افغان علما ولې غلي دي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی
افغانستان چې په خپل څو زره کلن تاریخ ډېرې سختې پېښې تجربه کړي او له ډېرو لویو یرغلونو بریالی راوتلی، عمده دلیل یې د افغانانو وحدت او ښه رهبري وه، ځکه دلته چې هر چا شوم نیت لرلی او د هغه له مخې یې پر افغانستان بلوا وروړې، نو د افغان ولس مشران او کشران، دیني علما، متنفذین او ټول اقشار د لاس د ګوتو په څېر د یرغل پر وړاندې په واحد صف کې ودرېدلي

.

زموږ مشرانو او په ځانګړي ډول دیني علماو د هغوی پر ضد ولسونه ملي پاڅون ته هڅولي او د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې یې خلکو ته د مبارزې فکر، انګېزه او حوصله ورکړې ده.

مګر له تېرو شلو کالو راهیسې افغانستان له ډېر بد بحران سره مخ دی، د ترهګرو د تروریستي فعالیتونو له امله هره ورځ زموږ هېوادوال وژل کېږي او بدمرغه کېږي، خو د دې ټولو باوجود هم زموږ دیني علما غلي دي او ځانونه یې داسې نیولي لکه یا چې هیڅ نه وي او یا یې دوی نه ویني.

د افغانستان پر بحران د افغان علماو خاموشي سړي ته دوه شکه پیدا کړي. لومړی دا چې یا موږ علما نه لرو او دویم دا چې زموږ علما خدای مکړه زموږ په بده ورځ او بحران خوشاله دي.که چېرې افغان علما د روان وضعیت د مخنیوي او غندلو په خاطر خپله خاموشي ماته نه کړي، نو باور دی چې د ولس په منځ کې به خپل درنښت او محبوبیت له لاسه ورکړي.

موږ له افغان علماو دا نه غواړو چې ګردنۍ دې وتړي او د جګړې لومړۍ کرښې ته دې لاړ شي. موږ له علماو یوازې همدا غواړو چې الهي احکام دې خلکو ته تشریح کړي او د هغو په رڼا کې دې اوسنی روان بحران خلکو ته واضح کړي.

افغان علما دې په وضاحت او جرئت سره ووایي چې نه یوازې په افغانستان، بلکې په هر هېواد کې او هر چېرې انسان وژنه او د ترهګریزو فعالیتونو او بریدونو ترسره کول د اسلام د اصولو خلاف عمل او فتنه ده.

افغان علما زموږ په ټولنه کې تر ټولو اقشارو زیات نفوذ او ځانګړی ځای لري، ځکه چې زموږ هېوادوال په غوڅ اکثریت مسلمان دي او په اسلامي ټولنه کې علما له ځانګړی ارزښت او درنښت برخمن وي. خلک د دوی سپارښتنو او لارښوونو ته ارزښت ورکوي او عمل ورباندې کوي.

نو هیله ده چې دوی له خپل دغه نفوذ څخه د اسلامي ارشاداتو او ملي ارزښتونو په رڼا کې د خپل هېواد، ولس او ملي ګټو لپاره استفاده وکړي. پښتو متل دی وایي چې توره غویه په لوړه وخېژه څار وکړه، څنګه چې نور کوي هغسې ته هم وکړه.

زموږ علما دې له پاکستاني علماو زده کړي، هغوی درګرده اسلامي ارشادات د خپلو ملي ګټو په خاطر په غلطۍ تعبیروي او د ځان په ګټه یې تفسیروي، خو زموږ علما دې مهرباني وکړي اسلامي ارشادات دې په خپله اصلي بڼه بیان کړي، ځکه د مسلمانانو په توګه موږ په دې باوري یوو چې دیني ارشادات د هیڅ لوري او بشر پر ضد نه دي، بلکې په هغو کې د بشریت خیر او فلاح نغښتې ده.