ولسمشر غني څه غواړي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پياوړی
ولسمشر غني غواړي چې فرهنګي ارزښتونو، انکشاف او ملي خپلواکۍ ته یو تربله سره تړاو ورکړي او عملاً خلکو ته دا وښیي چې زموږ د ژوند ټولې برخې، ټولې خواوې او څانګې یو له بله جلا نه، بلکې یوه د بلې بشپړونکې دي او هره یوه یې نه یوازې پر خپل ځای ارزښت لري، بلکې په ملي او لویو مسایلو کې د ټولو ارزښت څرګند دی.

هغه وایي: "فکر می کنید که یک افغان شعر مولانا را فراموش خواهد کرد، شخصیت امیر شیر نوایی  یا بحث خوشحال خان را فراموش خواهد کرد. این جزء فرهنگ ماست، اطمینان داشته باشید که ما به خود اطمینان داریم. هویت ملی ما در خطر نیست"
رښتیا هم زموږ هویت او راتلونکی په خطر کې نه دی، ځکه چې موږ ډېر اوږد تاریخ لرو، داسې ځلانده تاریخ چې د پېړیو په حافظه کې خوندي دی او موږ د خپل دغه تاریخ له امله چې ورباندې ویاړو، نړۍ ته په ښه نوم ور معرفي شوي یوو، ځکه موږ د تمدن مرکز و. دلته انساني او بشري حقونه خوندي وو، دلته ورورلي، مینه، صمیمت او یو بل ته درناوی وو. د سیمې هیوادونو د ارام، هوسا او خپلواک ژوند لپاره له همدې سیمې څخه الهام اخیست او ولسمشر غني غواړي چې زموږ ځوان نسل له خپل روښانه ماضي سره ونښولي هغه وایي:" ما دیروز پیدا نشدیم و نه افغانستان هدیۀ کدام کسی برای ماست. افغانستان را افغانان به خون کمایی کردند و در این چهارسال، خاصتاً من می خواهم از قوای امنیتی و دفاعی افغانستان ابراز تشکر کنم که با شهادت، با قربانی دوامدار خود ثابت کردند که فرزندان صدیق این مملکت هستند. در عین حال از تمام همکاران که تحول آورید و حرکات شما به اندازۀ قربانی های نیروهای امنیتی و دفاعی ما ارزش دارد، چون شما امید آورید و ابتکار امید می آورد. "
زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې واقعاً د قدردانۍ وړ دي، ځکه دوی په ډېرو سختو شرایطو کې د ډېر وحشي او بې رحمه دښمن پر وړاندې د زمریانو غوندې ودرېدل، خپله اتلولي یې وښوده او په خپلو هڅو یې د هیواد راتلونکی او بقا تضمین کړه، خلکو ته یې هیله او امید ورکړ او له هغوی څخه یې هغه ناڅرګنده وېره چې د بېلابېلو اوازو او ګونګسو په پایله کې خلکو ته پیدا شوې وه لیرې کړه.
افغانان نه جنګ غواړي، نه نا امني او نه هم ترور او وحشت. دا هر څه له بهر څخه په دوی تحمیل شوي دي. دوی غواړي په امن فضا کې ژوند وکړي، له نړۍ سره خپلې اړیکې وپالي، په هیواد کې شته ستونزې او ناخوالې په اساسي توګه حل شي. افغانان چې څه غواړي یوازې د ځان لپاره یې نه غواړي، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره یې غواړي. د افغانستان ولس اصلاحات غواړي. او د افغانستان ولس په خپل خیر او شر باندې، ډېر ښه پوهېږي. 
ولسمشر غني چې په خپلو پرلپسې هڅو سوله په اساسي بحث بدله کړې، نو د دغو هڅو له برکته افغانستان تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوی او که خدای کول افغانستان به ډېر ژر د باعزته او تلپاتې سولې خاوند شي، مګر د دې لپاره د ولس وحدت او تدبیر نهایت مهم دی، ځکه ګاونډیان لا هم هڅه کوي چې زموږ په سوله یا معامله وکړي او یا هم خدای مکړه د سولې په نوم د یو بل ناورین د پیلېدو زمینه برابره کړي، مګر موږ نور د ناورین د زغم تاب نه لرو.