سیمه ییز اقتصاد، اړتیا او له دې پلوه په سیمه کې دافغانستان دریځ
پوهاند محمد بشیر دودیال
“ ...اوس افغانستان دمنځنۍ آسیا او جنوی اسیا یوه مهمه برخه ګرځیدلی اوهیڅوک یې
له اهمیت څخه سترګی نشی پټولای... دوکتورمحمد اشرف غنی”
سريزه
انسانان څه په فردي ډول او څه هم په ټولنيزډول يوبل سره راز راز روابط لري. دغه روابط دتاريخ په اوږدوکې پيچلی او هراړخيز شوي دي، له بلې خوا دټولنو، هيوادونو، سيمو او مناطقو ترمنځ اقتصادی