جنرال دوستم دې له امنیتي ځواکونو ځارېږي!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال ښاغلی جنرال دوستم د ملي حکومت له جوړېدو را وروسته ډېر وخت د هیواد په شمال کې د جګړې په سنګرونو له دښمن سره په جګړه کې بوخت و او له هغوی سره یې مخامخ جګړه کوله، مګر د کومې سیمې د نیولو او تصفیې دعوه به یې چې وکړه، له هغې سیمې به یې چې حرکت وکړ، لا به د ولایت مرکز ته نه و رسېدلی چې یاده سیمه به بېرته طالبانو لاندې کړه. جنرال دوستم ټول وخت په دغسې نمایشي کارونو تېر کړی دی.

نوموړي دا ځل هم لاپې وهلې او ویل یې که واک ورکړل شي، نو په شپږ میاشتو کې به د طالبانو نوغی وباسي، مګر د طالبانو کمین سره چې په لاره کې مخ شو، که امنیتي ځواکونه نه وای ور رسېدلي، نو نږدې وه چې د جنرال دوستم نوغی وباسي.

جنرال دوستم لا هم د بدنام جنګسالار په توګه شهرت لري او لا هم خلک د ده د وېرې او ډار له امله په ده ور ټول دي او فکر کوي چې هغه د ازبکانو محبوب مشر دی، مګر په حقیقت کې هغه یو بې رحمه دیکتاتور دی او خلک د خپل سر، مال او کورنۍ د خوندیتوب په موخه د هغه په خلاف حتی خوله هم نشي چوله کولی.

جنرال دوستم چې له مودو پس د هیواد مزار شریف ښار ته راستون شو او په مزار کې یې یوې غونډې ته خبرې کولې چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې به د طالبانو پټنځایونه په نښه کوم، جګړه به ورسره کوم هغوی به ځپم او له هیواده به یې د تل لپاره ريښه ورکه کړم. او د افغان ولس نه دغه ستر سر دردی ورکوم چې نور په ارامۍ او خوشحالۍ سره خپل ژوند له خپلو کورنیو سره تېر کړي. ښاغلی دوستم وايي چې د طالبانوماتول دومره سخت کار ندې ځکه چې هغه خو له مونږه نه زیات امکانات نه لري پرمختللې وسلې ورسره نشته کومې چې له مونږه سره دي. نو د دې ډلې ماتول زما لپاره ډېر اسانه کار دې. او که چېرته مې یاده ډله په شپږو مياشتو کې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه لرې نکړه. زما نوم به هم دوستم نه وي او بیا راشي مخ مې را تور کړئ. او د تل لپاره به هیواد هم پرېږدم.

د ښاغلي جنرال دوستم د همدغو خبرو تر سره کولو وروسته له مزار شریف ښار شبرغان ته پر لاره و، چې د وسلوالو طالبانو په کمین کې راګير شو. خو ښاغلی دوستم د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مټ له بریده ژوندی راووت. د طالبانو د داسې کار په تر سره کولو سره د جنرال دوستم غوصه نوره هم راوپاروله. ښاغلي دوستم وویل چې یوازې افغان حکومت راته د دې اجازه راکړي چې طالبان ختم کړه. بیا به تاسې هم وګورئ چې پر طالبانو رڼا ورځ توره شپه کومه او کنه.

د جنرال دوستم له ګواښونو او په کمین کې له ایسارېدو داسې ښکاري چې خبرې او عمل نهایت توپیر لري. د جنګ شدت او سختي تر بل هر چا زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو ته زیات ورمعلومېږي. د جنرال دوستم په ګډون ټول باید د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو قدرداني وکړي.