پوهاند محمد بشیردودیال

( دطبیعی منابعو د بحث اتمه مقاله)

زموږ نیکونو(اسلافو) زرکاله مخکې لوی لوی کارونه کړی وو: کاروانسرایونه او لویې لارې، څلي او لویې کلاوی، د خپلو ښارونو د ساتنې پریړ او پیاوړی دیوالونه، دکار اسبابونه، ژرندې، جوماتونه،... خو په دې ټولو کې د کښت او کروندو لپاره ویالې او بندونه د دوی شهکارونه وو.

پوهاند محمد بشیر دودیال

تېره اونۍ د نړۍ په کچه څو پرله پسې اقتصادی تحلیلونه او راپورونه راغلل؛ د اوپک پلس پریکړه، دپخوا په شان د انرژی دبحران مسئله، د اکتوبر دشپاړسمی په مناسبت د غذایی مصئونیت موضوع او په زړه پورې راپور د( Is it a good time to buy physical gold?) تر عنوان لاندی او یو څو نور.

دودیال

( دطبیعی منابعو د بحث اتمه مقاله) 

د اوبو د اهمیت دا بحث دتیرو مقالو په ادامه دی. طبیعی منابع هره یوه یې خپل اهمیت لري. دا به مشکله وي، چې له ځینو برخو څخه یې سترګې پټې شي، خو بیا هم ځینی یې لومړیتوب لری، لکه اوبه. دا ځکه چی دا دژوند اصلی ماده ده. د اوبو اهمیت له هیچا پټ ندی، بشریت اوبو ته په لاندی مواردو کی اړتیا لری:

دودیال

(اقتصادی پرمختیااو پیاوړی اقتصاد، په واقعی توګه خپلواکی ده: Amarty sen)

(شپږمه برخه)

دطبيعي منابعو مدیریت

مدیریت  او دمدیریت علم د نن ورځې دټولو لوري ورکوونکو او اجراکوونکو مهارتونو مجموعه ده چې دژوند هره برخه کې چارې سمبالوي. د مدیریت اووه دندې( POSDCoRB) اوس کلیدی اصطلاح ده.

محمد سليم سليمان

بريکس چې انګرېزي نوم یې په مخفف ډول BRICS دی د نړۍ هغو هېوادونو ګډ اقتصادي چوکاټ دی چې د بنسټ اېښودونکو هېوادونو د نومونو له لومړنيو حرفونو څخه يې جوړ شوی دی. موسس هېوادونه یې (برازيل،روسيه، هند، چين او سويلي افريقا ) دي او په ترتيب سره  (BRICS)بلل کېږي، په لومړيو کې دا سازمان بريک نومېده خو د سويلي افريقا په ورګډېدلو سره يې پريکس ته تغيير وکړ.

(پینځمه برخه)

دطبيعي منابعو خصوصيات (Characteristics of Natural Recourse)

دطبيعي منابعو د مطالعې په بهیر کې د اقتصاد پوهانو، سیاستوالو او آن دا چې د ټولې بشری کورنۍ اندیښنه هغه وخت زیاته شوه چې په دې کې ځینی یې له لاسه وتونکي دي.

(څلورمه برخه)

  

 پوهاند محمد بشیر دودیال   

(اقتصادی پرمختیااو پیاوړی اقتصاد، په واقعی توګه خپلواکی ده: Amarty sen)

تیر بحث کې مو وویل چې د وخت په تیریدو؛  نه یواځې اقتصاد پوهان، بلکې سیاستوال، د چاپیریال متخصصین او ایکولوژیستان ټول د طبیعی منابعو ستراتیژیک اهمیت ته ځیر شول. څیړنې وشوې، پلټنی او تفحصات ترسره شول

پوهاند محمد بشیر دودیال

(اقتصادی پرمختیااو پیاوړی اقتصاد، په واقعی توګه خپلواکی ده: Amarty sen)

(درېیمه برخه)

د افغانستان د طبیعی منابعو(پنځیزو سرچینو) اډانه

تېره برخه کې په ترتیب سره د طبیعی منابعو په هکله د علماوو او متخصصینو د مطالعاتو هڅې اوپایلی بیان شوی. اوسنی وخت کې د طبیعی منابعو  اهمیت او په دې اړه بحثونه  له اقتصادي او چاپیریالی پلوه  لا زیات دپاملرنې وړ ګرځیدلي دي. دپنځیزو شتمنیو د مطالعې لپاره درې اډانې(چوکاټونه frameworks) پام کې نیول کیږي.

پوهاند محمد بشیر دودیال

(اقتصادی پرمختیااو پیاوړی اقتصاد، په واقعی توګه خپلواکی ده: Amarty sen)

(دوهمه برخه)

د طبیعی منابعو پیژندنه له ډیر پخوا شوی ده، څرنګه چې د انسان ژوند د ده شاوخوا سره تړلی او انسان په خپله دطبیعت یو جز دی، نو تل یې د طبیعت له برکتی او هراړخیزه عطیې څخه خپل ژوند تامین کړی دی.

پوهاند محمد بشیر دودیال

(اقتصادی پرمختیااو پیاوړی اقتصاد، په واقعی توګه خپلواکی ده: Amarty sen)

(لومړۍ برخه)

Mercantilism  یا مرکانتلستانو(دسوداګرانو مکتب) د اتلسمې پیړۍ ترنیمایی پورې تجارت د اقتصادی پرمختیا لومړنی ضرورت باله، خو وروسته تر هغې فزیوکراتانو پر طبیعی منابعو تاکید وکړ. تر ډیرې مودې پورې همدا مسلطه نظریه وګرځیده چې طبیعی منابع د اقتصادی پرمختیا لپاره  یو ضروری عامل دی،

پوهاند محمد بشیر دودیال

Investment and Foreign Investment

پیاوړی اقتصاد د هر هیواد او  هر ملت هیله ده. نن ورځ د هیوادونو پرستیژ، بین المللی حیثیت او په نړالو مسایلو کې یې دریځ او د نظر ورکولو اهمیت، د دوی دخپل ملت په وړاندی یی د درناوی او منل کیدوڅرنګوالی او ډیر نور مسایل اقتصاد او اقتصادی قدرت پورې اړه لري. له نیکه مرغه افغانان اوس د اقتصاد په اهمیت پوه شوي دي، او دا یې درک کړې ده چې افغانستان داقتصادی پرمختیا ډیر ښه طرفیت لري او هر افغان حق لری چې د ښه اقتصاد خاوندان شي.

زیاتې مقالې …