سود سودا کیږي. ولی موږ ډیر ناشنا مخلوق یو؛ ډالر، د ټایټینک فلم، آیفون، برګر او پپسي مو خوښیږي، خو د مینې ورځ اونیکټايي راته صلیب ښکاري. د جومات په لومړي صف کې ناست سپین ږیړي مو غرب ته ښیراوې کوي چې: یا الله ته یې تباه کړې، خو په وروستي صف کې ناست د دوئ اولادونه دعاګانې کوي چې په خیر مو ور ورسوه.

عزیزانو! (څوک چې خوب کوي، میښې یې نر کټي زیږوي) شکر دی چې د خوبونو سیزن له خیره تیر شو. چا د آدم (ع) سره په ټلیپون کې خبرې وکړې، چا ته د حوض کوثر سندونه حواله شول او ځینو ته حضرت پیغمبر صیب په خپلو مبارکو لاسونو پګړۍ وتړلې او جنډې یې ورله ورکړې. مګر ښه خبره دا ده چې هیڅ چا فرغون، نمرود او ابوجهل په خوب کې ونه لیدل. زه نن سهار وختي د کافي/ قهوې دکان ته ننوتم، دروازه یې په سرو پلاستیکي ګلابو کې پټه وه، هره خوا سرې پوکڼۍ وې، کاریګرو سرې خولۍ په سر کړې وې، پیالې سرې وې او چاکلیټونه هم تک سره وو. په مخامخ دیوال لیکل شوي وو: «Love Is Life - مینه ژوند دی». نو ماته بې اختیاره خپل مینه ناک ځوانان را په زړه شول؛ مال لټه یې وکم چې ستاسې پلو ته د سرو ګلابو او رنګینو خوبونو څه خبر مبر شته کنه؟

نور مو سر نه خوږوم؛ که دې همدې دیوال همدغه خبره، د کاڼي کرښه وګڼو چې مینه د زغم، مننې او پخلاینې انعکاس دی؛ نو یقینا چې ژوند به مو ډیر ښکلی او سپیڅلی شي. او لا به ډیره غوره وي که موږ هریو، د زړه په ایلبند کې د مینې کیږدۍ هسکه او د کرکې ټغر ورڅخه ټول کړو؛ ترڅو د ژوند له خوږو خوند واخلو او حوض کوثر ته لاره ومومو. ربه ! ته مې زاړه ایمان ته خیر کړې.

—--------------------------------------------

یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

 

 

 

 

 

 

 

سید عبید الله نادر

د انجونو اوښځو مبارزو ټه د هڅونې او ویاړ په خاطر

زه هغه دی وینم، چې پرله پسي درنو مبارزو ته مو خپلي اوږې ورکړي دي ،زه هاغه دی ستاسو مقاومت په خپلو مبارزو کې وینم، او ستاسو عالي همت ستایم ، 

زه ستاسي هلې ځلې د دي کوردلانو په وړاندی وینم، چې د تعلیم ، کار او دبیان د آزادۍ حق اخیستلو له پاره مبارزه کوئ  

زه ستاسو غږ د کوڅو ، سړکونو، بازارونو،نه د زړه په غوږو اورم،ستاسو هغه ویښونکي غږونه چې ټوله دنیا يې په عظمت او لوړوالي سره اوري ،او نړۍ وال ټول بشر دوستان مو هر کلی کوي ، زه هغه غږونه د زړه په غوږو اورم ،او په خپلو سترګو وینم چې ځیني کوردلان او دتیاره زړونو خاوندانو خپل غوږونه کاڼه اچولی، او ستاسو دا فریادونه نه اوري،

ستاسو هر غږ هره تعره رسا ده ،او دښمن ته زړه چاودونکی ځواب دی،ستاسو هر غږ او نعره مونږ د ښوونځیو پرانیستلواو د مکتبونو د زنګونو د غږ اوریدو ته نژدې کوی ، 

چې هغه زمونږ او ستاسي ګډ هدف اوآرمان دی،

ستاسي د بیدارۍ ورکولو احساس او ستاسي مبارزې ته دي ، زمونږ سلام او درناوی وي ستاسو شهامت د درناوی وړ دی، ستاسي مبارزې به په دي اغزنو لارو کې ګلونه وشیندي ستاسي مبارزې او هلې ځلې امید بخښونکي دي ستاسي هڅې په دي لار کې ډیر درد من او قدرمن خلک ستايي،  

زه خو د زړه په سترګو راتلونکی ستاسو په لاس روښانه وینم ، ستاسی دا مبارزې به هیڅ کله هیرې نه شي ،او د دنیا نورو ښځینه وو او انجونو ته به د لارې مشعل و ګرځي،

 

 

سید عبیدالله نادر

داسي به وي چې یوه شپه سهار راپاڅې ،او بی خبره له دنیا تللی یې ،بی له دي نه چې د یارانو او نژدې دوستانو دیدن وکړې ،او داسي له دې فانی دنیا څخه تللی یې، چې په ځان هم خبر نه یې ،او له هیڅ چا دي خدای پامانی هم نه وي اخیستی ،د مخه له دي چې داسي یوې صحنې سره سړی مخ شي ، د داسي یوې صحنې تصور خپل خیال ته یو عجیبه کار دی ،په دي کې ځای د شک نشته چې خپل عاجزۍ ته متوجه کیدل ، او په هغي سوچ کول د عبادت نه کمه نه ده ،ولی دا حال هر چا ته لاس نه ورکوي نو راځئ چې د محبت او میني غیږه خلاصه کړو ځکه 

دا سبا چې  مونږ پری دومره ډاډه یو ، شاید چې دا سبا نه وي ،نو غوره دا ده ، چې یو بل د مهربانۍ په غیږ کې ونیسو ،ځکه دا نه ده معلومه چې سبا به مهلت وي او که نه ،ژوند ډیر ژر تیریږي ،د مخه تر دي چې هر یو د اجل غیږي ته ورشو ،نو راځئ چې یو  بل ته د محبت او میني غیږه خلاصه کړو ،او یو بل په غیږ کې ونیسو.

 

 

 

 

 

ولي الله ملکزی 

د لرغونپوهنې (Archaeology) او ټولنپوهنې (Sociology) ګڼ شمیر څیړونکي انګیري چې بشري پرګنې له نژدې ۳۵ زرو کالو راهیسې د جنتري له یو ډول کارولو سره اشنا دي. دوئ باور لري چې لومړنیو وګړو په پیل کې یواځې قمري کلیزه کاروله او د خپل ښکار او خوړو د پیدا کولو لپاره به یې د سپوږمۍ راختل او پریوتل حسابول ترڅو مخکې له دې چې د ترږمۍ شپې را ورسیږي، دوئ باید خپله آذوقه ولري. دغه مهال ټولیز ذهنیت همدا وو چې مځکه یوه هواره او ثابته تخته ده او د لمر سترګه له ختیزه د لویدیز په لور خوځښت مومي او ورځ په شپې بدلیږي.

البته سومري تمدن (۴۵۰۰ قبل المیلاد) د عراق د دجلې او فرات د سیندونو ترمنځ چې یو مخکښ مدنیت وو، د سپوږمیزې کلیزې ترڅنګ د لمریزې جنترۍ استعمالول هم پیل کړل. ځینې مؤرخین بیا په دې آند دي چې د برونزي عصر (۳۲۰۰ قبل المیلاد) د فلکیاتو ماهرینو (Astronomers) لومړني پوهان دي چې د شمسي نظام له درک کولو وروسته یې څلور فصلونه د آشوریانو او کلدانیانو دربارونو ته معرفي کړل او په دې ډول د قمري او هم د شمسي کلیزو کارول عام شول. د لرغوني مصر تمدن هم ورته نظریه درلودله، خو دوئ د کال لپاره د ۱۲په ځای، ۱۳میاشتې ټاکلې وې او دغه وروستۍ میاشت به یواځې پنځه ورځې وه.

کوټلی حقیقت ښايي همدا وي چې رومي امپراطور، جولیس سیزار (Julius Caesar) په عملي ډول د خپل پراخه قلمرو دننه د جولیان په نوم لمریزه جنتري اعلان کړه. ۳۶۵ ورځې یې درلودلې او هر څلور کاله وروسته به یو کبیسه کال راته چې Leap بلل کیږي. بالاخره په ۱۵۸۲م کال کې د کاتولیکانو ستر پاپ، ګریګوري ۱۳(Gregory XIII) په دغه نظام کې بدلون راوست او د حضرت مسیح د پیدایښت ورځ یې د نوي میلادي کال لومړۍ ورځ اعلان کړه. نن د نړۍ د ۱۹۵هیوادونو له ډلې څخه ۱۶۸ ملکونه همدغه میلادي کلیزه پخپلو رسمي، ملي، مالي او بانکي تعاملاتو کې استعمالوي.

د اسلام په راتګ سره، مسلمانانو په لومړي سر کې هماغه د جاهلیت د زمانې کلونه او میاشتې کارولې؛ لکه د حضرت محمد (ص) د پیدایښت کال یې عام الفیل بللو. ولې د نبوت په دیارلسم کال (۶۲۲م) له مکې څخه یثرب (مدینې) ته د پیغمبر صیب هجرت، د اسلام په تاریخ کې د عطف او ستر بدلون ټکې ګڼل کیږي. د هجرت په ۱۷ کال، د علي بن ابي طالب (رض) د مشورې پربنسټ، دوهم خلیفه، عمر بن الخطاب (رض) د خپل خلافت ټولو واکمنانو ته د یو فرمان له لارې، دغه کال په هجري قمري تقویم (کلیزې) باندې ونومولو او امر یې وکړ چې لومړۍ میاشت به یې مُحّرَم او وروستۍ میاشت به ذو الحجه وي. د اسلام تر راتګه، په نني ایران، خراسان، مرکزي اسیا او زموږ په دې ټولې سیمې کې جولیاني جنتري مروجه وه. پوهاند عبدالحې حبیبي په خپل کتاب، «تاریخ افغانستان بعد از اسلام» کې کاږي چې افغانستان ته د اسلام د راتګ په مهال، دلته د خلکو ترمنځ راکړه ورکړه د هندي میاشتو له مخې کیدله چې ډیر ژر یې خپل ځای هجري قمري نظام او عربي‌ میاشتو ته پریښود.

په ۴۷۱ هجري قمري/۱۰۷۹م کال کې د شاعر او فیلسوف، عمر خیام په ګډون ځینو نجومیانو او د فلک ماهرینو د سلجوقي دورې د مشهور سلطان آلپ ارسلان زوی، جلال الدوله ملکشاه ته د لمریز هجري کال د رامنځ ته کولو مشوره ورکړه. نوموړي سمدستي ومنله او د حمل لومړۍ ورځ یې د نوروز په نوم غوره کړه چې د ایران او کردستان په غرونو کې د زردشتیانو لپاره هم ډیره سپیڅلې وه؛ دغه کلیزه چې جلالي نومیدله په یوې وړې جغرافیې کې بنده پاتې شوه. بیا د ایران وروستني قاجاري واکمن، احمد شاه قاجار د خپل هیواد له مشهور نجومي او ریاضي پوه، میرزا عبدالغفار اصفهاني څخه په ۱۲۶۴هجري کې وغوښتل چې په هغې کې اړین اصلاحات وکړي او د څلورو واړو موسونو او ۱۲ میاشتو لپاره نومونه غوره کړي. پنځلس کاله وروسته د ایراني ټولواک، رضا پهلوي په امر د لمریز کال لومړۍ ۶ میاشتې ۳۱ ورځې، ورپسې ۵ میاشتې ۳۰ ورځې او د حوت میاشت ۲۹ ورځې وټاکل شوه او  د ایران د شاهي دولت رسمي کلیزه یې اعلان کړه چې تر نن پورې دوام لري.

په افغانستان کې د غزنویانو، غوریانو، سلجوقانو، صفاریانو، ګورګانیانو، هوتکیانو او درانیانو د واکمنیو په ترڅ کې ټول تجارتي تړونونه (کورني او بهرني) او مالي راکړه ورکړه د هجري قمري او کله ناکله د میلادي جنترۍ له مخې ترسره کیدله. ولی اعلیحضرت امان الله خان په ۱۳۰۱هجري لمریز (۱۹۲۲م) کال کې د خپلو اصلاحاتو په لړ کې د افغانستان د شاهي دولت رسمي کلیزه له قمري څخه شمسي ته واړوله او د هماغې نظامنامې پربنسټ یې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پورې داوم وموند. د جمهوریت په مهال کلیزه لمریزه شوه، خو دا دې د طالبانو د دوهمې واکمنۍ په مهال بیرته ټول رسمي تعاملات، مالي او بانکي چار چلند د هجري قمري خوا ته ور وګرځید.

قمري کال ۳۵۴ ورځې، ۸ ساعتونه، ۴۸ دقیقې او ۳۴ ثانیې دی؛ مګر لمریز کال ۳۶۵ ورځي ۵ ساعتونه ۵۹ دقيقې او ۱۶ ثانيې وخت لري. لومړنۍ ۶ مياشتي یې ۳۱ ورځې، ورپسې ۵ میاشتې ۳۰ او د کب میاشت یې ۲۹ ورځي وي؛ خو هر څلورم کال یې دغه میاشت ۳۰ وي چې ۳۶۶ ورځې کیږي او کبیسه یې بولي. له پلوه، همدا اوس په نړۍ کې ۴۱ کلیزې شتون لري چې د مختلفو هیوادونو او توکومونو له خوا په رسمي او نیمه رسمي ډول کارول کیږي. په دې کې تر ټولو مشهورې یې عبري، بودايي، چینايي، د لاتینې امریکا مایا او د شمالي افریقا امازیغي کلیزې دي. د قرآنکريم د يونس په ۵ آيت کې د تقویم او حساب په هلکه داسې راځي: (هُوَالَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاء وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُواْ عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَالله هاغه ذات دی چي لمر يې روښانه ځلیدونکې او سپوږمۍ يې رڼا ګرځولې او د هر یو لپاره یې خپل خپل مدار ټاکلې، ترڅو تاسې د کلونو په حساب او شمیر پوه شئ).

که د زمان سینه له رنګینو خاطرو او د زمین ګیډه له بدرنګو ککریو څخه ډکه ده، وي به. خو د تاریخ ارشیفونه د شمسي او قمري حسابونو له محاسبې بې نیازه دي. د نوي میلادي کال په پیل کې د هر باشعوره انسان هیلې او اندیښنې څنګ په څنګ موجونه وهي. لکه د نورو وطنوالو په څیر، زما په ذهن کې هم ځینې ناکراره پوښتنې په تیندکونو دي. آیا زموږ په هیواد کې د سرو او شنو انقلابونو پتنګانو له خپلې ماضي څخه کوم عبرت اخیستې؟ آیا د کابل اوسنیو حاکمانو له قطري شهزادګانو او شیخانو څه زده کړي او آیا په ترکیې کې راټول شوو جنابانو له جګړو او درغلیو څه ترلاسه کړي چې یوځل بیا د اورونو، غمونو او بمونو ترانې غږوي؟ بلې، هره جګړه ګټه او بایلات لري، مګر له وخت څخه هغه څوک سود مومي،‌ څوک یې چې په قیمت پوهیږي.

—-------------------------------

یادونه: په مننې سره، ما په دې لنډې څیړنې کې د پوهاند حبیبي د تاریخ افغانستان بعد از اسلام، د مصرۍ الیوم السابع جریدې، Google او له Wikipedia څخه استفاده کړیده. که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري.

ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

 

 

نشر دوباره، ٩ سال قبل.

 با وجود  آنکه سال  نصرانی امروز به عنوان تاریخ استاندارد جهانی پذیرفته شده و توسط سازمان های بین المللی چون سازمان ملل متحد  و اتحادیه پستی جهان مورد استفاده است. لاکن با آغاز سال نصرانی بدون انکه در طبیعت کدام تغیر و تحول بنیادی رونما گردد، تنها تقویم  و تاریخ  سال نو میشود و تغیر می کند و بس.
نه ما نو می‌شویم و نه هم طبیعت.

 اما با وجود آنکه  صورت استفاده از تاریخ و سال هجری شمسی در عرصه مناسبات بین المللی پر رنک نیست، مگر  با  آغاز سال نو هجری شمسی نه تنها که  تاریخ  سال نو میشود و تغیر می کند،بلکه  در طبیعت نیز یک  نوع تغیر و تحول  بنیادی رونما میگردد.
اینکه از لحاط فکر در ما تغیر به وجود می آید یا خیر، بحث جداگانه است.
با آغاز سال نو هجری شمسی یا خورشیدی:
 بهار و فصل نو اغاز  و یخ ها آب میشود.  طبیعت  زیبا، سر سبز ، نو، تازه و پر گل  شده، خنک جایش را به هوا گرم خالی میکند.
 انس و جن احساس طراوت می کند.
  در زمین، بحر و هوا یک نوع شور و نشاط  ظاهر میشود.
در باغ و بوستان پرنده ها به ساز و آوازمی پردازند.
 کوتاه اینکه، طبیعت رنگ و چهره بهشته به خود می گیرد.
زلمی نصرت
دنمارک

شب یَلدا یا شب چلّه یکی از کهن‌ترین جشن های فرهنگی ماست! یلدا اول زمستان و شب آخر پاییز است که درازترین شبهای سال است و در آن شب یا نزدیک بدان آفتاب به برج جدی تحویل می کند یلدا برابر است با شب اول جدی و شب هفتم دی ماه جلالی و شب بیست و یکم دسامبر. واژۀ«یلدا» به معنای«زایش زادروز» و تولد است یلدا و جشنی که در این شب برگزار می ‌شود یک سنت باستانی است، نیاکان ما با این باور که فردای شب یلدا با دمیدن خورشید روزها بلندتر می ‌شوند و تابش نور افزونی می ‌یابد آخر پاییز و اول زمستان را شب زایش مهر یا زایش خورشید می خواندند.

مردم روزگاران دور و گذشته که کشاورزی بنیان زندگی آنان را تشکیل می ‌داد و در طول سال با سپری شدن فصل‌ها و تضادهای طبیعی خوی داشتند بر اثر تجربه و گذشت زمان توانستند کارها و فعالیت‌های خود را با گردش خورشید و تغییر فصول و بلندی و کوتاهی روز و شب و جهت و حرکت و قرار ستارگان تنظیم کنند آنان ملاحظه می ‌کردند که در بعضی ایام و فصول روزها بسیار بلند می شود و در نتیجه در آن روزها از روشنی و نور خورشید بیشتر می ‌توانستند استفاده کنند این اعتقاد پدید آمد که نور و روشنایی و تابش خورشید نماد نیک و موافق بوده و با تاریکی و ظلمت شب در نبرد و کشمکش‌اند آنان دریافتند که کوتاه‌ترین روزها آخرین روز پاییز و شب اول زمستان است و بلافاصله پس از آن روزها به تدریج بلندتر و شب‌ها کوتاه تر می ‌شوند از همین رو آنرا شب زایش خورشید نامیدند.

در جشن شب یلدا، سفرۀ پهن می‌شود که به آن سفرهٔ یلدا یا چله می‌گویند و با گونه‌هایی از خشکبار، انار دانه شده و تربوز تزئین می‌شود انار و تربوز از مهم‌ترین پیش‌نیازهای شب یلدا هستند. همچنین خشکبار مانند هلو و زردآلو و مغزیات شب یلدا نیز هواداران بسیاری دارد. رنگ سرخ برای نیاکان ما نماد نور خورشید و گرامی بود. رنگ سرخ انار و تربوز و گزینش سیب سرخ و سنجد در سفرهٔ شب یلدا اشاره به همین دارد. در این جشن طی شدن بلندترین شب سال و به دنبال آن بلندتر شدن طول روزها در نیم‌کرهٔ شمالی صورت می گیرد که مصادف با انقلاب زمستانی است. جشن شب یلدا توسط بسیاری ملیتهای ساکن در نیم کرۀ شمالی زمین گرامی داشته می‌شود. این جشن در سال ۱۴۰۱ به عنوان زایش مهر ثبت میراث جهانی شده‌است. 

امشب شب طولانی شبهاست عزیزان یلداست عزیزان

پیک سحر روشن فرداست عزیزان یلداست عزیزان

رنج و محن پار زدودن پیمان وفا تازه نمودن

این نکته رموز شب یلداست عزیزان یلداست عزیزان

فرهنگ برازندۀ اجداد من این است بسیار وزین است

بی مثل و نمون این شب زیباست عزیزان یلداست عزیزان 

تا صبح نشینیم و بخندیم و برقصیم و بخوانیم پیاپی

فردا سحر تازۀ زیباست عزیزان یلداست عزیزان 

سیب وعسل و پسته وانگورمهیاست امشب شب یلداست

دیوان غزل مشغلۀ ماست عزیزان یلداست عزیزان

امشب شب مهر است و سرور و شب الفت هنگامۀ صحبت

تربوز و انار این همه زیباست عزیزان یلداست عزیزان

 

عزیزی غزنوی

تورنتو/کانادا

 

 

سید عبید الله نادر

د مدنیت کاروان                            

 

د مدنیت کاروان په ډیر بیړه ،د پرمختګ پر لور روان دی ،په کار ده چې ټول د علم او معرفت خاوندان ،او د علم او معرفت لارویان ،د دې کاروان سره اوږه په اوږه ولاړ شي ،او زمونږ ټول خلک خپل ځانونه د دي کاروان سره سیال کړي ،په دې وروستیو کلنو کې ډیر حیرانونکی پرمختګونه د ساینس او فضا په میدان کې شوي ،چې د هغو نه زمونږ ناخبری به هم ، زمونږ په نادانۍ دلالت وکړي ،که مونږ ځانونه نا خبره پریږدو او د دي حیرانونکو بدلونونو ځان خبر نه کړو ،دا به زمونږ لوی قصور وي ،بدلونونه که په هره برخه کې وي ،که په سیاست کې وي ، که د طب د علم په ډګر کې وي ،که په ساینس او تکنالوژی کې وي او که د فضا په برخه کې وي ضروری ده چې څه ناڅه ترې آګاهی ولرو ،ځکه د آګاهی او پوهنې په رڼا کې کولای شو ،چې ځانونه د زمان د علم او تکنالوژی نه خبر کړو ،نو د دې له پاره بیا تر ټولو دا ضروری او لازمه ده ، چې انجونو ته هم د تعلیم او تحصیل اجازه ورکړو ،او خپلې انجونې د علم و فن په زیور سمبال کړو ،د ښځو آزادی او د بیان آزادی ته غاړه کیږدو ،چې ګاونډ ملکونه مو خپلو ښځو او انجونو ته د تعلیم حق ورکوي ،نو مونږ باید چې د هغوي د سیالۍ نه وروسته پاتي نه شو، او په ترڅ کې د مدنیت د کاروان سره هم سیال شو،

 

 

 

 

سید عبید اتلله نادر

 

۱۵ د اکتوبر ۲۰۲۲ کال

داسي خو هم  نه شي کیدای ، چې په یوه نظام کې دي ګوندی هیڅ نیوکي نه وي ،یا انتقادونه نه وي ،د بیان آزادی نه وي ،د اصلاح د راوستو له پاره ښه لاره د نیوکو په ځان قبلول دي،او د بیان آزادی لوی او مهم شرط دی ، که په یو دولت کې چارواکي په خپل سر روان وي ،او هلته د بیان آزادی یا نیوکي د هغو په خلاف نه وي ،آیا چې دا چارواکي به څوک  د خپلو ناروا کړنو او سیاست کې ، خپلو غلطیو ته متوجه کړي ،یو حکومت یا اداره چې غواړي د سمون په لور مزل وکړي ،نو د نیوکو څخه باید و نه ویریږي ،ځکه ډیره ځله مصلحین د اصلاح خاوندان کولای شي د نیوکو له لارې د سمون لاره پیدا کړي ،یا ځانونه سم کړي ،نو د نیوکو او د بیان د آزادۍ څخه خو په بشپړه توګه باید و نه ایریږي ،د طالبانو حکومت د کومی ورځي نه چې مینځ ته راغلی او یا طالبان په قدرت راغلي نو په هر ځای کې اورو او په خپلو سترګو، یې وینو چې طالبان ، د نیوکو او د بیان د آزادی څخه سخته ویره لري ،او په اصطلاح و حشتناکه ویره لري ، او دا موضوع نه یواځي د ټولني پوهو قشرونوته ښکاره ده او  درک کړې یې ده، بلکه ټوله دنیا پرې پوهیږي ،او عادی انسانان په کوڅو او بازارونو کې هم په دې پوهیږي ،چې دا خلک د نیوکو څخه او د جنکو د تعلیم او پوهیدنې څخه سخته ویره لري ، د ښځو د آزادۍ او د بیان د آزادۍ سخته مخالف دي ، د ښخو د کارکولو نه هم په ټولنه کې  ډیره سخته ویره ښايي ، چې ټول یې حیران کړي ، دوي په دي کار سره د بخښلو  نه دي ، افلاطون وایي : ( کولای شو ،په آسانۍ سره هغه ماشوم وبخښو ،چې له تیارې څخه ډاریږي، خو اصلی او واقعی تراژیدی هغه وخت مینځ ته

راځي چې انسان د روښنايي څخه وډار شي ،

د نیوکو د مینځ نه خو دوی په اصل کې په ښه توګه د اصلاح لاره پیدا کولای شي ،

افلاطون وایي:

هغوي چې مونږ سره موافق دي هغوي مونږ ته آرامتیا بخشي او هغوی چې مخالف دي پوهه رابخښي ،

او دا یو ښه واقعیت دی ، د دې مانا دا ده ، چې مخالفین به مخالفین وي خو د وطن په درد و غم کې به تر هر چا ډیر ځوریږي ،او په وطن به زهیر وي ،نو په دي اساس نیوکي کوي او خپله طرحه او وړاندیزونه وايي ،او دا لوستی خلک وي ، چې د خپل ملت نه په غیر ، د نورو ملتونو تاریخونه یې لوستي وي ، چې د وطن تیر تاریخ په رڼا کې دا نیوکي کوي ،هغوي د ملتونو د تیر تاریخ تجربو ته نظر کوي ، او د هغه لید په رڼا کې نیوکي کوي ، هغوي د  تاریخونه لوستی وي ، نو په دي اساس که یوه ډله سیاست کوي نو په دي ټکو باید پوه شي چې نیوکې کوونکي په دې وطن زهیر خلک دي  ، د هغوي نیوکو او طرحو ته باید غوږ کیښودل شي

 

 

 

سید عبید الله نادر 

مونږ د ښه لید او د زړه په سترګو لید سره په ډیرو حقایقو پوهیږو ،او پوهیدلای شو ،او یا د ډیرو حقایقو درک کولای شو ،که مونږ په روښانه نظر،د زړه سترګي خلاصی کړو نو کولای شو د خپل ضمیر تیاره کونجونه وګورو او خپل نقایص درک کړو ،د ښه لید له پاره سیاحتونه مشاهدات سفر او ریاضتونه او سختی ګالل او سیر و سلوک لوی اثر لري ،او دا د لوړو مدارجو ته د رسیدو لوړې پوړی دي ،او د انسان د معنی ته درسیدواو بشپرتیا لوی اثر غورځوی ،نو مونږ ته په کار ده چې د مطالعی او لوست تر څنګه ، تر یوه حده سیر او سفر ولرو او دا عمل ځان ته غوره کړو ،ځکه د مطالعی تر څنګه طبیعی او فطرتی ذکاوت او هوش چې د ګرځیدو راګرځیدو او سیر وسلوک د لارې لاس ته راځي وده ورکړو ،چې یانی کله کله مونږ و کړای شو ، چې غیر د مطالعی او تجربو د رڼا څخه خپل د طبیعی او فطری هوش او استعداد سره ډیر مسایل درک کړو ،ښه لید ښه سوچ او مثبت فکر کول هم باید له پامه ونه غورځوو ،چې باید هر کله په کارونو کې د مثبت لید خاوندان و اوسو ، او مثبت فکر ولرو ،او مثبت فکر درلودل له پامه ونه غورځوو یانی په هر کار کې مثبت لید ولرو د پوهو او د تجربو لرونکو خاوندانو ، د ژورو وینا وو نه هم یو څه زده کول په کار دي ،د لید واټن نوره هم پراخوی ،خو په دي کې ځای د شک نشته چې د سیاحتونو سفرونو سیر و سلوک او سختو او تندو ګاللو اثر پرې زیات دی ،

 

 

 

 

 

 

سید عبید الله نادر

ستا ګَرد وهلي څیره ، چې دوړې او خاورې پرې ناستي دي ،او دا ستا زحمت کشه څیره چې په ټولو تصویرونو کې لیدل کیږي ،او هغه تصویرونه چې مونږ ته په دي فانی دنیا کې له تا نه پاتي دي،په وضاحت سره ستا تصویرونه هم ستا د سخت کوشۍ سخت ځانۍ او کار سره د میني ښکارندویي کوي ، تا دي مظلوم ملت او قوم له پاره چې خپلې ریښی ریښی ګریوانونه نه شي راټولولای تا د دوی د خدمت له پاره په ډیر صداقت او ایماندارۍ سره خپلي مټي راونغاړلي او دوی ته دي خدمت وکړو ، چې نمونې یې پرتي دي ، خو نورو آرمانونو ته چا پرینښودي ،دوی به هیڅ کله ستا زیارکښ او خواری کښه څیره هیره نه کړي ،تر څو چې انسانیت وي ستا دا خدمتونه به له هیڅ چا هیر نه شي ،ستا سر ښندنه او فداکاری ډیره او تر هر څه لوړه وه ،او عملآ دي و ښوده ،ستا لورینه په دي خلکو تر مور او پلار هم زیاته وه ،ته یو بهادر او زړه ور انسان وي چې د اخطارونو او خطراتو با وجود هم تا خپل کار ته دوام ورکړی وو ، خو ستا دښمنان د خیرن ضمیر او باطن خاوندان دي ، چې هیڅ مذهب نه مني ،او د انسانیت په مذهب کې هم نه دي، او د معرفت وږمې او بوی ترې نه راخیژي ،ته د داسۍ خیرن باطن او تیاره ضمیرونو خاوندانو له خوا ووژل شوي ،چې د انسان په صورت کې تر دیو او دَدَ هم بد تر دي ، دوي د چا په ژبه او د معرفت په وینا او خبرو هم نه پوهیږي ،ستا د دښمنانو او د دي استخباراتي کړیو له پاره د سلیمان علیه السلام په شان انسان په کار دی ،ځکه هغه د حیواناتو په ژبه ښه پوهیده ،چې دا بی ضمیره پوه کړي ،دوي د انسانیت په ژبه نه پوهیږي

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د ۲۰۱۹ کال د دسمبر پر څلورمه ارواښاد ډاکتر تیتسو ناکامورا چې په خلکو کې د کاکا مراد په نامه مشهوروو  او خلکو په دي نامه نازاوه ، د ګاونډی استخباراتو له خوا د کنړ د اوبو د مهارولو په خاطر ووژل شو، چې په دي ورځي د جلال آباد د ښار امنیت یې هم ډیر ضعیف وښوده د دي دومره خدمتونو باجود چې ده کړي وو مهاله ده چې ګوندی دی دي افغانانو وژلی وي ،د ده قدرداني د افغانانو له خوا په ټوله میډیا کې  مونږ وینواو نور یې هم شاهدان دي نو افغانان خو یې نه وژني، نو معلوم داره خبره ده چې ، د پاکستان د استخبارتو په اشاره او د دوی له خوا وژل شوی، ځکه ده غوښتل چې د کنړ د سیند اوبه مهار کړي ، د سمسورتیا او آبادۍ لوړ آرمانونه یې لرل ،چې هغي ته چا پرینښود، څو ورځي د مخه د ده د وژلو نه ډاکتر محمد اشرف غني ریس جمهور ځان ته وباله، او په یو مډال او افغانی تابیعیت یې ونازاوه ، دا مراسم می څرنګه چې په فیسبوک کې لیده ، نو هماغه ساعت می وویل : کاشکي اشرف غني د ده پرځای د ده پر امنیت باندی ټینګار کړي ، او زما داخبره د ناکامورا ووژل خو نوم د انسانیت ته د خدمت په کتاب کې ثبت شو په مضمون کې راغلي چې د ۲۰۱۹ کال نه راپدي  اضافه د دیرشو خپرونو کې خپورشوي چې کاشکي اشرف غني د دي پر ځای د ده امنیت نور هم ټینګ کړی وای ،خو په ډیر افسوس چې دا کار ونه شو.

 

زیاتې مقالې …