عزیزالله (حقپال )
په هیوادونو کی تغیر او تبدیل د حکومتی چارواکو یو عادی او نورمال کارونه دی چی د دولت د واکمنانو لخوا د خپلو قانونی صلاحیتونو په چوکات کی صورت نیسی پدی لړ کی د دولت د جمهور رئیس د ځانګړی فرمان له مخی عبدالرقیب مبارز د پولیسو یو افسر د بلخ ولایت دامنیه قوماندان په ټوګه ګمارل کیږی
طالبان سوله نه کوي او که یې اختیار نه لري؟
ګلرحمن رحماني
یو کال مخکې د طالبانو د سیاسي دفتر (قطر) څخه د سولې اړوند یوه اعلامیه خپره شوې وه په هغه اعلامیه کې طالبانو ویلي وو باید د جګړې اصلي لوري سره چی امریکا ده ، خبرې وشي. همدارنګه هر وخت چی افغان حکومت له وسله والو طالبانو څخه د سولې غوښتنه کړې، په مقابل کې یې طالبانو افغان حکومت ته ویلي چې موږ له تاسو سره نه، بلکې له امریکا سره سوله کوو.
امنیتي او دفاعي ځواکونه او د ژغورنې عملیات
اېمل پیاوړی
جمهوررئیس غني ماښام مهال ناوخته د فراه له سفر څخه له ستنېدو وروسته په کندهار کې لومړی د وروستیو سېلاب ځپلو کورنیو استازو سره وکتل. له هغوی سره له غمشریکۍ او مرستو وروسته یې د ۲۰۵ اتل قول اردو منسوبینو سره په کتنه کې د دوی وړتیاوې او هغه کړنې وستایلې چې له امله یې سېلاب ځپلې کورنۍ له زیانونو وژغورلې،
پاکستان او طالبان دې خپلې اړیکې واضح کړي
اېمل پیاوړی
د ارګ سلامخانه ماڼۍ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال ولسمشر غني وویل: مسئله حضور قوای بین المللی در افغانستان قابل بحث است. اما سوال این است که ارتباطات طالبان همرای پاکستان چی وقت موضوع بحث ما می شود و چی وقت موضوع بحث بین المللی می شود. ارتباطات با شکبه های تروریستی تا یک اندازه موضوع بحث شده است
حساس پړاو تند غبرګون؛ د حمدالله محب خبرې به په سولې څه اغيز وکړي؟
په داسې حال کې په قطر کې د زلمي خليلزاد او طالبانو تر منځ د پنځم پړاو خبرو شپاړس ورځنۍ غونډه پايته رسيدو د سولې په اړه د خلکو تر منځ د هيله مندۍ او اندېښنو څپې راپورته شوي؛ افغان حکومت بلاخره خپله اندېښنه ډاګيزه او د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار ښاغلي حمدالله محب دغه اندېښنې رسنيزې کړې. تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ښاغلي حمدالله محب پر زلمي خليلزاد بې ساري او تندې نيوکې وکړې
د اتمر دفاعي او انتقادي حالت
عبداللطیف یاد
ښاغلي حنیف اتمر چې کوم وخت د هیواد د ملي امنیت سلاکار و، نو په متفکر مغز، مرموز، ځیرک او هوښیار سیاستوال معروف و او ډېرو په همدې خاطر ورته درناوی درلود او حتی د ولسمشر غني او د حکومت ډېرې کړنې او لاسته راوړنڼې یې هم ده ته منسوبولې او له همدې امله ورځ تر بلې د اتمر محبوبیت زیاتېده او پراخېده.
د پاکستان بدلول پکار دي
اېمل پیاوړی
پاکستان له افغانستان سره د خپلو ټولو کړو جنایتونو باوجود لا هم داسې چلند او فکر کوي لکه افغانستان یې چې ډېر زیات احسانمند او پوروړی وي، خصوصاً پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل وروسته د افغان کډوالو پالنه دوی خپل لوی احسان بولي، مګر حقیقت بل ډول دی.
په حقیقت کې باید پاکستان د افغانستان او افغانانو احسانمند وي او دا احسان ومني، ځکه که افغانان د شورویانو پر وړاندې نه وای ودرېدلي، نو اوس به پاکستان د نړۍ له نقشې او جغرافیې وتلی وای، ځکه پاکستان په هیڅ ډول هم د شوروي پر وړاندې د ودرېدو تاب نه درلود.
ډاکټر ځلاند نور له زغم او چتې وتلی
عبداللطیف یاد
د ډاکټر فیض محمد ځلاند پرېوتی شخصیت، افغان دښمنه چلند، ګوداګی ذهنیت، پردۍ پالنه د هیچا له سترګو هم پټ نه دي. هغه له پیله د حکومت، نظام، ولسمشر ، امنیتي او دفاعي ځواکونو او د ارزښتونو، دریځونو او شخصیتونو پر وړاندې پوچ تبلیغات کوي.
سولې ته هیله مندي!
مطیع الله سحر
دښمن او تروریستي ډلې غواړي په خلکو کې نهیلي خوره کړي او له ژونده یې بېزاره کړي، مګر حکومت خلکو ته ژوند، هیله او امید ورکوي، ځکه نهیلي ګناه ده. له همدې امله حکومت د تلپاتې سولې لپاره عملي هڅې پیل کړې دي او باور دی چې دا هڅې به وطن ته د سولې، امن، ثبات او پرمختګ رنګ راوړي. سره له دې چې د افغانستان بهرني دښمنان کوښښ کوي
مداخله افغانستان کوي که پاکستان؟
اېمل پیاوړی
څه موده وړاندې ولسمشر غني د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ په اړه یو ټویټ کې لیکلي و: "د خیر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د سول هییزو او مدني فعالانو او معترضانو په ضد تشدد مخ په زیاتېدو دی چې د بشري حقونو نړیوال سازمانونه، رسنۍ او حتا د پاکستان مدني او سیاسي بنسټونه هم دغه مخ په زیاتېدونکی تشدد تاییدوي او جدي اندېښنه ښیي.
وسله والو او زورواکانو سره د حساب او کتاب وخت
اېمل پیاوړی
ولسمشر غني د حکومت له لومړیو څخه د غیر مسوولو وسله والو او زورواکانو ته په زړه نه وه جوړه، ځکه هغه پوهېږي چې دوی د ولس، امنیت او ثبات لپاره خطر دي. د هیواد په اکثره سیمو کې همدوی د جنایتونو او قانوني سرغړونو او د خلکو د ځورونو او د ځمکو د غصب لامل شوي.