محمدروښان ښاد
طالب مشران د جنګ له زیان، قربانۍ او فشار څخه خوندي د پاکستان په ښارونو، بهرنیو هیوادونو او خوندي ځاینونو کې بود او باش لري. دوی سړو ارکنډېشنونو ته خوبونه وهي، ښه خواړه، اوبه او نور څه یې چې زړه ور وغواړي وررسېږي.
حتی تعزیران ورنه په غیر رسمي توګه لیرې شوي دي، ځکه دوحې، ابوظبۍ، مسکو او نورو هیوادونو ته د پاکستان له هوایي ډګرونو څخه پروازونه کوي، غونډو، کنفرانسونو، مېلو او تفریح ته ځي، ښه معاشونه او امتیازات لري، اولادونه یې هم خوندي دي او هم د نړۍ په معتبرو پوهنتونو کې زده کړې کوي، لکه د ملا عباس ستانکزي لور چې په متحده عربي اماراتو کې په امریکایي پوهنتون کې زده کړې وي، نو کله چې طالب مشران دا او دېته ورته نور امتیازات ولري، نو ولې به سوله کوي.
سوله خو هغوی کوي چې عملاً د جنګ سختۍ ګالي، د جنګ قېمت هره ورځ پرې کوي، د جنګ له امله ځورول شوي وي، د کورنۍ غړي او خپلوان یې له لاسه ورکړي وي، لوږه، تنده، بې کوري او ناچاري یې لیدلې وي، اولادونه خو یې زده کړې لا څه چې ان د خوړو او ژوند له ډېرو مهمو او لومړنیو اسانتیاو څخه بې برخې کوي. سوله خو هغوی کوي چې د جنګ له تباهي، وراني، دربدري څخه عملاً متضرر شوي وي.
سوله د افغان ولس غوښتنه ده، ځکه چې ولس هره ورځ د پاکستان د نیابتي او د وسله والو طالبانو د تحمیلي جنګ قرباني ورکوي، هره ورځ موږ ګورو چې د وسله والو طالبانو په چاودنو، بریدونو، جنګونو او وحشتونو او جنایتونو کې زموږ غیور ولس قرباني ورکوي، شتمنۍ یې لوټ شوې، تر ټولو بده لا دا چې د ژوند سکون او ارام ورڅخه اخیستل شوی دی، نو له دې امله دوی له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې د جنګ د ودرولو او سولې چیغې وهي.
په دې وروستیو کې د سولې لپاره زمینه او فرصت هم برابر دی، خو د حکومت په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د بیا بیا غوښتنې او بلنې باوجود لا هم وسله وال طالبان او په ځانګړي ډول طالبان مشران سولې ته چمتو نه دي او دوی د سولې پرځای چې د ولس تر ټولو لویه او مهمه غوښتنه ده، برعکس په جنګ ټینګار کوي، ځکه چې د طالب مشرانو ګټې په جنګ کې خوندي دي، د دوی ژوند له جنګ څخه تامینېږي او دوی له جنګ مه واره د وطن د ابادۍ، پرمختګ او سوکالۍ لپاره هیڅ اراده، فکر او برنامه نه لري.
د جنګ پر وړاندې د ولس زغم نور پایته رسېدلی دی، که چېرې وسله وال طالبان او د دوی مشران زموږ د جنګ ځپلي ولس وضعیت درک نه کړي او همداسې د پردیو په لمسون او غوښتنه جنګ ته ادامه ورکړي، نو لیرې نه ده چې په ټول هیواد کې د دوی پر وړاندې پراخ ولسي پاڅونونه وشي او هغه مهال به بیا وسله وال طالبان او د دوی مشران بې له تېښتې بله هیڅ لاره او چاره هم ونه ویني، نو پکار دی چې دی تر هر څه لومړی دغه الهي امر ته چې فرمایي سوله غوره ده تسلیم شي او د ولس دا لوی هیله او ارمان پوره کړي.