د ترهګرۍ توجیه کوونکي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

سړی د دې وطن په کومه بده ورځ، بدمرغۍ او ناورین وژاړي. له یوې خوا وژل کېږو، د ترهګرۍ او وحشت قربانیان یوو، له بلې خوا په ښارونو او ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر دېته ناست دي چې د ترهګرۍ د توجیه لپاره دلایل تراشي. هغه توجیه کوي او د ترهګرۍ له غندلو، کرکې او نفرت څخه د خلکو عامه اذهان په نورو مسایلو بوختوي

.

هر ځل چې د هېواد په پلازمېنه یا کومه بله سیمه کې داسې وحشت وشي چې له امله یې زیات هېوادوال قرباني شوي وي او یا تاسیسات ویجاړ شوي وي، نو د ترهګرۍ دغه توجیه کوونکې ډله چې تعداد یې نهایت محدود دی په ټولنیزو رسنیو کې را پیدا شي او د یاد وحشت د غندلو پرځای د هغه د توجیه کولو کوښښ کوي.

یا په نورو مسایلو د خلکو اذهان بوختوي، دوی په لوی لاس له وحشت سره د معافیت بستر هوارولو ته زمینه برابروي او خلک په یو ډول مشکوک کوي. خلکو ته داسې احساس ورکوي لکه دوی چې حتماً کوم ګناه او ملامتیا لري او د هغې له امله وژل کېږي. دغه توجیه کوونکې ډله معلوم الحال او معلوم الهویته دي.

حتی تر ترهګرو هم دغه ډله خطرناکه ده، دوی په دې خطرناک دي چې له یوې خوا تروریستي فعالیتونه توجیه کوي او له بلې خوا د ترهګرۍ پر وړاندې د خلکو حساسیت را کموي، د دوی ذهنیتونه دېته جوړوي چې یا باید ترهګر شي او یا د ترهګرو په وحشتونو سترګې پټې او ځانونه غلي کړي.

د ترهګرو دغه توجیه کوونکي په حقیقت کې د ترهګرۍ فکر روزي او د هغه د خورېدو زمینه برابروي. ترهګر خو یا ځان والوزوي او یا د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري له منځه یووړل شي او هغه کوم خطر چې له دوی څخه متوجه وي هغه دفعه شي، مګر د ترهګرۍ په توجیه کوونکو هیڅ ټکه او بلا نه را نازلېږي. په اصل کې د دغې ډلې ځپل او له منځه وړل پکار دي، تر هغو چې دوی ونه ځپل شي او له دغه ناوړه فعالیته را ونه ګرځول شي، نو همداسې به د ترهګرۍ قرباني یوو او هره ورځ به په نه ګناه قتلېږو.

امنیتي او کشفي ارګانونه ولې د دوی په فعالیتونو سترګې پټوي. د ترهګرۍ د خطر او تهدید د دفعه کولو په خاطر باید دغه ډله چې د ترهګرو فعالیتونو او وحشتونو ته بېلابېل دلایل تراشي دوی باید تشخیص کړي وې نیسي او عدلي او قضایي ارګانونو ته یې د ځواب ویلو او مجازات لپاره ور وپېژني، تر څو یا د ځان او خپلو کړنو سپیناوی وکړي او یا هم د ترهګرۍ له پالنې لاس واخلي.

د ترهګرۍ توجیه کوونکي په حقیقت کې د لستوڼي ماران دي، دوی د افغان دولت په ساحه کې ژوند کوي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو یې امنیت نیولی، د حکومت له امکاناتو ګټه اخلي، مګر له دغو امکاناتو څخه د نظام، هېواد، هېوادوالو او امنیتي او دفاعي ځواکونو برخلاف استفاده کوي، د افغان ولس له دښمنانو سره د دوی خواخوږي په حقیقت کې له افغان ولس سره ښکاره دښمني ده. د دغې بدمرغه ډلې چاره پکار ده، اساسي چاره!