مطیع الله
له څلوېښتو کلونو راهسې چې په افغانستان کې کومه جګړه روانه ده، پاکستان د مجاهد او طالب په نامه لا تر نن ورځې همغسې روانه ساتلې. چې د دې جګړې قربانیان دواړو خواو کې افغانان دي، مګر له بده مرغه ګټه یې پاکستان او نورو ته رسېږي. له همدې امله پکار ده چې د جګړې د پایته رسولو په اړه اساسي فکر وشي او د جنګ پرځای د سولې لاره اختیار شي.