د ناټو غړو هېوادونو بحث لا هم پر افغانستان متمرکز و

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

د بلجیم پلازمېنه بروکسیل کې د ناټو سازمان د غړو هېوادونوغونډې د ناټو د قومندې پر جوړښت او پوځي خبرو سربېره په افغانستان کې د سولې او پخلاینې او له افغانستان سره د خپلو ژمنو د تازه کولو په اړه هم بحث او خبرې وکړې. افغانستان لا هم نه یوازې د نړیوالو له پامه نه دی لوېدلی، بلکې دوی کوښښ کوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات له تامین وروسته د انکشاف په برخه کې د مهمو کارونو په ترسره کولو سره افغانانو ته د ارام او هوسا ژوند زمینه برابره او اسانتیاوې زیاتې کړي

.

په یاده غونده کې د ناټو سازمان غړو هېوادونو تر ۲۰۲۴ کال پورې له افغانستان سره د خپلو مرستو د لړۍ غځولو ژمنه هم وکړه. د ناټوسرمنشي ینس ستولتنبرګ په دغه غونډه کې وویل، دغه سازمان د خپلو سلاکارانو او پوځي روزونکو زياتولو او د شرایطو په ارزولو لګیا دي چې په دې توګه له طالبانوسره جګړه کې افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه پیاوړي کړي.

افغان پلاوي د ناټو د دغې ژمنې هرکلی وکړ او دا یې د افغان پوځ او نورو امنیتي ځواکونو د روزنې په بهير کې مهم ګام وباله. ‌‌‌‌‌‌د ایساف نظامي دنده په ۲۰۱۴ کال کې پای ته رسېدلې او له هغې مودې راپه دېخوا په افغانستان کې مېشت د ناټو پوځیان یواځې د افغان ځواکونو د روزنې، هغوی ته د مشورو ورکولو او ملاتړ دنده پر غاړه لري.

په دې وروستیو کې دکابل په ګډون د افغانستان  ډېری سیمو کې امنیتي حالات خراب شوي چې دغې چارې افغان حکومت او نړیوال ملاتړي هم اندېښمن کړي دي. داسې حالات د افغانستان لپاره سیاسي او اقتصادي  زيان لري.

ناټو چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۳زره سرتېري لري، د ۲۰۱۵کال په جنوري میاشت کې یې خپل جنګي ماموريت پای ته ورساوه او وروسته له هغې یې اصلي دنده د افغانستان امنیتي ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکول دي.

د ناټو سرمشریزه افغان ځواکونو ته ډاډ ورکوي چې د داعش پر وړاندې د مبارزې د لارو چارو او اسلامي دولت نومې ډلې ضد نړیولې ټلوالې سره د دغې ټولنې پر رسمي یو ځای کېدو سربېره پر دې ټکي هم بحث وکړ چې په ۲۰۱۶ کال دوارسا په سر مشریزه کې ناټو هوډ څرګند کړی وه، چې تر۲۰۲۰کاله به دافغان امنتي ځواکونو مالي ملاتړ کوي،خو په روان ۲۰۱۸کال کې یې دغه موده نوره هم وغځوله چې د ناټو غړي هیوادنه او دغه راز دافغانستان نور ملګري هیوادنه ژمن دې چې لږ تر لږه د ۲۰۲۴کال تر پایه افغانستان امنتي ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.

په یاده غونده کې دا خبره هم یاده شوه چې دافغانستان په سوله کې په ځانګړي توګه له سیاسي اړخه پر پاکستان فشار راوړل شي مونږه باید پاکستان دې ته وهڅو چې نور د ترهګرو له روزنې او له پټنځایونو څخه لاس واخلي او پرخپله خاوره له ترهګرو سره جدي چلند وکړي او له افغانستان سره د یو ښه ګاونډي هیواد په څېر مناسبات وپالي .

داسې برېښني چې په نړیواله کچه د افغانستان د وضعیت په اړه یو بدلون رامنځته شوی دی او ټول په افغانستان کې د امنیت او ثبات تامین ته لېواله دي، ځکه نړیوالو هم دا درک کړې، طالبانو او افغان حکومت هم دا درک کړې چې جنګ د حل لاره نه ده او باید له افغان طالبانو سره شته ستونزه باید په سوله ییزه توګه د خبرو او مذاکراتو له لوري حل شي، تر څو افغانان د سولې او امن په فضا کې ژوند وکړي.