د سوریې د ولسمشر مېرمن ،لطیفه الدروبي څوک ده؟

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ولي الله ملکزی

تیره اونۍ د لومړي ځل لپاره هغه ګونګسې ګونګې شوې چې ویل کېدل د سوریې نوی ۴۳ کلن ولسمشر، څلور مېرمنې لري او ټولې په نقاب کې ګرځي. مېرمن لطیفه د حِمص ولایت د الدروبي په مشهورې کورنۍ کې زېږېدلی، په عربي ادب کې یې د اِدلِب له پوهنتون څخه ماستري اخیستې او د درېو زامنو مور ده.

څلور ورځې وړاندې، د سوریې دغه لومړۍ مېرمن د خپل مېړه په څنګ کې د کعبې شریفې خونې ته د ننوتلو په حال کې ولیدل شوه. پرون په انقرې کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د میرمن، امینه اردوغان سره په جمهوري ماڼۍ کې راڅرګنده شوه چې د سوریې د عامو مېرمنو په څیر لباس یې په تن دی او موسکۍ ښکاري.

د شام ویاړلی او متمدن ولس ښځو ته د نر په څېر د کامل، برابر او عاقل انسان په سترګه ګوري او د تعلیم او کار حق یې خوندي دی. حجاب د بنده او خالق ترمنځ موضوع ګڼي او په سوریه کې د مذهبي پولیسو په نوم کومه اداره شتون نه لري ترڅو د خلکو تَعبُدي او اِعتِقادي مسائل وڅاري.

 

الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!

په مننې سره، دغه عکس مې د «الشرق الاوسط» له ورځپاڼې څخه کاپي کړیدی