یوه عجیبه پیښه
کیسه
د سګرون شیریواستوا لیکنه
د ذبیح الله آسمایی ژباړه
تانوی وویل:
« پوجا ، هیر یی که «
خوزه یی نه شم هیرولی. لږ تر لږه دا اوس خو د هغو دو تنو خاطره زما نه هیریږی چی دموټر دروازه یی وهله او په چیغو چیغو یی ویل « ادویه ، ادویه «
دهغوی د چیغواو نارو انګازی تر اوسه هم زما په غوږ کی دی.
زه په دی لټه کی نه وم چی افغانستان می دی خوښ شی ؛ خو زما پلار چی یوازی څلور میاشتی هلته وه ، افغانستان یی خوښیده. ده هلته د خان اباد د اوبو لګولو په پروژه کی د انجنیر په توګه کار کاوه. زه او زما ورور دلته په ډیلی کی له خپل تره او ترور سره اوسیدو ؛ خو پریکړه مو وکړه چی د رخصتی ورځی به له خپل پلار سره د کندز په ښارګوټی کی ، چی دروسیی له سرحد څخه څه لیری نه دی ، تیری کړو او هلته ولاړو. د اونی په پای کی مو د بلخ تاریخی ښار ولید