ځان مطرح کول او  بل تحقیرول

کولتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سید عبید الله نادر  

ځیني د خپل شخصیت لوړ والی ، د بل په تحقیر او حقارت کې ګوري ، او دا زما په تجربو سره ثابته شوي ،چې په دي اویا او یا زیات او کم عمر چې لرمه د داسي صحنو سره مخ شوی یم ، په تجربو سره راته ثابته شوي چې ، دا ټول هغه کسان دي چې اهلیت او پوهنه نه لري ،او کوم سړی یا مقابل لور چې دوی غواړي تحقیر کړي ،د هغه پوهنه او تجربه تر هغه ( تحقیر کونکي ) څوچندانی وي ،او له بله خوا دی په خپل جاهلانه حرکت سره په دي هم نه پوهیږي چې دی په نا آګاهانه ډول سره ، د مقابل لور په شخصیت پوهنې او لوړ والی اعتراف کوی ،او د ناستو کسانو څخه به پوه کسان د دي درک هم وکولای شي ،او دی چې کوم کم والی د مقابل لور په پرتله په ځان کې ویني ،په هغي احساس د کمتری کوی ،او په هغي شرمیږي ،او په دي ډول دا شرم پټوي ،چې دا کار د داسو کسانو شخصیت ټیټ راولي ،اودا کسان د خپل اخلاقی ،علمی ،تربیوي او انسانی کمبود نه چې په خپل ځان کې یې ویني ځوریږي ،او په اصطلاح رنځ وړي ، نو دا وجهه ده چې دی غواړي ،د بل د تحقیر او کم راوستو له لارې ، خپل شخصیت لوړ وښايي ،لیکن اکثرأ څرنګه چې زه یې شاهد یم ،په مجلس کې اکثرأ داسي خلک ناست وي چې د دي درک کولای شي ،چې دی څومره په ځان کې، احساس د حقارت کوي ،او د ده په عمل پوهیدلای شي ،خو یا د هغه وجهی نه چې د هغه په کور کې به وي یا میلمه وي ورته څه نه وایي ، او یا هم د جرأت د کم والي په وجهه به ورته څه نه وايی او یا څه  نه شي وئیلای ، نو زیات داسی خلک غواړي ځان په ټولنه کې خصوصأ په محفلونو کې د خلکو په مخ کې ځانونه مطرح کړي ،او دا ځان ښودنه دوي د غرور او تکبر خواته راکاږي ،هماغه د حضرت بایزید علیه الرحمه معنی داره وجیزه ده چې وایي : (هرګز از متکبر بوی معرفت نیاید ) یعنی هیڅ کله به د متکبر څخه د معرفت او پوهنې بوی را نه شي ،او دا ډیر پرځای او صحیح خبره ده ،چې کیدای شي دا ټول لوستونکی یې راسره ومني او کیدای شي ډیری لوستونکی د دغسي صحنو سره مخامخ شوي،  هم وي ،او زما دا مضمون ورته په زړه پوری وي ،ځکه دا خلک نه یواځي په وړو ټولنو او کورنیوکې شته ،بلکه د سیاست په میدان کې هم داسي خلک شته ،او دا کار د انسانانو معنوي اعتبار د ټولنې او خلکو په وړاندی زیانمنوي ، باید کوښښ وکړو چې د دا راز ځان ښودنو او ځان مطرح کولو د خلکو په وړاندی ،او یا په ټولنه او یا محفلونو کې او میلمستیا ګانو کې ځانونه وساتو ځکه که مونږ داسی و انګیرو چې ورځه دا نن ورځ می ځان دلته وښوده ،او فلانی می تحقیر کړ ،او ځان می مطرح کړ ،چې آیا د مجلس دا ناست کسان به په راتلونکي کې د ده په هکله څه فکر کوي ،او دا د تعلیم تربیی او نزاکت پوهیدنی ضعف ،  په دي څو کالو کې په ځوانانو کې ما ډیر ولید ،او دا کار په داسي ټولنو کې چې ورځ په ورځ لوستی او نزاکت پوهه کسانو شمیر یې زیاتیږي د شرم خبره څه چې لوی عیب دی ،