محمدبشیر یوسفزوی

په دې کې هیڅ شک نشته چې پاکستان نه یوازې له طالبانو سره اړیکې لري، بلکې ټولې ترهګریزې او وسله والې ډلې دوی پالي، ځکه په پاکستان کې پټنځایونه لري، امکانات یې ورته برابر کړي، روزنه ورکوي، استخباراتي معلومات ورسره شریکوي، حتی د پاکستان استخبارات او متقاعد منصبداران ورسره د تروریستي فعالیتونو په پلانونو او ترسره کولو کې هم معلومدارې مرستې کوي.

اېمل پیاوړی

جمهوررئیس غني مونیخ امنیتي کلني کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ درې ورځې مسلسل د امریکا متحدو ایالتونو، المان، کاناډا، ناروې، ازبکستان، اروپایي ټولنې او ګڼو نورو هیوادونو او بین المللي بنسټونو استازو سره جلا جلا کتنې لرلې.

اېمل پیاوړی

څلورمه برخه

زما لپاره د مسکو ناستې معنا، پرته د متناقضو فکرونو له تمرین نور څه نه وه. ځکه اجرایي صلاحیت له ما او دولت سره دی. د سولې لاره له کابل او ارګ څخه تېرېږي. د مسکو ناستې ملت چمتو کړ. هغوی متوجه شول چې د دوی یواځینی مدافع د جمهوریت او دولت بنسټ دی. که چیرې ملت، پر دغه سیاسي قشر چې مسکو ته تللي وو تکیه وکړي، ټولې لاسته راوړنې به په معامله واوړي. اوس دغه موضوع ټولو قشرونو ته واضحه شوېده.

محمدروښان ښاد

ولسمشر غني په تېرو څلور نیمو کالو کې د جنګ د مدیریت ترڅنګ د سولې لیدلوری هم ایجاد کړ. هم یې په ملي کچه د افغانستان د سولې په اړه د ټولو د نظرونو او مشورو اخیستلو په  پایله کې کلي توافق او اجماع رامنځته کړه او هم یې د افغانستان د نړیوالو متحدینو په ستراتیژیو کې د سولې لیدلوری ایجاد کړ

محمدروښان ښاد

د ننګرهار په غني خېلو کې د ولس استازو او قومي مشرانو ولسمشر غني ته په خطاب کې وویل، موږ د مسکو سوله نه غواړو، موږ د مکې او هغه سوله غواړو چې ته یې غواړو، ځکه موږ پوهېږو چې ستا سوله د وطن په خیر ده او زموږ ټولو عزت په کې خوندي دی. هغوی وویل، شورویانو پر افغانستان د یرغل پرمهال یو نیم میلیون افغانان شهیدان کړي دي. دوی په افغانستان کې شرمېدلې ماتې خوړلې،

محمدبشیر یوسفزوی

تېره اونۍ په مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډې ته پر طالبانو سربېره له کابل څخه هم د حامدکرزي په ګډون د ده د وخت مهم چارواکي، جنګي مشران، زورواکي، غاصبین او جنګسالاران ورغلي وو. د دوی په ورتګ اکثریت افغانان ناخوښه وو، ځکه چې د سولې مذاکرات باید افراد نه، بلکې حکومت مخته یوسي

محمدروښان ښاد

جګړه ځپلی افغانستان چې ایله یې به دا وروستیو کې یې د ولسمشر غني د هڅو او هلو ځلو له برکته کرار کرار خپل پخوانی وقار او حیثیت وموند او په ښه مسیر یې خپل مزل پیل کړ، مګر لا هم منزل ته ډېره لاره پاتې او لا هم ډېر کار او وخت ته اړتیا ده تر څو افغانستان د ثبات او پرمختګ څخه برخمن شي، مګر د دې لپاره لا هم افغانستان د ولسمشر غني هڅو، دریځ، فکر، پوهې او اقداماتو ته اړتیا لري

محمدروښان ښاد

د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره  ولسمشر د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ ته سفر وکړ. دا سفر په داسې مهال کې کېږي چې تر څه مودې وړاندې پورې یاده سیمه د داعشیانو په واک کې وه، نو له دې امله هلته د ولسمشر تګ ځکه اسانه خبره نه ده، چې هره لحظه د یوې ناامنۍ او پېښې د رامنځته کېدو احتمال او اټکل کېدلی شي

ګلرحمن رحماني

سوله د ټولو افغانانو لمړنۍ او ضروري غوښتنه ده، ځکه افغانان له جګړو ستړي شوي او د تلپاتي سولې په تمه شپې او ورځې تېروي . د افغان سولې لپاره ډېرو داخلی او بهرنیو سازمانونو او بهرنیو هیوادونو هلې ځلې وکړې، خو تر اوسه هم په افغانستان کې تلپاتی سوله رانه غله .

مطیع الله سحر

د افغان  سولې لپاره چې د هیواد دننه اوله هیواده بهر هڅې زیاتېږي، نو همدومره ورسره له خوښۍ او هیله مندۍ د افغانانو بڼې او څېرې هم له خوشحالۍ غوړېږي، حتی که دا هڅې د پاکستان له خوا هم وي، خو خلک یو څه د خوښۍ احساس کوي، له همدې څخه سولې ته زموږ د لېوالتیا کچه په ښه توګه لګېدلی شي.

 

محمدبشیر یوسفزوی

تر پرونه پورې دا فکر او انګېرنه موجوده وه چې ګواکې افغانستان د نیابتې جګړې ډګر دی او دا فکر تر یوه ځایه سم هم و، ځکه چې وسله والو طالبانو د نړۍ ترهګر او پردی جنګ زموږ وطن ته راوړ. پر افغانانو یې تحمیل کړ. په پردي جنګ کې یې هم وطن ویجاړ کړ او هم یې زموږ بې ګناه هیوادوال شهیدان او برباد کړل. طالبان لا هم د پاکستان او نورو په نیابت خپل جنګ ته ادامه ورکوي

زیاتې مقالې …