هېواد موڅنګه له مالي پلوه خودکفا کېدلی شي؟

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

تر هغو چې افغانستان له مالي پلوه په خپلو پښو ونه درېږي، نو تر هغو به نه د نورو له ګدایۍ او احتیاجه ووځي، نه به د قوي او مرکزي حکومت خاوند شي او نه به هم خپلو خلکو ته ارام او هوسا ژوند برابر کړای شي. د دې ټولو ستونزو اساسي حل په دې کې دی چې موږ باید پر خپل ځان فکر وکړو او تر ټولو لومړی د هېواد کرنې او مالدارۍ ته پام ډېر کړو، ځکه کرنه، مالداري، د کانونو او اوبو مدیریت هغه څه دي چې په اوسني وخت کې موږ له اقتصادي پلوه په پښو ودرولی شي

.

نن سبا د افغانستان واردات زموږ د صادراتو په پرتله اوه برابره زیات دي او تر هغو چې دغه بیلانس برابر نشي نو موږ له شته وضعیت څخه په اسانۍ نشو وتلی. د صادراتو د بیلانس لوړول ځکه ستونزمن نه دي چې له نېکه مرغه افغانستان هم اوبه لري، هم ځمکه لري، هم غرونه او کانونه لري او هم مو خلک زحمتکشه دي، نو دغو یادو برخو ته په پاملرنې او تمرکز سره موږ په اسانۍ سره اوسنی وضعیت بدلولی او د صادراتو بیلانس لوړولی شو.

د هېواد د اقتصادي ستونزو د حل اصلي لاره د کورنیو او بهرنیو پانګو د راجلبولو لپاره د زمینې برابرول او همدا راز له کورنیو تولیداتو ملاتړ دی چې کولای شي دوامداره کار او اقتصادي وده رامنځ ته کړي.

دا باید وویل شي چې په جګړه ځپلو هېوادونو کې د سوداګرۍ او کار د فضا رامنځته کول ساده کار نه دی. جګړه پر دولتي او خصوصي سکټور سختې اغېزې لري. د تاوتریخوالي او مهاجرت په نتیجه کې انساني منابع راکمیږي؛ بنسټونه له منځه ځي او بلاخره پورونو ته لاسرسی ستونزمن کېږي.

د افغانستان حکومت د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د پانګونې مناسبه چاپیریال د برابرولو اهمیت ته په پام سره، د خصوصي سکټور ودې ته په خپلو ملي برنامو کې لومړیتوب ورکړی او د عامه-خصوصي مشارکت طرحه یې د بروکسل په کنفرانس کې نړیوالي ټولنې ته وړاندې کړه. اوسمهال، د سوداګرۍ لپاره د مقرراتو په برخه کې مهم نوښتونه تر سره شوي دي.

په سوداګرۍ او پانګونه کې د مقرراتو اصلاحات مرسته کوي چې د خصوصي سکټور او پانګونې لپاره یو مطلوبه چاپیریال رامنځته شي. دغه اصلاحات د ملکیتونو د بازار جوړیدو، د سوداګرۍ د رسمي جواز ورکولو د بهیر ساده کېدو او بلاخره د ساختمان او انرژۍ لپاره د مجوز د تر لاسه کولو د پروسې پیاوړتیا، موثریت او روڼتیا ته ګټه رسوي. افغانستان د خپلو اهدافو په برخه کې و توانید چې په ۲۰۱۵ کې رسما د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب تر لاسه کړي. په دغه سازمان کې د افغانستان غړیتوب مرسته کوي چې د سوداګریزو مالونو په ترانزیت کې آسانتیا ومومي، سوداګریزې شخړې حل او نړیوالو بازارونو ته لاره پیدا کړي. له بل پلوه دا غړیتوب په افغانستان کې بهرنۍ پانګونې ته زمینه برابروي.

حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني کوښښ کوي چې له مالي پلوه د افغانستان د خودکفایي لپاره له ټولو موثرو لارو او داخلي امکاناتو ګټه پورته کړي، مګر په دې برخه کې د ولسونو، پانګوالو، تاجرانو او خصوصي سکتور رول او مشارکت مهم دی، ترڅو یو بل ته د لاس په ورکولو او ګډه همغږۍ او همکارۍ دوی اوسني وضعیت ته بدلون ورکړي.