ولي الله ملکزی
ځموږ په نړۍ وال خاورین کلي کې؛ پاو کم اته ملیارده وګړي اوسیږي او چیټاکۍ د پاسه؛ په اوو زرو بیلا بیلو ژبو باندې ګړیږي. خو یواځینۍ ژبه چې هیڅ ژباړونکي ته اړتیا نه لري او د هر ځای او هرې ژبې خلک ور باندې پوهیږي، هغه د موسکا ژبه ده. موسکا یواځې د عاشقانو ترمنځ د فراق او وصال بی روحه تابلو نه ده چې د دیدن په مهال یې پرمخ را څرګندیږي.