سویفټ - SWIFT څه ته وايي؟

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


ولي ملکزی

په یوکراین باندې د روسي یرغل اړوند، د نړیوالو رسنیو د پوښښ یو سرټکې د سویفټ کلمه ده چې بیا بیا تکراریږي. څارونکي په دې باور دي که روسیه له دغه سیستم څخه د باندې او محرومه شي، نو کیدای شي چې د یوې ډیرې اغیزمنې وسلې په توګه د کرملین قیصر خپلې محاسبې او ستراتیژۍ ته اړ باسي.


The Society for Worldwide Interbank)
 Financial Telecommunication - د بانکونو ترمنځ د نړیوالو مالي اړیکو ټولنه)
دا هغه مالي او بانکي سیستم دې چې د نړۍ له یو ګوټ څخه بل ګوټ ته د پيسو د لیږد او ترلاسه کولو بهیر سرته رسوي. په دې کې د نژدې دوه سوو هیوادونو، یولس زره مالي شرکتونه او مؤسسې په کار لګیا دي او هره ورځ څه باندې څلور سوه ملیارډه ډالره له دې لارې یوه خوا او بله خوا استول کیږي. دغه ټولنه د ۱۹۷۳میلادي کال د مې په دریمې نیټې د بلجیم په پلازمینې، بروکسل کې رامنځ ته شوه چې د اروپايي هیوادونو د قوانینو په چوکاټ کې به خپل مالي او بانکي فعالیتونه تنظیموي. پنځه ویشت ستر اقتصادي هیوادونه د سویفټ د ګډ مدیریت چارې پر مخ بیايي چې روسیه هم له دې ډلې څخه ده.
اوس پوښتنه دا ده چې آیا دغه هیوادونه کولاې شي د روسیې فدراسیون له دې مهم نړیوال سیستم څخه وباسي او بندیزونه ورباندې ولګوي؟ د دې سیستم په اصولو کې لیکل شوي چې هغه به پرې او په سیاسي لانجو کې ځان نه ښکیل کوي، خو همدې ټولنې لومړی په ۲۰۱۲م او بیا په ۲۰۱۸م کې ایران له دې سیستم څخه وویست او تر اوسه د بیرته راتګ اجازه نه لري. ښایي ځواب یې دا وي که امریکا وغواړي دا کار ممکن دې ځکه د سویفټ د معلوماتو مرکز په ویرجنیا کې دې او هغوئ ورباندې کنترول لري. خو امریکا او المان تر دې شیبې په شش او پنج کې پاتې دي ځکه د دغه سیستم د پشتوانې ډیره برخه د دوئ ده او ښايی د دغه خطر د منلو ځیګر ونه لري.
له بله پلوه، څو شیبې وړاندې د پیرنګیانو په ګډون، لسو اروپایي ملکونو اعلان وکړ چې د روسیې د ملکي الوتکو پر مخ یې خپل هوایې قلمرو / حریم بند کړ، چې دا پخپل ځای د یوې اقتصادي سزا په توګه، درنه څپیړه ده.

د العربیة له نړیوال چینل څخه په مننې سره،