پر پاکستان د نړیوال فشار اړتیا

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

نور نو نه په دې کې د شک ځای پاتې دی او نه هم باید پاتې وي چې پاکستان په خپله خاوره کې تروریستي ډلو او ګروپونو ته پټنځایونه ورکړي، هلته روزنه ورکوي، په وسلو او باروتو یې سنبالوي، ځانمرګي واسکټونه وراغوندي، د بریدونو او جګړې نقشې ورکوي او بیا له له ډیورنډ دې غاړې را اړوي چې د افغانستان په کلیو او ښارونو کې وحشیانه بریدونه ترسره کړي

.

د پاکستان دغه ترهګریز رول هم د سیمې هېوادونو او هم نړۍ ته واضح معلوم دی، تېر ژمی د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون نور بهرني هېوادونه هم د پاکستان د دغه رول له امله په اندېښنه کې و او ویل یې که پاکستان خپل رول بدل نه کړي او له طالبانو له ملاتړه لاس وانخلي، نو دوی به ورباندې سیاسي فشارونه زیات کړي او بندیزونه به ورباندې ولګوي.

افغانان د نړیوالو دغو ګواښونو او تهدیدونو ته سخت هیله من و او دوی به ویل که بهرنیان په خپل دغه کار کې صادق وي او پر پاکستان فشارونه زیات کړي نو اتومات به ورسره په افغانستان کې د جنګ او ناامنیو لمن ټوله شي، طالب وسله وال به سولې ته غاړه کېږدي او که جنګ ته د پاکستان له ملاتړ پرته ادامه ورکوي نو معلومدار چې وبه وژل شي.

مګر سږ د پسرلي په را رسېدو سره یو ځل بیا په افغانستان کې جنګونو زور واخیست. وسله والو طالبانو د پاکستان په مستقیم ملاتړ بیا جنګ ته مخه کړه او داسې ویل کېږي چې دا ځل روسیه او ایران هم د طالبانو تر شا ولاړ دي. ایران، پاکستان او روسیه غواړي چې طالبان د فشار د وسیلې په توګه استعمال کړي. له دې لارې افغان حکومت د خپلو غوښتنو منلو ته تابع کړي. مګر روسیه په عین وخت کې غواړي چې امریکایانو ته په افغانستان کې مزاحمت ایجاد کړي او له هغوی څخه د خپلې ماتې غچ واخلي.

که چېرې نړیوال پر پاکستان سیاسي فشارونه او اقتصادي بندیزونه ونه لګوي، نو باور دی چې افغانستان به د سیمې هېوادونو د نیابتي جګړې په ډګر بدل شي. افغانستان به په دویمه سوریه واوړي او د دغې تحمیل شوې او  نیابتي جګړې له امله به زموږ ګڼ شمېر هېوادوال ووژل شي، لکه دا نن چې هره ورځ وژل کېږي.

په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه او د امریکا متحده ایالات باید د وسله والو مخالفینو پر وړاندې جدي اقدام وکړي او د امنیتي تړون مطابق عمل وکړي. پاکستان باید د طالبانو له ملاتړه کرار کړي. یا د فشار، یا د بندیزونو او یا له ډيپلوماتیکو لارو. که چېرې بهرنیان په دې برخه کې همداسې بې تفاوته پاتې شي، نو لیرې نه ده چې جنګونه ان د ښارونو تر څنډو وغځېږي. فراه یې ښه بېلګه ده چې د همدې اونۍ په جنګ کې یې تاسیسات ویجاړ او خلکو ته د سر او مال پرېمانه زیان واوښت.

د امریکا متحدو ایالتونو چې پر پاکستان د کوم فشار او بندیزونو یادونه کوله همدا اوس یې وخت دی، په هغه برخه کې باید جدي او عملي ګامونه واخیستل شي، تر څو پاکستان د ترهګرۍ له ملاتړ او د تشدد له خورولو لاس واخلي. د دې ترڅنګ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل او تجهیز ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.