اتمر ولې موقت حکومت غواړي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبداللطیف یاد

محمد حنیف اتمر چې له کومې ورځې د ملي امنیت سلاکار و، نو په خپل وخت کې یې ډېرې منابع په شخصي ګټه وکارولې. په دې مانا چې هر چېرې یې چې مقررۍ کولې، نو داسې کس یې مقرراوه او دا ژمنه ور څخه اخیستل کېدله چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې باید د ده په ګټه کار وکړي او همداسې یې په قومي خلکو هم پانګونه وکړه، هغوی ته یې پیسې ورکړې، یا یې د هغوی اولادونه او خپلوان مقرر کړل، مقصد په یو نه یو ډول یې هغوی خوشاله او راضي وساتل.

مګر له کومې ورځې چې ښاغلی اتمر له دندې وشړل شو، نو ورپسې کرار کرار نوره تصفیه هم وشوه او د ده له لوري مقرر شوي اکثره کسان هم له دندو لیرې شول، دې کار اتمر نه یوازې عصباني، بلکې نهیلی هم کړ، ځکه ده په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا محاسبه کړې وه او هغه یې د دغو کسانو د همکارۍ پر مټ کړې وه.

اوس چې حنیف اتمر دا منلې چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې نشي بریالی کېدلی او د ده کسان له دندو ګوښه شوي دي، نو اوس یې د ټاکنو نرم مخالفت شروع کړی. نرم په دې مانا چې غیر مستقیم یې دا ډنډوره ګډه کړې چې موقت حکومت باید د اوسني حکومت ځایناستی شي.

نوموړی په دوه دلایلو د موقت حکومت غوښتنه کوي، لومړی دلیل یې دادی چې هغه فکر کوي ممکن بهرنیان د موقت حکومت ریاست او مشري ده ته وسپاري او یا حداقل کوم مهم مقام او منصب ده ته په کې ورسېږي چې دا هیڅ امکان نه لري.

دویم دلیل یې دادی چې هغه غواړي له یوې خوا له ښاغلي غني څخه خپل غچ واخلي او له بلې خوا فکر کوي چې که ولسمشر غني هم د نوماند په توګه له حکومته لیرې شي او واکونه یې محدود شي، نو ممکن د ده د بریا چانس به ورسره زیات شي، مګر ښاغلی اتمر یې په څو دلایلو نشي ګټلی. لومړی دا چې هغه نهایت منفور دی. یوازې د استخباراتي مامور په نوم شهرت لري چې تر دې وړاندې یې هم داسې کوم لوی کمال نه دی کړی چې د خلکو پام دې ور واوړي.

بله دا چې ښاغلي اتمر د افغانستان ټول بدنام جنګسالاران په ځان راټول کړي دي. د ځمکو غاصبین، مفسدین، غله ، مافیا او ټول د ده پلویان دي او د ده په ټاکنیز ټیم کې راټول دي. ولس له دې امله له ښاغلي اتمر څخه نه یوازې وېره، بلکې کرکه لري او ولس داسې ګڼي چې که اتمر واک ته ورسېږي، نو یو ځل بیا به دغه جنګسالاران او زورواکان ورباندې حاکم شي، نو له دې امله ښاغلي اتمر هم دا درک کړې چې په ولس کې نه پلویان لري او نه هم چندان رېښه لري، نو په دې خاطر له ټاکنو وېره لري، ځکه هغه پوهېږي چې په ټاکنو کې نه ورته څوک رایه ورکوي او نه هم بریالی کېدلی شي، نو اوس غواړي چې د موقت حکومت له لارې واک ته ځان ورسوي، مګر دا ارمان به یې هم پوره نشي.