اقتصادي خودکفایي ولې مهمه ده؟

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیریوسفزوی

له افغانستان سره په تېرو کلونو کې په میلیاردونو ډالرو مرستې وشوې، مګرلا هم زموږ خلک له فقر، وزګارتیا او بې وزلۍ څخه ځورېږي او لا هم د ژوند له ډېرو لومړنیو اسانتیاو څخه محروم دي. دا په دې مانا ده چې بهرنۍ مرستې د اوږدمهال لپاره زموږ ستونزې نشي حلولی. د دې لپاره بایدپه داخلي منابعو کار وشي، تر څو ملي عواید زیات او هېواد له اقتصادي پلوه خودکفا شي

.
دا مشهوره معقوله به مو اورېدلې وي چې اقتصاد د ټولنې د ملا تیر جوړوي. یانې تر هغو چې هېواد په اقتصادي لحاظ په خپلو پښو ونه درېږي، نو افغانستان به له بې وزلۍ، فقر، بې ثباتۍ او ګڼو نورو ستونزو او ناخوالو څخه کړېږي. له همدې امله د هېواد اقتصادي خودکفایي تر هر څه لومړی مهمه ده.  تر هغو چې موږ خود کفا نشو نه د خلکو لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی شو، نه ورته د زده کړو، کار، روغتیا او نورې اسانتیاوې ورکولی شو او نه هم د ارام او هوسا ژوند بستر برابرولی شو.
ولسمشر غني د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ لپاره د عوایدو راټولولو مدیریت، د سوداګرۍ ودې، د پانګونې هڅونې، ترانزیتي لارو، هوایي دهلېزونو او د لویو پروژو تطبیق ته پام ډېر کړ. ولسمشر غني هڅه کوي چې له یوې خوا هېواد له وارداتي څخه پر صادراتي هېواد بدل کړي، خلکو ته کار او شغل زیات کړي، د ژوند منابع او سرچینې زیاتې کړي، خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي او هېواد مو د پردیو له خیراتونو بېغمه او په خپلو پښو ودرېږي.
 سوداګرۍ او خدماتو په سکتور کې افغانستان د تېرو دریو کلونو په ترڅ کې ګامونه اخیستي. په دې اړه مناسبه پالیسي طرحه شوې ده او اړینې مرستې، د پروسو ساده کول، د نړیوال تجارت سازمان سوداګری شاخصونو تصویب او ... د دغو فعالیتونو او لاسته راوړنو یوه برخه ده.
افغانستان توانېدلی چې د عوایدو او لګښتونو د مدیریت اړوند  پالیسیو کې  د اصلاحاتو له لارې خپل مالي موقف پیاوړی کړي.  همداراز  د صنعت په برخه کې افغانستان د تېرو دریو کلونو په ترڅ کې د پام وړ ودې شاهد و.  د سوداګرۍ د ودې او د پانګونې د هڅونې لپاره حکومت د کورنیو صنایعو د حمایوي تعرفې طرزالعمل چې له مخې به یې د فابریکو د خامو موادو په تعرفو کې د پام وړ کموالی راشي اقدامات کړي دي.

د راپورونو پر بنسټ، په ۱۳۹۵ مالي کال کې د افغانستان رسمي صادرات ۷،۵ سلنه زیاتولی درلوده چې ارزښت یې ۶۱۴ میلیون ډالرو ته ورسید. په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان صادرات له ۲۷،۷ سلنه ودې سره ۷۸۴ میلیون ډالرو ته رسېدلي.

په تېره لسیزه کې د افغانستان سوداګریز جوړښت پر څو محدودو هېوادونو متمرکز و. په متمادي کلونو کې د افغانستان سوداګریز لوی شریک یعنې پاکستان، د افغانستان نیم تجارت ( ۵۶.۵سلنه) د صادراتو او وارداتو په ګډون ځان ته ځانګړی کړی و، خو اوسمهال له تجارتي شریکانو سره یې د افغانستان سوداګریز جوړښت د نورو لسیزو په پرتله کم متمرکزه دی، ځکه اوس افغانستان د منځنۍ اسیا، اروپا او ځینو نورو هېوادونو سره ترانزیتي لارې او سوداګریزې راکړې ورکړې لري.