پاکستان له افغان سولې د څه وېره لري؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

افغانان له جنګه دومره خونپوره شوي چې حتی که د سولې او پاکستان خبره یاده شي، نو دوی هیله من شي چې ګوندې سوله راشي، سره له دې چې پاکستان هیڅ وخت هم د افغان سولې په برخه کې نه صادق وي او نه به هم صادق وي، ځکه پاکستان د باثباته او پرمختللي افغانستان طرفدار نه دی

.

د سولې په نوم د پردې تر شا معامله کول هیڅ افغان ته د منلو وړ نه ده. د سولې په نوم چې کومه ډرامه په ابوظبۍکې روانهوده،پنجان ترې ملاتړ کوي او هڅه کوي چې د اوولس کلنې جګړې امتیاز له امریکا واخلي، د پنجاب پوځ  پوه شو،چې په کور دننه د فشارونو سره مخ دی،باید نور د جګړې په ځای خپلو اهدافو ته د سیاسي حل لارې په واسطه ورسېږي.

د دې دوه لاملونه کېدای شي،یو دا چې کورنۍ اقتصاد یې ورځ تر بلې شړېږي او بل لامل یې د کور دننه په پوځ سیاسي فشار دی،نو ځکه پنجابي استبلشمنټ د جګړې په ځای د خبرو او اترو له پاره د روان بحران د ختمېدو لپاره هڅې کوي.

دا په دې معنا نه ده چې،پنجاب د افغانانو سره مخلص دی،بلکې غواړي چې د افغانستان د جنګ له ختمولو سره سره د امریکا څخه امتیاز تر لاسه کړي،مالي مرستې چې د امریکا له لوري پرې بندې شوي،باید د تروریزم سره د جګړې په خلاف بیا ځلې پاکستان ته ورکړل شي،د پاکستان نوم د امریکا له لوري په تور لیست کې تېره میاشت اضافه شوی، چې د همدې وجې نړیوال بانکي صندوق ورته پور نه ورکوي، چین هم تیار نه دی چې،پور ورکړي.

نو په همدې اساس پاکستان  هڅه کوي، تر څو نړیوالو ته دا وښیي، چې  دوی په افغانستان کې  د روان تروریزم څخه ملاتړ نه کوي،بلکې سوله غواړي.

پاکستان په اوس وخت کې د بل هر،وخت څخه زیات منزوي شوی، اقتصاد یې ورځ تر بلې شړېږي،سرمایه ګزاري پکې صفر ته رسېدلې،تجارانو ترې خپلې سرمایې ترکیې دوبۍ او نورو بهرنیو هیوادونو ته منتقل کړې،بلوچ بېلتون پاله مجاهدین د تقویې په حال کې دي،پښتانه د منظور پښتین په مشرۍ راپورته شوي او له پنجابي ریاست خپل حقوق غواړي،سندیان ناراضه دي.

نو پنجاب ارمي ویره لري که افغانستان او هندوستان له شته فرصتونو ګټه واخلي نو پاکستان به له سوریې بدتر شي، ځکه کوز پښتانه د بل هر وخت د پنجابي ریاست څخه ناراضه دي او په دوی د شویو ظلمونو پوښتنه کول غواړي.

پاکستان وېره لري چې بل بنګله دېش جوړ نه شي،هغه وخت به هم دوی دا شعارونه زمزمه کول چې زموږ فوځ نمبرون دی،څارګره اداره مو  نمبرون ده،خو د دې هر څه باوجود ۹۰۰۰۰ پنجابي عسکر په ډهاکه کې درې زره هندي عسکرو ته تسلیم شول،او بنګال ترې آزاد شو،نن هم له هماغې ستونزو سره لاس او ګریوان دی،نو د حل لارې له پاره هڅه کوي،تر څو په سیمه کې نور د تروریزم ملاتړ پرېږدي او د سولې لپاره هڅه وکړي.

طالبان دا اوولس کاله پنجاب په خپله غېږ کې وساتل ،د پنجاب د ګټو لپاره یې قرباني ورکړه،نو مجبوره دي چې د پاکستان لپاره د سولې په نوم له امریکا سره معامله وکړي،خو تاوان به یې موږه افغانان ګالو.