مطیع الله سحر

 

ولسمشر محمد اشرف غني به د سرطان میاشتې په شپږمه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي غوښتنه یاد هیوادته سفر وکړي. باور دی چې د ولسمشر غني دا ځلي سفر به ښې پایلې له ځانه سره ولري، ځکه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر لا دمخه ویلي او دا یې منلې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان سیاستونه ناسم وو او دوی د خپل ځان، دریځونو او سیاستونو د بدلولو لپاره جدي نیت او ټینګه اراده لري.


محمدروښان ښاد
د افغانستان د سولې پروسه په دې وروستیو کې بېخي انحصار او اغوا شوې وه، زلمي خلیلزاد کوښښ کاوه چې له دغې پروسې څخه د ځان په ګټه او د حکومت په کاواکه کولو داسې استفاده وکړي چې ځان ته میدان خالي کړي او بالاخره واک ته ورسېږي، مګر د حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني معقول دریځ او مقاومت لوبه د خلیلزاد او امریکا له لاسه وېسته

عبداللطیف یاد
ښاغلی اتمر او یو شمېر پخواني جنګسالاران او سیاسي ملګري یې چې د سولې په پلمه پاکستان ته تللي وو، په حقیقت کې یې موخه دا وه چې پر افغان دولت د فشار راوړلو لپاره باید له پاکستانیانو سره لاس یو کړي او د هغوی همکاري ترلاسه کړي. پاکستان چې لا وار دمخه په افغانستان کې د نظام او دولت د له منځه وړلو لپاره تروریستي او وسله والې ډلې ګومارلې دي، نو ښاغلي اتمر ته یې دنده ورکړه

مطیع الله سحر

ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې واکمنۍ په موده کې  ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه وکړه، د هغوی ستونزې یې د هغوی له خپلو خولو واورېدلې. د دوی غوښتنې او وړاندیزونه یې په برنامو بدلې کړې. بیا یې د دغو پروګرامونو د پلي کولو لپاره په بېلابېلو ادارو کې ځوانان د دوی د وړتیاوو له مخې پر دندو وګومارل او له همدې امله د افغانستان ادارې تر بل هر وخت زیاتې ځوانې شوې.

 

مطیع الله سحرغني

د ولسمشر غني یو شمېر مخالفين چې پر نوموړي د نقد کوم دلیل نه لري، نو په بې اساسه توګه دا تورونه پورې کوي چې ګواکې ښاغلی غني د واک غځولو لپاره لاس او پښې وهي او ټوله موخه یې داده چې څنګه په واک کې پاتې شي، حال دا چې ولسمشر غني شپه او ورځ د هیواد د ابادۍ آو د هیوادوالو د عزت او سوکالۍ لپاره کار او خدمت کوي.

مطیع الله سحر

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د صدراعظم عمران خان په رسمي بلنه پاکستان هیواد ته خپل سفر وکړ.  ښاغلي غني د پاکستاني مقاماتو د بیا بیا غوښتنو او بلنو باوجود دونیم کاله وروسته د سولې مشورتي لویې جرګې د غوښتنې او وړاندیز په درناوي یاد هیواد ته سفر وکړ.

 

ښکاري،چې د افغانستان د سولې خبرې نوې او حساس پړاو ته ور دننه شوې دي او د سولې مثلث(امریکا،طالبان او افغان حکومت) غواړي یو بل ته د سولې په راوستو کې اوږه ورکړي.د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو اووم پړاو پیل،د سولې په چارو کې د دولت وزارت بست رامنځته کېدل او د سولې عالي شورا خوشبیني یې واضح مثالونه دي

 

میر عبدالواحد سادات

 

 

 

پرداختن دقيق و پاسخ درست به اين موضوع ايجاب مينمايد تا اين سوال اساسى

را مطرح نماييم : 

چرا پاكستان درين هفت دهه به استثناهى بعضى مقاطع ، هميشه دست بالا دارد ؟ بزرگترين ضعف تاريخى ما :

در شعارزدگى ما است كه مانع برخورد شعورى ما با مسايل و مصايب ميگردد و البته علت تاريخى ان همانا : 

 

په داسې حال کې د امريکا او وسله والو طالبانو استازیو تر منځ په قطر کې د سولې روانو خبرو ته تر پخوا اوس هيله مندي ډېره شوې؛خو دې هیلې ته د رسېدو د بیې،څرنګوالي او پایلې په اړه ځینې پوښتنې او اندېښنې مطرح کېږي.

په پېښور کې د پښتنو د «قهر ورځ» تېره شوه
د پاکستان امنيتي ارګانونه پښتانه د ملي ازادي غوښتنکي تحريک جوړولو ته ټېله کوي.
منبع: د مسکو چاپ نېزاويسيمايا ګزېته د03.07.2019 نېټې ګڼه
اندرې سېرېنکه د نېزاويسيمايا ګزيتې ځانګری خبريال
ژباړه: شېرحسن حسن
د پاکستان پښتنو د جولای په 2 نېټه په پېښور کې پراخ احتجاجيه لاريون وکړ. د لاريون جوړونکو او برخه والو د پاکستان په حکومت او پوځي واکمنانو سختې نيوکې وکړې او هغوې يې د پښتنو په نسل وژنه تورن کړل. د احتجاجيه لاريونو او غونډو له لارې د پښتنو د مختلفو ګروپونو سياسي تحرک پياوړتيا مومي او د هغوی افکار د ملي ازادي بښونکي نهضت شکل پيدا کوي.

 

دا سمه ده،چې غني به تېروتنې لري،ستونزې به وي،فرصتونه به یې له لاسه ورکړې وي،د خلکو په دسترخوان کې به یې ښه او مثبت بدلون نه وي رامنځته کړی،خو دا هم د بحث وړ موضوع ده،چې د اووه لسو ټیمونو له ډلې کوم یو یې د اوسني ولسمشر بدیل کېدلی شي؟

زیاتې مقالې …