ماینونه که میخونه

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 زلمی نصرت 

د ساحل پر غاړه ناست وم او په مزه٬ مزه مې د سمندرگي څپو او د لمر وړانگو ته کتل٬ چې د لمر د پریوتو وخت نږدې شو.

 

په سمندر کې د زیړي لمر د وړانگو د ډوبیدو سره د سمندر څپې او د لمر وړانگې او شغلې سره لاسونه وپړقول او په اشارو، اشارو یې خبر داری ورکړ، چې په پریوتو یو، ډوبیږو، غورځیږو او ورکیږو.

 

د ساحل شاوخوا رستورانونو کې شمعې بلې او په ځلیدا شوې، خو د لمر د غروب د ښکلا او ښایست ځای یې ونشو نیولای او له ځان سره مې وویل٬ کاشکې٬ کاشکې دا ننداره٬ چې د بریالیتوب٬ ځواک  او د ځوانۍ نښه څرگندوي، په خوب کې مې لیدلای وای.

 

 د وطن د گودرونو٬ سیندونو٬ باغونو٬ دښتو٬ غرونو٬ چینو٬ چنارونو٬ باغچو٬ دیرو او حجرو او د خپلو جنگ ځپلو خلکو د تیر او اوس محال د ژوند د غروب په تصور کې غرق وم ٬ چې په دغه وخت کې ساحل غاړې ته د ماینونو او د چاودیدونکو توکو د پاکولو کسان٬ چې عمرونه یې شپيتو ته رسیدل٬ راښکاره شول٬ راغلل او راسآ د ساحل په پستو شگو کې په لټولو شول.

 

 خیال مې بدل شو٬ وارخطا شوم٬ ارامتیا رانه کډه وکړه او د ځان سره مې وویل:

لکه چې دلته  یې هم ځانونه را رسولي دي او په کراره مو نه پریږدي او لکه چې هیچ چيرې خلاصون او امن ترې  نلرو.

 

نږدې د یو هندو دوکان ته ورغلم او پوښتنه مې ترېنه وکړه٬ چې لالاجې څه خبره ده.؟

 

 هندو ښکته او پورته راته وکتل او را ته یې وویل٬ چې د کوم ځای یې؟

ما ورته وویل چې افغان یم.

 

 سر یې وښوراوه او بیا یې راته وویل ٬ چې پټان یې.؟

 

ددې  د پاره چې خبره را لنډه شي٬ ما هم زر ځواب ورکړ٬ چې هو بلې٬ بلې پټان یم.

 

 د پټان د اوریدو سره٬ په قهقا شو او په خندا یې راته وویل٬ چې ٫٫خانجي٬٬ مه ډاریږه او ملامت هم نه یې٬ ځکه چې تاسې افغانان د ماینونو٬ او باروتو او جنگ٬ جوگړو سره را لوی شوي یاست او هر څه خپلو ‌ذهني عینکو نه گورئ او که مریخ ته هم لاړ شئ٬ دماغي او ذهني ارامتیا به و نه لرئ؟.

 

دهندو دا خبره خورا زیات وزورولم او ودردلوم٬ خو څه مې ورته و نه ویل.

 

زما په ژوند کې ممکن دا به لومړی ځل و٬ چې یو هندو ته چپه خوله ودریدم.

 

  بیا یې وویل چې پټان صاب هغوی هره ورځ د غروب په محال د خلکو د روحي آرامتیا او اطمینان له پاره، چې د D ویټامین د اخستلو او لمبا له پاره له نورو هیوادو څخه دې جزيرې ته راځې٬ ساحل ته راځی او دوی ماينونه نه، بلکه د احتیاط له مخې، ستنې، میخونه، ماتې ښيښې او دیته ورته شیان په شگو کې لټوي٬ راټولوي٬ ساحلي شگې زما او ستا لپاره  پاکوي او صفا کوي.

 

  ددې خبرې په اوریدو٬ ورته په مسکا شوم٬ سټ مې وگرول او ترینه ولاړم.