حکومت د خصوصي سکتور ودې ته ژمن دی

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

خصوصي سکټور په اوسنیو شرایطو کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړې، هغوی ته په کور دننه د حلال رزق ګټلو وسیله دي او د ټولنې په ثبات کې مهم رول لري، ځکه څومره چې په بېلابېلو برخو کې د خصوصي سکتور فعالیت او مشارکت زیاتېږي، نو همغومره ورسره ټولنه د ثبات لورته نږدې کېږي. له همدې امله حکومت د عامه - خصوصيمشارکت په تېرو دریو کلونو کې لومړیتوب ورکړ.

ولسمشر غني د خصوصي سکتور د فعالیت او پانګونې د هڅونې په موخه په بهرنیو سفرونو کې نه یوازې له افغان تاجرانو، پانګوالو او صنعتکارانو، حتی له بهرنیو هغو سره هم ځانګړې غونډې وکړې. هغوی ته یې په افغانستان کې د پانګونې ګڼ او بېلابېل فرصتونه تشریح کړل او دوی یې دېته وهڅول چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي. تر څو هم په افغانستان کې د کار زمینې زیاتې شي او هم په بهرنیو مرستو د تکیې پرځای افغانستان په خپلو پښو ودرېږي او له صادراتي هېواد څخه په وارداتي هېواد بدل شي.

د خصوصي سکتور د کار او فعالیت د هڅونې په موخه حکومت د تولیدي فابریکو پر خامو موادو تعرفې کمې کړې او په تدارکاتو کې یې ۲۵ سلنه کورنیو تولیداتو ته ارزښت ورکړ، تر څو هم خصوصي سکتور په پښو ودرېږي او هم له بهر څخه د توکو راواردېدل په هېواد کې په تولید بدل شي. د دې ترڅنګ خصوصي سکتور او صنعتکارانو ته د اسانتیاو په موخه بېلابېل قوانین هم تصویب شول.

د دې ترڅنګ حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر غني بار بار د تاجرانو او صنعتکارانو د امنیت په تامین، دوی ته د ځمکو او برېښنا ورکولو باندې ټینګار کړی او حتی دا یې هم ویلي چې صنعتي پارکونه به مطلق د خصوصي سکتور په اختیار کې ورکړي، له حکومتي مدیریت به یې وباسي او پانګوال دې په خپله د دوی مدیریت په لاس کې واخلي.

په دې کې شک نشته چې د دې ټولو هڅو ترڅنګ لا هم تاجران او پانګوال ځینې ستونزې لري چې د هغو حل به وخت واخلي، مګر په لویه کې حکومت د هغو د حل اراده لري او غواړي چې خصوصي سکتور سره عامه مشارکت رامنځته کړي او دوی ته د ښه کار زمینه برابره کړي. مګر د خصوصي سکتور ټولې ستونزې هم له حکومت پورې اړه نه لري، بلکې ځینې ستونزې په خپله دوی ایجاد کړي او دوی یې باید حل کړي، د بېلګې په توګه د مالیاتو په برخه کې دوی ناغېړی کوي. شته قوانین پرځان نه تطبیقوي، د توکو کیفیت ته پام نه کوي او ډېر وخت د بډو، واسطو او وسیلو له لارې مخته ځي چې دا په هېواد کې د فساد د زیاتوالي لامل کېږي.

خصوصي سکتور باید له حکومت سره د فساد په کموالي کې مرسته وکړي او مخه یې ونیسي چېرې چې د دوی ستونزې نه حلېږي نو په صداقت دې خپل شکایت له اړوندو ارګانونو سره شریک کړي او د حکومت وضع شوي قوانین او لوایح دې په اساسي توګه پرځان تطبیق کړي، له مافیایي حالته دې ووځي او مسلکي چلند دې وکړي.

خصوصي سکتور له دې پلوه د ډېرې قدردانۍ وړ دی چې په سختو او ستونزمنو شرایطو کې یې خپل فعالیتونه نه دي ودرولي، سره له دې چې تحمیل شوي جنګ او ترهګرو ډلو دوی ته هم د سر او مال زیانونه اړولي، پانګې یې په خطر کې لوېدلي، دوی په مرګ ګواښل شوي، اختطاف شوي، مګر لا هم دوی خپل کار، فعالیت او مقاومت ته ادامه ورکړې او په ستونزمنو شیبو کې یې هم له هېواد او ولس سره د مینې په پار خپل کار ته ادامه ورکړې. چې افغان ولس او حکومت د دوی د دغې سترې سرښندنې قدرداني کوي.