د عطامحمد نور ډرامه ستړې کوونکې شوه!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور ناندرۍ او غیر مسوولانه څرګندونې چې کله نظام ګواښي، کله امنیتي او دفاعي ځواکونو ته توهین کوي، کله د حکومت د سقوط او کله هم په خپل صلاحیت د حیرتان بندر د عوایدو د وېشلو او ماموریتونو په معاشونو کې د ورکولو اخطارونه کوي نورې د خلکو لپاره ستړې کوونکې دي. نه د هغه کړنې قانوني دي، نه یې چلند اخلاقي دی او نه یې هم څرګندونې منطقي دي

.

د هغه کړه وړه تر ډېره یوه یاغي او باغي ته پاتې کېږي. ځکه هغه د افغانستان د خلکو د منتخب او قانوني حکومت پر وړاندې بغاوت کړی دی. هغه په ټوله سپین سترګۍ د نظام د ننګولو ګواښ کوي. هغه وایي چې که غوښتنې یې ونه منل شي، نو په غیر قانوني توګه به خپلې دندې ته ادامه ورکړي.

د عطا محمد نور او د وسله والو مخالفینو او ترهګرو په کړنو کې هیڅ توپیر نه لیدل کېږي، ځکه دوی ټول د قانون او نظام پر وړاندې بغاوت کوي. دوی د هېواد د ثبات او پرمختګ دښمنان دي چې د قوانینو، اصولو، او ارزښتونو پروا نه لري.

د عطامحمد نور پر وړاندې نور انعطاف، زغم او نرمي د ګټې پرځای تاوان پېښوې. هغه نورو مفسدو، زورواکو او جنګسالارانو ته د دې زړه او جرئت ورکوي چې دحکومت، قانون او نظام پر وړاندې ودرېږي او د فشار له لارې خپلې غیرمشروع غوښتنې د افغانستان پر حکومت او خلکو ومني.

هغوی غواړي چې په دې ډول هم د خپلو بهرنیو بادارانو شوم پلانونه پلي کړي، هم حکومت ته سرخوږی خلق کړي او هم خپلې باج ګیرۍ ته زمینه برابره کړي. که چېرې حکومت د هغه پر وړاندې قانوني چلند ونه کړي، نو باور دی چې د عطا محمد نور په څېر به نور لوی او واړه زورواکي کرار کرار په بېلابېلو ولایتونو، ښارونو، ولسوالیو او کلیو کې د نظام پر وړاندې د بغاوت سرونه را پورته کړي.

حکومت ته ښایي چې عطامحمد نور او د هغه په څېر نور زورواکي نه یوازې له واکه ګوښه کړي، باید د هغوی زور هم اوبه کړي. له هغوی څخه غیر قانوني وسلې ټولې کړي. د فساد ، قاچاق او غلا له لارې ترلاسه شوې پیسې یې باید کنګل شي او د هغو حساب کتاب باید ورسره وشي چې دغومره جایدادونه یې له کوم مدرکه پیدا کړي دي.

که چېرې له هغوی سره د تېرو جنایتونو، جرمونو او فساد حساب کتاب تصفیه نشي، نو باور دی چې دوی به خپلو غیر قانوني کړنو ته نوره هم ادامه ورکړي، خو که چېرې له دوی څخه د تېرو کړنو او جرمونو پوښتنې ګرویږنې وشي، حداقل په راتلونکي کې به د دغسې څه کولو ته زړه ښه نه کړي.

ولس نور د عطا محمد نور او د ده په څېر د نورو زورواکو او جنګسالارانو ناز، ناندرۍ او ګوتڅنډنې نشي زغملی. د هغه ډرامه ډېره اوږده شوه، خلک یې نوره د لیدلو او اورېدلو حوصله نه لري. د ولس غوښتنه داده چې دغه موضوع باید د هېواد داساسي قانون مطابق ژر تر ژره یو طرفه شي.