محمدبشیر یوسفزوی
له بده مرغه په افغانستان کې وروستیو څلوېښتو کالو داسې بې بندوبارۍ زموږ په خلکو کې رامنځته کړې، چې ممکن له منځه وړل او اصلاح یې کلونه کلونه وخت واخلي، خصوصا د عامه شتمنیو، ملکیتونو، دولتي تاسیساتو او نورو پر وړاندې خلک ځان حتی د خپلو شخصي ملکیتونو هومره هم مسوول نه احساسوي.
موږ په کلیو کې ګورو چې د افغانستان وسله وال مخالفین په ډېره اسانۍ د برېښنا ستنې، ښوونځي، کلینیکونه، پلونه، پلچکونه او نور عامه تاسیسات تخریبوي او حتی څوک یې پر وړاندې د ممانت او مخنیوي هڅه نه کوي، مګر که چېرې همدغه ورانکاري د یو چا شخصي کور، جایداد، باغ او بل څه ته لاس وړاندې کړي، نو له سخت مقاومت سره به مخ شي، حتی ځان مرګ ته ورکوي، مګر د هغه د ورانکاري او تخریب مخه نیسي.
د دې دلیل دادی چې موږ لا هم د ملي تاسیساتو او ملي ګټو پر وړاندې بې تفاوته یوو، موږ په خوله د ملي ګټو د پاللو چغې وهو او شعارونه ورکوو، مګر په عمل کې موږ لا هم شخصي ګټې تر ملي ګټو لوړې بولو او تر هغو چې دا فرضیه بدله نه شي، نو اوسنۍ ستونزې به همداسې پسې ادامه لري.
د دې لپاره تر ټولو مهم ځای چې هم په کې ملي فکر ایجادېدلی شي او هم په کې ښه وده کولی شي، کورنۍ او ښوونځي دي. مګر له بده مرغه په کورنیو او ښوونځیو کې هم سختې بې عدالتۍ، بې پروایۍ او ستونزې ادامه لري. د دې لپاره مهمه ده چې دولت په نصاب کې فوق العاده بدلون راوړي او زموږ ښوونیز نصاب باید زموږ اوسنیو ستونزو او ناخوالو ته په پام له سره ترتیب شي، تر څو موږ له کوچنیوالي ماشومانو ته ملي ګټې او وطن پالنه ور زده کړ.
تر څو چې زموږ ځوان نسل وطنپالنه زده نه کړي او د ښوونځي د کتاب او د ښوونکي د لارښوونو او د کورنۍ د سپارښتنو له لارې د دوی په ذهن کې کېنني، نو به مو ځوانان له ورانکاریو لاس واخلي او نه به هم دا زده کړي چې ملي تاسیساتو ته د زیان اړولو مخه څنګه ونیسي، نو دا حتمي او ضروري ده چې دولت، ښوونځي، ښوونکي، میندې او کورنۍ په دې برخه کې پاملرنه وکړي او په دې تمه نه وي چې د زده کوونکو د روزنې لپاره به کوم وارداتي فکر راشي او دوی به بدل کړي، دوی باید د ملي فکر د ایجاد په اړه فکر وکړي او دغه فکر په کورنیو او ښوونځیو کې هم ایجادېدلی او هم پالل کېدلی شي او هم یې پایلې او اغېزې ښې وي.
تر هغو چې ولس ته دا فکر ورنه کړل شي چې دولتي سرک، روغتون، ښوونځی او نور تاسیسات د دولت نه، بلکې د دوی خپل ملکیت دی، د دوی د هوساینې لپاره جوړ شوي او که چېرې ویجاړ شي، نو په لومړي قدم کې د همغې محلې او هغه خلک په تکلیف کېږي چې نږدې ور پراته وي، په دې ډول باید خلکو ته دا ور زده شي چې څنګه ملکي تاسیسات خپل وګڼي ، دوی ته باید د مالکیت احساس ورکړل شي، تر څو د هغو سمه ساتنه او پالنه ورکړي.