محمدروښان ښاد
په دې وروستیو کې د زلمي خلیلزاد له هلو ځلو سره د سولې هیلې زیاتې شوې دي، خو دغه هیلې بې اندېښنو هم نه دي، څومره هیلې چې سولې پورې غوټه دي، نو همدومره اندېښنې هم ورسره ملې دي.
د ټولو هیله همدا ده چې سوله راشي جنګ به نه وي، وحشت او جنایتونه به نه وي، وژنې او وېره به نه وي، ارامه ارامي به وي، مینه او صمیمیت به وي، کس په کس به غرض نه وي، هر سړی به په خپل کار بوخت وي، مګر له څلوېښت کاله جنګ وروسته د دغسې سولې راتګ به یو خیال ته ورته وي.
په دې کې شک نشته چې دا د سولې ایډیال حالت د هر انسان او هر افغان غوښتنه ده، ځکه دوی د جنګ له لاسه دومره ستونزې، ځورونه او ناخوالې ګاللې دي، چې د نورو د زغملو تاب نه لري، مګر دغسې ایډيالې سولې ته رسېدل او ورستنېدل به لسیزې وخت وغواړي.
ځکه اوس له ولس سره دا وېره ده چې که سوله را هم شي، مګر دغه په جګړو کې را لوی شوي ځوانان به په اسانۍ قانون ته غاړه کېنږدي. دوی به لا هم په یوه او بله بڼه خپلو جنایتونو او وحشتونو ته ادامه ورکړي. لا به هم د خلکو سر، مال او ژوند خوندي نه وي او لا به هم موږ د وژنو، ځورونو او نورو ناخوالو شاهدان وو.
مګر دا د سولې په مذاکراتو پورې اړه لري. که مذاکرات بین الافغاني وي او د دواړه خواو په توافق ترسره شي، نو بیا دغه ډول اندېښنو ته ځای نه پاتې کېږي. د افغان حکومت او ولسمشر غني هیله دغسې بې جنجاله، تلپاتې او باعزته سوله ده. باعزته دا مانا چې د هیواد او خلکو ژوند، ګټې او ارزښتونه په کې خوندي وي.
افغانانو ته به داسې سوله د منلو وړ نه وي چې په هغه کې معامله وشي، په هغه کې امتیاز او ګټه همسایه او کوم بل بهرني هیواد ته لاړه شي. افغان سوله به د افغان په ګټه وي. په افغان سوله کې پردۍ اجنډاوې ځای نه لري. پردي فرمایشونه په کې نه چلېږي او نه هم پردیو ته په کې واک او اختیار ورکول کېږي، لکه اوس یې چې طالبان ورکوي.
زموږ د سولې اختیار به له موږ سره وي، مګر دا سوله بې بهرنیو هم نه کېږي. بهرنیان دې وي، خو د منځګړو او دریمګړو په توګه. دوی به د سولې بهیر څارنه کوي. که نړیوالو ضمانتونو ته اړتیا پېښېدله، نو دوی به دواړو لوریو ته ډاډ او ضمانت ورکوي.
د ولس هیله او غوښتنه له طالبانو او حکومت څخه همدا ده چې د سولې لپاره دې په خپلو کې سره جرګه شي. اوربند دې اعلان کړي. عملي مذاکرات دې پیل کړي. د مذاکرې او بحث وړ موضوعاتو لپاره دې د غوښتنو لېستونه ترتیب کړي. بیا دې هغه لېستونه په خپلو کې سره تبادله کړي او ودې ګوري چې د لېستونو غوښتنې یوې او بلې غاړې ته څومره د منلو وړ دي؟. کومې یې د منلو وړ نه دي، د څه شي په اړه بحث کېدلی شي او څه شی بې جنجاله دي؟
که بین الافغاني مذاکرات دغسې ګام په ګام د دواړو غاړو په همغږۍ او همکارۍ او رغنده بحثونو مخته لاړ شي، نو باور دی چې موږ به باعزته او تلپاتې سولې ته ورسېږو، مګر که طالبان د افغان حکومت پرځای له پاکستان او امریکا سره پټ پټاني کوي، نو معلومدار چې دا به لنډمهاله او قراردادي سوله وي. دا به نو داسې سوله وي چې د یوې غاړې لپاره به یې هم پایلې ښې نه وي او خدای مکړه د یو بل کورني ناورین پیلامه به شي. له هغسې سولې همدا اوسنی وضعیت په مراتبو غوره دی.