ژباړه: رفيع الله روشن
هلک چې يوه نجلۍ يې خوښه شوه ، غوښتل يې دټول ژوند لپاره يې دخپل کور غړې کړي يعنې واده ورسره وکړي،نو په لومړي ځل يې يوې قهوه خانې ته راوغوښته ،ترڅوسره کښېني او د نظرياتو تبادله وکړي.
په دوه څوکيو يو بل ته مخامخ کېناستل،هلک په ګارسون غږ وکړ چې دوه قهوې راوړي.
کله چې د هوټل خدمتګار قهوې راوړې،يو ه يې دهلک اوبله يې د نجلۍ مخې ته په مېز کېښودله،له دې سره هلک ګارسون ته وويل:
وبخښه! مالګه هم راوړه.
کله چې په قهوه خانه کې خلکو دمالګې نوم واورېده نو ټولو په حيرانتيا هلک ته وکتل،ګارسون مالګه راوړه او هلک په خپله قهوه کې واچوله، په ارامۍ سره يې وڅښله،نجلۍ پوښتنه ورڅخه وکړه :
اياته ترُشه قهوه څښې؟
هلک ځواب ورکړ: