اېمل پیاوړی
طالبان چې ځانون د دین او د خدای د لارې پتنګان بولي، مګر په تېرو اتلسو کالو کې چې دوی کوم جنګونه، ظلمونه او جنایتونه ترسره کړي او لا یې هم ترسره کوي، د اسلام د مبارک دین سره واضح په ټکر کې دي، ځکه دوی له خپل ملت سره په جنګ کې دي او د اسلام مبارک دین د یو مسلمان وژنه د ټول امت مسلمه وژنه بولي

اېمل پیاوړی
په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې استازو د حکومت او ولسمشر غني د سیاسي مخالفینو د بې اساسه تبلیغاتو او پروپاګند برعکس په ازاده فضا کې یوازې او یوازې د افغان سولې په اړه څو ورځې په ګروپونو کې له صمیمت څخه په ډکه فضا کې له کوم بندیز، محدودیت او سانسور پرته بحث وکړ.

مطیع الله سحر
افغانستان چې په جرګو او مرکو مشهور هیواد دی او تل د مهمو مسایلو د حل لپاره سره یو ځایی راټولېږي او د همغې مسلې لپاره هر یو جلا جلا نظرونه ورکوي. د هر یو نظر ته د قدر په سترګه کتل کېږي،. خو بیا هغه نظرونو ته لومړيتوب ورکوي کوم چې د دوی لپاره مناست وي او د اکثریت توافق ورباندې موجود وي تر څو د ټولو نظر په کې واخیستل شي

 

په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې په وروستيو کې طالبانو خپلو خونړيو بريدونو ته زور ورکړی او د روژې په مبارکه مياشت په خاطر يې هم اوربند ونه کړ؛ په ورته مهال ورسره په قطر کې د زلمي خليلزاد او وسله والو طالبانو تر منځ شپږم پړاو خبرو ته دواړو لوري (امرکا او طالبان) هیله مند دي او دواړو لورو په کې د پرمختګ يادونه کړې ده.

محمدروښان ښاد
د حنیف اتمر په ګډون یو شمېر هغه کسان چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته یې نوم لیکنه کړې او لا یې هم نه د نوماندۍ قانوني پروسه بشپړه کړې او نه هم د رسمي نوماندانو په توګه اعلان شوي دي، د نوم لیکنې له ورځې کوښښ چې پر حکومت او ولسمشر غني فشارونه وارد کړي او د دغو فشارونو په پایله کې امتیاز ترلاسه کړي

اېمل پیاوړی
د جګړې پرمهال نه یوازې خلک ووژل شول او تاسیسات ویجاړ شول، بلکې نظام، بنسټونه او سیستمونه هم ورسره ویجاړ، فاسد، کاواکه او غیر فعال شول او له همدې امله د پرېمانه بهرنیو مرستو باوجود هم نه د ولس رضایت ترلاسه شو او نه هم د کرزي په دیارلس کلنه واکمنۍ کې د بنسټونو په بیا رغاولو اساسي کار وشو، څومره مرستې چې راغلې حیف او میل شوې

محمدروښان ښاد

 

په ولسي جرګه کې د کابل او پکتیا ولایتونو د خلکو نویو منتخبو استازو نن د جمهور رئیس غني په حضور کې لوړه وکړه. ولسمشر غني یادو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، د تلې ۲۸ مه زموږ د ملي حماسې ورځ وه

محمدروښان ښاد

 

د نړۍ ډېرو په ځانګړي ډول وروسته پاتې او جګړه ځپلو هېوادونو ته د ډاکټر غني د پوهې او فکر خیر رسېدلی، خو خپل پلرنی هېواد یې لا هم له جګړو، ناامنۍ، بې وزلۍ، اقتصادي او ګڼو نورو ستونزو څخه ځورېږي. هغه د خپل هېواد ویجاړ او ستونزمن حالت تر نورو ښه درک کوي او له دغه حالت څخه د وېستلو لپاره نه یوازې فکر، بلکې شپه او ورځ عملي هلې ځلې هم کوي. نوموړی وایي،

ګلرحمن رحماني

 

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د پاکستان لمړی وزیر عمران خان سره د تیری یکشنبی په ورځ په ټیلیفونی تماس کې د افغانستان د سولې پروسی او سیمه ییز اتصال په اړه بحث او خبری وکړی او د پاکستان د لمړی وزیر افغان ولسمشر ته د سفر بلنه ورکړه چې  افغان ولسمشر یې بلنه ومنله .


صمیم ترکی 


هغه دولتونه چې ټولې منفورې سیاسي څېرې ورته یو طرف ته شي، بریالي او رښتیني دولتونه ځکه ورته ویل کېږي، چې دوی په هېواد کې شته ټولې منفورې څېرې یې له سیاسته ګوښه او د ولس له سره ښکته کړې وي.


بصیر ودان

په وروستیو کې د ولسمشري ټاکنو ځینو نوماندانو او د دولت سیاسي مخالفینو ناستې او تبلیغ پیل کړی دی، چې ولسمشر باید د جوزا تر لومړۍ نېټې ورسته واک لنډمهالي حکومت ته وسپاري. لومړی به پر دې وغږېږو چې د اساسي قانون پر اساس څه سم او څه ناسم دي؟

زیاتې مقالې …