پاکستان دې د جګړې هڅه نه کوي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

که یتیم په ژړا پوخ وي، نو افغان هم په ژړا او هم په جګړه کې پوخ دی، خو جنګ د افغانانو انتخاب نه دی، بلکې د دوی په مجبوریت بدل شوی دی، ځکه د افغان تاریخ چې ولولې نو ټول جنګونه د نړۍ زبرځواکونو پر دوی تحمیل کړي او دوی په لوی لاس جګړې ته مجبور کړای شوي دي، خو په دغو ټولو جګړو کې بری افغانانو ګټلی، ځکه چې په تش لاس خو لوړ همت او د ازادۍ او وطنپالنې روحیې له مخې یې نړیوال زبرځواکونه ځپلي دي

.

نو پاکستان چې له دغه ویاړلي ولس سره پوله پر پوله پروت دی، باید د افغانانو له تاریخ او کارناموڅخه  تر نورو زیات عبرت واخلي او دا درک کړي چې د نړۍ هیڅ زبرځواک چې د دغه ویاړلي هېواد سره په جګړه کې نه دی بریالی شوی، نو دوی به څنګه وتوانېږي چې دغه مېړنی ولس به مات کړي او د دوی پر ضد جګړې ته زړه ښه کوي.

موږ د نړۍ له سوله خوښو ولسونو څخه یو یوو، موږ د خپلو ګاونډیو په ګډون ان له سیمې او نړۍ هېوادونو سره ښې او دوستانه اړیکې او مناسبات غواړو، موږ حتی له روسیې سره چې د دوی د یرغل او جنګ له امله زموږ درې میلیونه هېوادوال قربانیان شول هم دوستانه اړیکې غواړو. هغه څوک یوو چې په دوستۍ کې خپل ځان له نورو  قربانو، خو د هیڅ زور او ستم پر وړاندې د تسلیمۍ سر نه ښکته کوو، د ژوند تر وروستۍ سلګۍ د هر ستم، یرغل او ظلم پر وړاندې جنګېږو، ځکه موږ پر سوله، عدالت او خپلواکۍ مین ولس یوو، نو پاکستان دې زموږ همت او زغم نه ازمایي.

پاکستان دې د جګړې او دښمنۍ پرځای د دوستۍ لاره اختیار کړي، دا سمه ده چې پاکستان به د خپلو اعمالو سزا ګالي، پاکستان به د خپلو جنایتونو او وحشتونو له امله تر کورني او نړیوال فشار لاندې وي او د دغه فشار د دفعه کولو لپاره قانع کوونکې او معقوله لاره نه لري، خو دا یې هم مناسبه لاره نه ده چې دوی دې په افغان خاوره بریدونه وکړي، پر افغان خاوره دې اغزن سیم را تاو کړي او یا دې هم زموږ په پاکه خاوره اغزن سیمونه را تاو کړي. پاکستان که دا کارونه د یوې لنډمهاله سناریو په توګه هم ترسره کوي، خو د دوی لپاره به ښې پایلې ونه لري.

پاکستان دې د جګړې هڅه ځکه نه کوي چې موږ په جګړه کې پاخه یوو، له څلوېښتو کالو راهیسې زموږ پر ولس او خاوره بې رحمه جنګ روان دی، په دغه جګړه کې د پاکستان پټ او بدمرغه لاس نه شي ردېدلی، خو که پاکستان دغه جګړه ډګري او میداني کوي او مخامخ زموږ پر خاوره او امنیتي پوستو وسله وال بریدونه کوي، نو دغه ناوړه حرکتونه او دښمني به دوی ته په لوړه بیه تمامه شي.

پاکستان دې په خپلو اعمالو او د بدبینۍ او دښمنۍ پر دریځ له سره غور وکړي. دوی که دا فکر کوي چې د دغه وړ وحشتونو، بریدونو، توغندیو، اغزنو سیمونو، ترهګریزو فعالیتونو، چاودنو او ظلمونو په ترسره کولو سره افغان ویاړلی ولس ځانته تابع کولی شي، نو دا د دوی لویه اشتباه او تېروتنه ده.