موقت حکومت پاکستانۍ سناریو ده

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

پاکستان چې د افغانستان تر ټولو نیږدې ګاونډی هیواد دی او تر ټولو زیات افغان مهاجر پکې مېشت دي، د پیدایښت له ورځې نه یوازې له افغان حکومت سره په سمه لاره ندی تللی، بلکې تل یې داسې لاره غوره کړې وي چې په هغه کې نه د دوی خیر وي او نه د افغانستان. له ترهګرو سره پوره لاس لري او هر ډول همکاري ورسره کوي، هغوی ته جنګي روزنه ورکوي او بیا یې د بربادۍ لپاره افغانستان ته رالېږي. پخوا دا هر څه یوازې د افغان حکومت د ادعا تر کچې پورې و، خو اوس ټولې نړۍ ته دا معلومه شوه چې پاکستان ترهګر روزي، ترهګر پالي او ترهګر صادروي.

دا چې افغانان اوس سولې ته تر بل هر وخت نيږدې شوي دي، او تر بل هر وخت یې ورته هيلې هم زیاتې دي، او په دې باوري شوي هم دي چې افغانستان ته به سوله راځي او نور به دغه جګړې له منځه لاړې شي. خو د پاکستان صدراعظم عمران خان غواړي چې د افغانستان په سوله کې ګډوډي رامنځته کړي او پرې نږدي چې افغانان د سولې شاهدان واوسي. عمران خان غواړي چې په افغانستان کې یو موقت حکومت جوړ شي او په دې ډول یو بل ناورین ته لاره هواره کړي او افغانستان تر پایه همداسې په جنګ او بحران کې وساتي.

عمران خان وايي چې په افغانستان کې د سولې روانو خبرو ته په پام سره چې د ده په وینا ظاهراً د افغانستان د حکومت د دریځ له وجې په ټپه ولاړ حالت سره مخامخ شوي، د موقتې ادارې رامنځته کول د ستونزو د هواري یوازینۍ لاره همدا ده. افغان حکومت که چېرته سوله غواړي باید موقت حکومت رامنځته کړي.

پاکستان چې په اوس وخت کې طالبان هم دومره وخت نه ورکوي دوی هم په دې پوه شوي دي چې دا دومره وخت د پاکستان په خوله مو چې کوم کارونه تر سره کړي دي په ټولو یې اوس پېښمانه یوو. اوس پاکستان غواړي چې په داسې بې ځایه خبرو د سولې روانه پروسه  د شک او تردید سره مخ کړي، او ځان یو ډول تر افغان دولت څخه  د روانو خبرو باخبره وښایي. او ځان ته مطرح امتیازات تر لاسه کړي چې د دوی منافقت اوس هر افغان او نړۍ والو پېژندلی او په دې هم پوه شوي چې پاکستان هېڅکله هم نه غواړي چې خپلې شومې موخې له ذهنه وباسي.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې هېڅ ګاونډی او یا کوم بل بهرنی هیواد دا حق نه لري چې د نورو هیوادونو په چارو کې لاس وهنه وکړي. ښاغلی غني وايي چې د لنډ مهاله حکومت نعرې په هیواد داخل او له هیواده بهر وهل کیږي. چې دا کار یې له هیواد او له افغانانو سره ښکاره دښمني ده. چې په دې کار سره به دواړه خواوې پېښمانه شي. او افغانان هېڅ کله هم د چا پر فرمایش او غوښتنو لنډمهاله حکومت نه غواړي چې رامنځته کړي.

لنډمهاله حکومت په حقیقت کې د سولې پروسې د ګډوډلو او په افغانستان کې د نوي بحران د ایجاد او د قوي مرکزي دولت د جوړېدو د مخنیوي پاکستانۍ سناریو ده.