پاکستان د خپل عمل سزا ویني

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

پاکستان چې له څو لسیزو راهیسې له افغان وژنې، ځورونې، ویجاړۍ او تباهۍ څخه خوند اخیستی او د ګران افغانستان د بربادۍ لپاره یې د طالب او مطلوب په نوم ګڼې بدمرغه ډلې وګومارلې چې خپلې افغان ضد دسیسې او پلانونه یې د هغوی پر مټ پلي کړل

.

د پاکستان دغه ورانکارې او افغان ضد هڅې لا هم روانې دي، ځکه لا هم هره ورځ د همدوی په لمسون، تمویل، تجهیز او پلان د هېواد په ښارونو، کلیو،جوماتونو او عامه تاسیساتو د بریدونو پرمهال زموږ ملکي وګړي او هېوادوال د سر او مال زیانونه ګالي.

پاکستان داسې ګڼلې چې د دغو دسیسو او ورانکاریو له لارې به هغه عظیم ملت چې هیڅ زبرځواک ته یې سر نه دی ټیټ کړی سلامي کړي او د دوی هرې افغان ضد غوښتنې ته به تسلیم شي، خو پاکستان نن د خپلو همدغو افغان ضد دسیسو سزا ګالي.

خدای به د افغان وطن او افغان ولس کومې حیرانۍ ته کتلي وي چې د څلوېښت کلن بحران په وروستیو کې یې د دغه هېواد واګې د نړۍ په کچه یو مفکر ، عالم او خواخوږي انسان ته په لاس ورکړې.

د هېواد د منتخب ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د پوهې، درایت، مدیریت، فعالې ډيپلوماسۍ، پیاوړي منطق او استدلال له برکته نن پاکستان د خپل عمل سیوري ته سرټیټي ولاړ دی او په ټيټو سترګو د خپلې بدحالۍ ننداره کوي.

ځکه د همدغه افغان ولسمشر د هلو ځلو له برکته پاکستان په نړیواله کچه د ترهګرۍ د پالونکي او تولیدونکي هېواد په توګه نړۍ ته ور وپېژندل شو او نن ټول ورڅخه کرکه لري.

د ولسمشر غني د ارزښتناکو کوښښو له برکته نن د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا لوړ پوړی پلاوی افغانستان ته په دې خاطر سفر کوي چې د وضعیت د څېړلو ترڅنګ د پاکستان د ورانکارۍ او د ترهګرو د پالنې په اړه له افغان مقاماتو سره په کتنو کې د لومړي لاس اسناد ترلاسه کړي.

د ولسمشر غني د پرلپسې هڅو له برکته د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او سویلي اسیا په اړه په خپله اعلان شوې ستراتیژۍ کې پاکستان ته ګوتڅنډنه کوي چې که په خپلو کړنو پښېماني ونه ښیي او خپلو ناسمو کړنو ته همداسې ادامه ورکړي، نو باور دی چې په نړیواله کچه به یې لا نور هم منزوي کړي، له هغوی سره به خپلې مرستې او اړیکې وځنډوي او بندیزونه به ورباندې ولګوي.

د پاکستان دوه رنګي او د تروریزم د پالنې موضوع نن د هیچا له سترګو پناه نه ده او د نړۍ ګوټ ګوټ کې هر څوک د پاکستان د نوم په اورېدو سره د وېرې، ډار او ناامنۍ احساس کوي، ځکه د پاکستان په اورېدو سره یې ذهن او سترګو ته د ترهګرو، وحشتونو او جنایتونو انځور ودرېږي.

که چېرې پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپل دریځ په اساسي توګه بدل نه کړي او په خپلو  تېرو کړنو او جنایتونو پښېماني ونه ښیي، نو باور دی چې تر دې به لا  ډېرې سختې ورځې وویني او هغه ورځ لیرې نه ده چې د نړۍ او سیمې په کچه به له خپل منزوي حالت څخه سخت ورنځېږي.