طبیعی منابع د پرمختیایی هیوادو د پرمختیا ماشین

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهاند محمد بشیر دودیال

(اقتصادی پرمختیااو پیاوړی اقتصاد، په واقعی توګه خپلواکی ده: Amarty sen)

(درېیمه برخه)

د افغانستان د طبیعی منابعو(پنځیزو سرچینو) اډانه

تېره برخه کې په ترتیب سره د طبیعی منابعو په هکله د علماوو او متخصصینو د مطالعاتو هڅې اوپایلی بیان شوی. اوسنی وخت کې د طبیعی منابعو  اهمیت او په دې اړه بحثونه  له اقتصادي او چاپیریالی پلوه  لا زیات دپاملرنې وړ ګرځیدلي دي. دپنځیزو شتمنیو د مطالعې لپاره درې اډانې(چوکاټونه frameworks) پام کې نیول کیږي.

  اقتصاد پوهانو، حقوقپوهانو، ټولنپوهانو او دکلتورد ډګر  اود ایکالوژی د مسایلو څیړونکو په ګډه د دی موضوع یوشمیر اړخونه په شریکه ښودلي دي. د دې موضوع ایکالوژیکی او چاپیریالی اړخ هم مهم دی، خو زموږ ډیره پاملرنه به یې اقتصادی اړخ ته وي، نو ځکه د طبیعی منابعو د مطالعې لپاره  لاندنۍ  درې اډانې(چوکاټونه ) تعریف شوي دي:

فزیکی  اډانه( Physical Framework)

په دې کی د یوې طبیعی سرچینې مقدار او د مقیاسونو په واسطه ښودل کیدونکي ظواهر چی لمس کیږي، شامل دي. ظواهر  او فزیکی اړخونه یی  لیدل اود یو ټاکلی ځای یې نیول، د سنجش، اندازه کولو  وړتیا او په مقیاسونو ښودل دي.  دلته انسان ځان هغه ماحول او چاپیریال کې مومي چې د ده شاوخوا شته او د ډول ډول منابعو کمی او کیفی مقیاسونو ته متوجه کیږي. دا مقیاسونه، لکه:  ټن، مکعب متره، هکټاره، شنه، تازه، خوږې، مالګینی، یو کیلومتر کې، ثانیه کې، سانتیګراده، فارنهایته...

اقتصاد پوه دغې اډانه کې د طبیعی منبع  فزیکی خواص  لکه د زمکو ،  ځنګلونو، کانونو(معادنو)او اوبو اندازه، د خاورې جوړښت( soil structure) اقلیم( climate) تودوخه، باران ،  توپوګرافی،  د کانونو ژورتیا او ظرفیت او داسې نور مطالعه او شرح کوي. له اقتصادی پلوه پورته فزیکی اړخونه د منبع په عرضه فوق العاده تاثیر لري.

 

  اقتصادی اډانه(Economic Framework)

دلته د طبیعی منبع اقتصادی اړخونه مطالعه کیږي. زیاته علاقه  له دې سره وي چې  په څه ډول سره دغه کمیابه، قیمتی او محدود منابع د مختلفو او زیاتو اهدافو او احتیاجاتو لپاره  تخصیص شي؟ په څه ډول د تولید عملیه ورباندې اجرا شي، بیه یې څنګه وټاکل شي؟ ایا د دې نسبی ونډه په ټول ملی اقتصاد کی څومره ده؟  تر ټولو مهمه دا چې  د مربوطه منبع  څومره برخه  استعمال لاندې راغلې  او څومره قزیکی اډانې(framework ) ته ورنږدې شوی ده؟  یا دا چې مثلاً که یو جریب زمکه لرو ؛ ایا باید زراعت ته  تخصیص شی؟ کورپکې جوړ شي؟  د فابریکی لپاره یې پریږدو که خدماتی چارو، صنعت، مسکونی استعمال یا کوم بل استعمال ته  یې په پام کی ونیسو.

په دغه اډانه (چوکاټ) کې د نرخ او قیمتونود سیستم، سرمایګذاری او عملیاتو څخه خبرې کیږي، چې دلته هر څوک دا کوښښ کوي چې له دغې ټاکلی منبع څخه کار واخلي. په دې کې د اقتصاد عمده مفاهیم لکه:  ارزش، لګښتونه، عواید او نور مطرح دي  چې د مربوطه منبع استعمال یې  دتولیدی  او استهلاکی  هدفونو په خاطر لري.

موسساتی اډانه( Institutional Framework)

دغه اډانه او د مطالعې  یا تحلیل کولو چوکاټ د انسان او ټولنې،  د کلتوری چاپیریال او د ټولنیزو ګډو عملونو د فشار له رول سره چې د وګړو د خاصیت ټاکلو کې مهم دی، سروکار لري. دلته د خلګو عنعنات، ښوونه او پوهه، د منبع یا سرچینی ارزښت موندنه، رواجونه، دینی اعتقادات،  له طبیعی منابعو څخه د هغوی د ګټې اخیستو سوچ او تفکر، حکومتی قوانین او پالیسی، ولسي نرخونه او دودونه(عرف)، د خلکو خپل منځی پریکړې او  دې ته ورته مسایل مطالعه کیږي. دلته په دې باندې نظر اچول کیږي چې ایا خلک د طبیعی منابعو په اهمیت پوه دي  که نه؟  ایا حکومت ورته لازم پلانونه او قوانین او مقررات لری که نه؟  آیا د طبیعی سرچینو د ځینو برخو د استخراج او استفادې سره به د دوی  عنعنات مخالف وي که نه؟  آیا خلک د دغو سرچینو په ساتنه کې   لازم پام کوي که نه؟

د دې معنا داده چی انسان د اجتماعی موجود په توګه یو شمیر روابط لری؛ د ده فردي سلوک ، چلند او عمل  د ټولنی له عمومی او جمعی برخورد سره تړاو لري، نو ځکه څرنګه چې اجتماعی  ذهنیت حکم کوي، فرد هم ځان ورسره عیاروي.  خصوصاً کار، تولید، عرضه او تقاضا او داسې نور مسایل  په ژوره توګه ټولنیز خاصیت لري.  په دې توګه د انسان هر ډول کار  او فعالیت د فرهنګی  کړنلارې، رسم اورواج، عادی فکر کولو، قانونی ترتیباتو او نورو تر اغیز لاندې وي چې باید د طبیعی منابعو په ګټه اخیستنې کې  دا عوامل په نظر کې ونیسو.

د فزیکی اډانی له پلوه په افغانستان کې  د منابعو مقدار د ډاډ وړ دی، اما اقتصادی چوکاټ  له فزیکی چوکاټ څخه ډیر وروسته پاتې دی، یعنی  په طبیعی منابعو  سرمایګذاری نده شوی. د موسساتی اډانی له پلوه  سره له دې چې یو شمیر سیمو کی د ځنګلونو ، څړ ځای، چینو او کاریزونو د ساتنې په هکله محلی نرخونه او معیارونه شته، خو بالعموم  خلک د زیات شمیر منابعو په ساتنه ځان مکلف نه بولي، له بلی خوا  په همدې اډانه کې بله لویه ستونزه  د حکومتي  ادارو مقررات او د دوی د پالیسیو نشتوالی دی.  پورته درې چوکاټونه هر یو د پراخه څیړنو او اجرااتو غوښتنه کوي. د بیلګې په توګه؛ په فزیکی چوکاټ کې ګڼ شمیر ادارات بوخت دي، د منبع موقعیت، اندازه، دوام ، څرنګوالی او نور معلوموی.  په اقتصادی چوکاټ کی په پانګونه، لګښتونو، عوایدو، تقاضا او داسی نورو مسایلو باندی کار کیږی  او موسساتی  چوکاټ  د پوهاوی، دقوانیو د جوړولو، مدیریت او پلان سره  سرو کار لري. موږ په دریواړو برخو کې ستونزې لرو، نو ځکه مو جریانی منابع په دوام لرونکی توګه له لاسه وځي، ذخیروی منابع مو لا اوس هم  پلټلی ندی، د ترکیبی منابعو په رغاونه کی ډیر ورسته پاتی یاستو.  د دی لپاره چی په جریانی منابعو(flow resources)،  ترکیبی(composite) او ذخیروی منابعو(stock or land resources) او د  هغو په خصوصیاتو وپوهیږو، نو دې بحث ته به راتلوکی کې دوام ورکړو.

(دوام لري)