د ټاکنوکمېسیونه هر اړخیز سمون او بدلون ته اړتیا لري
اېمل پیاوړی
د ټاکنیزو بنسټونو جوړښت او په دې برخه کې د اصلاحاتو راوړل د ملي یووالي حکومت له اصلي ژمنو څخه وو او ولسمشر غني په همدې اساس په دې برخه کې پام وړ اصلاحات راوړل، د بېلګې په توګه د ټاکنو په قانون، اداري چلندونو، ظرفیت او بشري سرچینو کې بنسټیز اصلاحات رامنځته شول او د ۱۳۹۷کال د د ولسي جرګې ټاکنې په بایمتریک توګه ترسره شوې، مګر دغه اصلاحات لا هم کافي نه دي، ځکه د ولسي جرګې ټاکنو له مدیریتي او عملیاتي پلوه زیاتې ستونزې او نیمګړتیاوې لرلې.