د خلیلزاد دا ځلي سفر به له نورو هغو توپیر ولري

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ښاغلي زلمي خليلزاد خپل شپږم سفر هم پیل کړ او په دې هیله چې دا سفر یې د تېرو هغو غوندې بې پایلې نه وي. دا ځل به یې سفر تر مخکېنیو هغو ځکه متفاوت وي چې د افغان حکومت اعتراض به یې لا هم په ذهن کې وي او باور دی چې دوی به دا ځل خپل چلند بدل کړي

.

د ولسمشر غني پرلپسې هڅو، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزې او سرښندنو او د ښاغلي خليلزاد منډو ترړو بالاخره طالبان دې ته قانع کړل چې سولې ته غاړه کېږدي. او نږدې ده چې سوله راشي او په دې برخه کې د افغانانو هیلې او امیدونه په  رښتیا ورته بدل کړي.

دښاغلي خليل زاد نوی سفر چې تېره  دوشنبه یې پیل کړی او د مې تر ۱۰ مې نېټې پورې به دوام وکړي. ښاغلی خلیل زاد به د دې سفر په ترڅ کې افغانستان، بریتانیا، بلجیم، پاکستان، ازبکستان، اردن او قطر ته ولاړ شي. چې دا مهال افغانستان ته راغلی، ولسمشر غني او نورو افغان سیاسیونو سره یې مشورتي ناستې جریان لري او باور دی چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره به د حکومت په رهبرۍ او مالکیت زمینه برابره کړي.

د دې  سفر  موخه یې دا ده چې د سولې پروسه کې افغان لوری په پراخو بین الافغاني خبرو کې شامل کړي، ځکه هغه وایي د سولې په راتلونکې غونډه کې چې په دوحه کې کېږي، د افغانانو ګډون اړین دی او باید په رسمي ډول ورته راوبلل شي. د ولسمشر غني ټینګار هم همدادی چې د سولې مذاکرات باید افغان دولت او وسله وال طالبان مخامخ وکړي، تر څو هم موضوع په اساسي توګه حل شي، هم د خلکو پوښتنې او اندېښنې ځواب شي او هم پایله ولري. خلیل زاد همدېته زمينه برابروي چې په افغانستان کې روان بحران ته سیاسي د حل لاره پیدا کړي.

سره له دې چې د خلیلزاد د هڅو په اړه په دې وروستیو کې یو څه شکونه او بې باورۍ پیدا شوې وې، مګر باور دی چې ولسمشر غني او نورو افغان سیاسیونو سره په کتنو کې دغه بې باورۍ په بارومندۍ، همغږۍ او همکارې بدلې شي، تر څو د سولې له برابر شوي فرصت څخه ښه او اعظمي استفاده وشي.

امریکا او ټوله نړۍ په دې پوهېږي چې جنګ د وسله والو طالبان او افغان حکومت تر منځ دی، نو کله چې سوله کېږي، نو مذاکرات باید د همدغو دواړو لوریو ترمنځ وي، تر څو هم ستونزې سمې تشخیص او مناسبې حل لارې ولټول شي او هم د وخت او فرصتونو له ضایع کېدو پرته ژر تر ژره مطلوبې پایلې ته ورسېږي.

د سولې په برخه کې د طالب وسله والو په نیت لا هم شک کېږي، نو له دوی څخه باید قوي تضمین واخیستل شي، چې بیا به نه تاوتریخوالي ته لاس اچوي او نه به هم له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې او ملګرتیا پالي. هر کله چې طالب مشرانو له پاکستان حکومت څخه لاس واخیست په همغه ورځ به افغانستان د سولې شاهد  واوسي.