د شرم د دوام لپاره د قیادي شورا رامنځته کېدل

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

شرف الدین کاکړ

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپرېږي چې د ملي یووالي د حکومت مشران غواړي یو ځل بیا د ولس سترګو ته خاورې وشیندي او د فغان ملت د غوښتنو خلاف د قیادي شورا له لارې د ولسمشرۍ د واک او انحصار موده د پنځو نورو کلونو لپاره وغځوي. ټولو ته جوته ده چې د ملي یووالي د حکومت جوړښت نه افغاني دی او نه هم د افغان ولس په رایه رامنځته شوی، بلکې د یوې سیاسي هوکړې پر بنسټ په هېواد کې د ابدي بې ثباتۍ د نهادینه کولو لپاره د پردیو په منځګړیتوب او د

هېواد له اساسي ‎ قانون سره په ټکر کې جوړ شوی دی. د دوی انحصارګرایانه سیاست ته په کتو، نه د ملي ګټو پروا لري، نه اساسي قانون ته ژمن دي؛ نه د سرماتي، پښې چاودي، په خېټه وږي، په پنځو حواسو معیوب ولس او نه هم په کنډواله د بدل شوي هېواد د بیا جوړولو غم ورسره دی او نه هم د هېواد راتلونکی برخلیک د دوی لپاره ارزښت لري. دوی ته یوازې او یوازې خپلې شخصي ګټې او پر واک پاتې کېدل مهم دي بس.

که حکومت دا فکر کوي چې یو ځل بیا افغان ولس وغولوي، دا خوب دې بهېدونکو اوبو ته ووایي. افغان ولس به نور د چا په دروغو او پرړو نه غولېږي او نه به هم د چا په دروغجنو ژمنو باور وکړي؛ که حکومت دا فکر کوي چې د پردې تر شا به یو ځل بیا د ولس د غوښتنو برعکس معامله وکړي او د قیادي شورا د جوړېدو په موخه به یو شمېر جهادي مشرانو ته باج او سیاسي رشوت ورکړي؛ اشتباه یې کړې، له سره دې فکر وکړي.

که قیادي شورا رامنځته کېږي اړینه ده چې د ملت له غوښتنو سره سمه رامنځته شي، نه دا چې د حکومت مشران د واک د انحصار او د خپلو شخصي ګټو په پار د ملت پر سرنوشت لوبې وکړي. موږ منو او په تېرو پنځلسو کلونو کې د افغان ملت له غوښتنو یوه غوښتنه همدا وه چې قیادي شورا رامنځته شي، خو داسې شورا چې د ولس رښتینې نماینده ګي وکړي او د هېواد ملي ګټې په کې خوندي وي.

دا زموږ د ۱۷ کلونو دوامداره غوښتنه وه چې د تېرو ۴۰ کالو په جګړو او کشمکشونو کې د ښکېلو خواوو له سالمو، وطندوستو او هغو شخصیتونو څخه چې په ملي او بشري جرمونو کې دخیل نه وو، داسې یوه شورا جوړه شي چې د ټولو سیاسي جهتونو د غوښتونو تمثیل وکړي، حکومت ته په مهمو ملي او بین المللي مسایلو کې مشوره ورکړي او د خپلو مشورو د تطبیق نظارت وکړي؛ نه دا چې ځان د فیصلو په اجرا کې دخیل وګني. له بده مرغه چې دې موضوع ته چا پاملرنه ونه کړه. نن چې نظام د سقوط په درشل کې دی لوی لامل یې د همدغې تشې نه ډکېدل دي. نو ځکه یې موږ اوس هم نه ردوو، خو په دې شرط چې دا شورا د نظام د بنسټیزې اصلاح لپاره وي او یوازې د مشروع، ټولو ته د منلو وړ، سرتاسري، عامو او رڼو ټاکنو په فکر کې وي، نه د اوسني معیوب ترکیب د ادامې په فکر کې.

ملت ته هغه قیادي شورا هېڅکله د منلو نه ده چې ټولې چارې یې په یوه یا دوو کسانو پورې منحصرې وي او هر څه په خپله خوښه پر مخ یوسي او هېڅکله به هم دا ډول شورا د ملت استازیتوب ونه کړي.

هر هغه بهانه، انګیزه، وسیله او طرحه چې د افغان ولس پاملرنه له ټاکنو اړوي، په حقیقت کې  له ولس او خلکو سره ستره او نه جبرانېدونکې جفا او خیانت دی. اوس د دې وخت را رسېدلی چې د ملت پاملرنه ټاکنو ته را واړوو، د ټاکنو له لارې د افغان میړني ولس په رایه یو پیاوړی او مشروع نظام، داسې نظام چې په رښتینې توګه د افغان ملت استازیتوب وکولای شي، رامنځته کړو. زموږ د اوسنیو ټولو ناخوالو اصلي لامل دا دی چې حکومت مو نه یوازې دا چې د ملت په رایه نه دی رامنځته شوی، بلکې د هغو کسانو په واسطه چې اوسني واکمن یې واک ته ورسول او پرته له دوی امکان نه و چې  دوی ارګ او سپېدار ته لار پیدا کړي هغوی یې هم په نیمه لار کې پرېښودل؛ ځکه خو یې مشروعیت تر پوښتنې لاندې دی او هر څوک یې د کمزوي کولو هڅې کوي.

له بده مرغه چې د ملي یووالي حکومت په تېرو څلورو کلونو کې داسې تېروتنې وکړې چې تېرې پنځلس کلنې لاسته راوړنې یې له خاورو سره خاورې کړې. د سیاسي وېش له مخې یې یو شمېر مهمې او برخلیک ټاکونکې ادارې داسې نا اهلو کسانو ته وسپارلې چې حتا د یوه عادي ریاست او آمریت وړتیا یې هم نه درلوده او دا جنایت عام دی، له شک پرته ویلی شو چې په حکومت کې تر ۸۰٪ زیاتې ټاکنې د همدې مواصفاتو پر اساس تر سره شوې دي.

د ملي یووالي حکومت د دې پر ځای چې په تېرو څلورو کلونو کې یې خپلې کړې ژمنې عملي کړې وای، د پخواني حکومت لاسته راوړنې یې ساتلې وای، په هغوی باندې یې پانګونه کړې وای او همدارنګه د تېر حکومت یو شمېر تشې یې ډکې کړې وی؛ پر خلاف یې خپل وخت د هېواد رښتینو او مطرحو څېرو ته په توطیه جوړولو تېر کړ او لا هم دغه لړۍ دوام لري.

نوی نظام چې رامنځته کېږي باید د خلکو په غوښتنه د خلکو لپاره رامنځته شي، د اوسني حکومت په څېر د هېواد مطرحو څېرو ته توطیې جوړې نه کړي، تېرې لاسته راوړنې په اوبو لاهو نه کړي، کار اهل کار ته وسپاري او کومې تشې چې له اوسني حکومت څخه ورته په میراث پاتې کېږي، باید ډکې او د بشپړاوي په موخه یې کوټلي ګامونه اوچت کړي.