سید عبید الله نادریوه خاطره:
د هجری شمسی کلنو ۷۲ یا به ۷۳ وو ،چې لا دمخه به وو خو ښه می یاد نه دي، چې په کابل کې ، د پردیو د استخباراتو ،په اشارو تنظیمی جنګونه روان ول ،د پوستین ګنډلو د دکانونو. تر څنګه د کابل ولایت مخی ته تیریدم،په داسی حال کې چې د راکتونو د وریدو له ډاره هر چا هڅه کوله چې ځان. یو آمن ځای ته ورسوی . چې په دي وخت کې په کابل کې بل رنګی کربلا روانه وه،چې دا په خپله یوه کربلا وه ،په دي ورځو کې ویل کیده ، چې ګلبدین حکمتیار یو بیګناه خبریال د میرویس جلیل په نامه بی ګناه وژلی .هر چا ځان د راکتونو له ویري له سړک څخه ګوښه کوو.ډیرو ماشومانو د یوې مړي روزی له پاره دا ټول خطرونه یې په خپل سر قبول کړي وو ،او د سړک په خوا کې یا د سړک تر غاړې یې کتابونه خرڅول ،، زما یو ډیر غریب ماشوم ته پام شو ، چې ډیر زاړه کتابونه يې چې د خلکو له کورو څخه راټول کړي وو ، دا یې د سړک پر غاړي غوړولی وو،،چې په کې ډیر د کار کتابونه هم ښکاریدل ،نو ما ډیر ژر یو کتاب چې شاتینۍ پوخ یې هم شلیدلی وو ، دا می واخیست ،چې دا کتاب د بینوا د اوسنې لیکوال دریم توک وو، چې کله جنګونو زور واخیست او زه جلال آباد ته کډه شوم، نو په کتاب کې څرنګه چې دا د شاعرانو تذکره وه ، نو د فدا استاد ژوند لیک او شعرونو نمونې په کې وي، چې دا شعر یې لیکلی وو ، چې ډیر په زړه پوری او مشهور دی چې د 1948 کال د بابړۍ د کربلا په هکله یې ویلی وو، چې عنوان یې دی(مرګیه مه راځه درځمه) دا زوړ کتاب بیا تر ډیر پوری راسره وو، خو نور یادښتونه او لیکنې په دي وخت کې رانه ورکې شوي .د جلال آباد د یوکال اوسیدو په مهال، همدا یو کتاب راسره وو ، چې د فدا دا شعر به می ډیر ځله لوسته دا شعر یې یو وخت د پادشاه خان او ډیرو پښتنو تر مخه په خپل غږ لوستی وو، چې ډیرو پښتنو په شمول د بادشاه خان په سرو سترګو ورته ژړل،
نو د دي ځوانیمرګ(ګیله من وزیر) دا تیز تګ ته چې په مبارزه کې به می لیده، نو د عبدالمالک فدا دا شعر به می سترګو ته دریده ،(مرګیه مه راځه درځمه) چې مرحوم فدا استاد دا شعر د بابړۍ د کربلا یا قتل عام په پار یې ویلی : چې د پنجاب د پوځ له خوا ډيری پښتانه ظالمانه وژل شوی وو ، د دي شعر د لوستلو پر مهال د مرحوم فدا استاد په خوله وایی چې: ډيرو خلکو په شمول د پادشاه خان او نورو پښتنو په سرو سترګو ژړل ،د پنجاب د پوځ او د ریاست خاموشی د ګیله من وزیر په وژلو هغه هم د اسلام آباد غوندی ځای کې په رڼا ورځ ډیر څه ښایی ، او ډير پټ رازونه او دسیسې بر بنډوي ،
(مرګیه مه راځه درځمه)
کفن پۀ ترخ کښې دَ سیالۍ مېدان له ځمه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
سر پۀ تلي کښې دَ الله دربار له ځمه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
پۀ چارسده کښې کربلا ده
دَ غدارانو پرې صلاح ده
پۀ سرفروشو واوېلا ده
زۀ دَ خپل قام سره پۀ مرګ سیالي کوومه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
بیا دَ وطن پۀ خاوره جنګ دے
ښکُلے مېدان دَ نام آؤ ننګ دے
مورې ورځمه زړۀ مې تنګ دے
پۀ خپله خاوره خپلې وینې تؤیَوُمه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
سرې جامې راکړه زما مورې
سر راله غوَړ کړه سترګې تورې
نوم دَ پُښتون دے پۀ ما پورې
پۀ پُښتنه خاوره خپل سر قُربانؤومه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
مازیګر اُوتم له کوره
رُخصت مې واخیستو له موره
لار چې تیاره شوه تکه توره
دَ آجل ځائې ته نیمه شپه ورَسېدمه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
پۀ لس بجې سبا سحر
سرفروش ؤوتل بهر
ترې نه چاپېره شو لښکر
زۀ دَ قومي صفونو مېنځ کښې ودرېدمه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
خاص دَ جمعې پۀ جماعت
فوځونه ؤختل اوچت
علامې راغلې دَ قیامت
دَ آفسر حُکم ته وۀ هر سپاهي پۀ تمه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
یؤ خوا ته توپې مشینونه
دَ حکومت واړه فوځونه
بل خوا ته قام خالي لاسونه
مقابلې ته مې کتل حېرانېدمه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
دَ چارسدې پړانګو بیبیانې
وړې زړې وې کۀ ځوانانې
دَ وروڼو مخکې وې روانې
دَ سفېد پوشو جذبه نه وه دَ چا کمه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
دَ خوېندو غېږ کښې ماشومان
پۀ سر نیولې وۀ قُرآن
آواز ئې دا وۀ پۀ مېدان
فخرِ آفغانه تا ګټم پۀ خپله مرمه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
ستا دَ لیدو مو تلوسه ده
پۀ دې بنا زمونږ جلسه ده
دَ دُشمن خوشې وسوسه ده
زارۍ مو نۀ مني منت به کړو تر کومه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
تالا ئې کړل زمونږ کورونه,
بیا ئې ورپورې کړل اورونه
زمونږ پرې نۀ رسي زورونه
له داسي ژونده راله مرګ ښه دے بې غمه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
چا سره توپه کۀ مشین وۀ
کۀ چا سره سرپوښ غوَګین وۀ
هر یو ظالِم له قهره شین وۀ
پۀ یو آواز ئې حمله وکړله محکمه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
دَ خُدائې رښتینې خدمتګار
مړۀ زخمیان پرېوتل قرار
چې روسته نۀ شو پۀ دې وار
دَ مشین ګن خُلۀ ئې دوبار کړه راته سمه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
دَ پُښتنو ښکُلي ځوانان
پۀ سپین مېدان شول شهیدان
له خپل وطنه شول قربان
دَ تکبیر چغه به وته دَ هر یو فمه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
خلقو اوچت کړل مړۀ زخمیان
بیا دَ ګولو شو پرې باران
سُور شو پۀ وینو سُور مېدان
جذبه دَ خلقو زیاتېدله دم تر دمه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
ولیدل ما دَ قام جذبات
هیچا به نۀ کوؤ هیهات
ښکارېدو مرګ ورته حیات
جونه وې مخکې دَ ځلمو نه څو قدمه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
جلسې له راغې دا خبر
چې پۀ هر پل پۀ هر ګودر
مورچې نیولې دي بادر
غورځوي سین ته سُرخپوشان ځلمي پۀ جمع
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
څوک آباسین یوړل پۀ ښکته
دَ چا تر اوسه نشته پته
وکړئ تپوس له حکومته
دَ پُښتنو بچي دې مړۀ کړل پۀ څه طمعه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
زۀ دَ قُدرت پۀ ننداره اوم
دَ دې منظر پۀ نظاره اوم
دَ مشین ګن خولې ته ښکاره اوم
چې مخامخ دَ زړۀ پۀ سر ولګېدمه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
ګولو مې غوښې کړلې فاش
خلقو اوچت کړو زما لاش
ما پسې مۀ کوئ تلاش
زۀ علیین ته هغه وخت ورسېدمه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
دَ پاکستان وږي فوځونو
مړۀ زخمیان وکړل پۀ زرګنو
دوي دَ خندا شول دَ قومونو
یؤ ظلم نۀ دے زۀ به ئې کوم کوم یادومه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
پۀ آخرت چې رب قاضي شي
پۀ شفاعت رسول راضي شي
وار دَ شهید او دَ غازي شي
زۀ به غلبېل سینه دَ خُدائې پۀ مخکې ږدمه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
آتۀ څلوېښت کاله پۀ شمېر
نۀ مې دے نولّس سوه هېر
دا دَ عیسیٰ رسول وۀ تېر
ورځ دَ زیارت وه دَ اګست وه دولسمه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه
عبدالمالکه ځان فِدا کړه
پورته دَ حق یوه صدا کړه
نوې ژوندون قام له پېدا کړه
کۀ خُدائې راضي شي سفارش به دې کوینه
مـرګیـه مـۀ راځـه درځمه
د بابړۍ د کربلا د شهیدانو او اروښاد ګیله من په یاد
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode